د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

د نړۍ ستر صنعتي هېوادونه اوکراین سره د مرستو زياتولو په اړه غونډه کوي


عکس آرشیف: د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرام
عکس آرشیف: د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرام

ټاکل شوې چې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران به سبا د اوکراین له ولسمشر سره دې هېواد ته د خپلو د مرستو د زیاتولو په اړه خبرې وکړي.

سپینې ماڼۍ تایید کړې ده، چې د نړۍ د اوو پرمختللو اقتصادي قدرتونو مشران به سبا د مې په اتمه د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره په آنلاین غونډه کې خبرې وکړي.

د جګړې وروستي پرمختګونه او اوکراین ته د نورو مرستو چمتو کول به د دې غونډې د اجنډا په سر کې وي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا یوه ویاند ویلي، چې د جي اوه ډلې مشران غواړي د اوکراین د ملاتړ په مسئله کې واحد دریځ وښيي.

سپینه ماڼۍ وايي، پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل له پیله د جي اوه ډلې غړي هېوادونو تراوسه له دې هېواد سره میلیاردونه ډالره بشري مرسته کړې ده.

ولسمشر زیلینسکي پرون وویل، چې د روسیې د یرغل له کبله اوکراین ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.

د اوکراين ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي
د اوکراين ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي

هغه زیاته کړه: "اوکراین د خپلې بودجې د کسر د جبران لپاره په میاشت کې اوه میلیارد ډالرو ته اړتیا لري. د شوي اټکل له مخې یوازې د روسیې په حملو کې د ویجاړو شویو ځایونو د رغونې لپاره څه باندې ۶۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا شته. په همدې ډول ټول تخمین کولای شئ. نو ځکه له اوکراین سره هره مرسته خورا مهمه ده."

په جي اوه ډله کې متحدایالات، برتانیا، فرانسه، جرمني، جاپان، کاناډا او ایټالیا غړیتوب لري.

روسیه هم د دې ډلې چې پخوا د جي اته په نوم یادېده غړې وه، خو په ۲۰۱۴ کال کې، د اوکراین پر ختیځ له یرغل وروسته یې په دې ډله کې غړیتوب وځنډول شو.

XS
SM
MD
LG