د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

د ماريوپول کلا بند ښار؛ روسي ځواکونو پرې بيا بريدونه پيل کړل


ويل شوي دي، ه دغو حملو کې له جنګي الوتکو هم کار اخیستل کېږي.
ويل شوي دي، ه دغو حملو کې له جنګي الوتکو هم کار اخیستل کېږي.

روسي ځواکونو د اوکراین د ویجاړ شوي بندري ښار، ماریوپول د فولادو پر یوه فابریکه یو وار بیا حملې له سره پیل کړې.

هلته د راګیرپ اتې شویو جنګیالیو د ځپلو لپاره په دغو حملو کې له جنګي الوتکو هم کار اخیستل کېږي.

بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي له ماریوپول د ملکیانو د ایستلو درېیم پړاو عملیات پلان شوي دي.

ګومان کېږي، د ویجاړ شوي بندري ښار ماریوپل د فولادو د فابریکې په تهکاوۍ/ زېرخانه کې به شا و خوا ۲۰۰۰ اوکرایني جنګیالي او په سلګونو ملکیان راګیر پاتې وي.

روسي ځواکونو د تېرې اوونۍ په لومړیو کې هم هلته د ماریوپول پر دېره مدافعانو حمله کړې وه.

د اوکراین وسلوالو ځواکونو نن جمعه ویلي، روسي ځواکونه د فولادو پر دغه فابریکه په تازه شوې حمله کې له الوتکو هم کار اخلي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي پرون ویلي وو: ګڼ کسان ټپیان شوي، خو تسلیم شوي نه دي. ده په یوه ویډیو کې ویلي: دغو کسانو لا هم خپل مورچلونه ساتلي دي.

ماریوپول ښار له اوونیو راهیسې د کوڅه-پر-کوڅه جګړې او سختو بمباریو له کبله ویجاړ شوی دی.

د ازوفستال په نوم د فولادو فابریکه د اوکرایني پوځیانو په وروستي سنګر بدله شوې، چې هڅه کوي دغه ښار په بشپړ ډول د روسي ځواکونو لاس ته ورنه شي.

د ماريوپول ښار
د ماريوپول ښار

دغه تازه جګړه داسې وخت پیلېږي، چې روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ دونباس کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، دغه عملیات له کوم لوی پرمختګ پرته ورو روان دي، بلخوا اوکرایني ځواکونو د روسیې د تحرکاتو مخه نیولې او حتی ځینې سیمې یې بېرته نیولي دي.

د ماریوپل پر ازوفستال فابریکه تازه جګړه په داسې حال کې بیا پیلېږي، چې اوازې دي د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین غواړي د جګړې په میدان کې یوه بریا ولري او په دې ډول یې راروانه دوشنبه چې د مې میاشتې نهمه او د نازي جرمني د ماتې له ورځې سره برابره ده، د یوې لاسته راوړنې په توګه یې وښيي.

روسیه د مې نهمه د بریا د ورځې په توګه لمانځي.

د بریتانیا دفاع وزارت نن ویلي، د ازوفستال او د ماریوپول ښار د بشپړ نیولو لپاره د روسیې هڅه احتمالاً د مې میاشتې د نهمې یا د بریا ورځې له لمانځلو سره ارتباط لري او د دغه وزارت په وینا پوتین غواړي په اوکراین کې یوه سبمولیکه بریا ولري.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش پرون ناوخته وویل، چې له ماریوپول څخه د ملکیانو د وتلو لپاره درېیم پړاو عملیات روان دي، خو ده وویل د دوی پالیسي دا نه ایجابوي، چې د دغو عملیاتو پر جزییاتو خبرې وشي.

د دې تر څنګ د اوکراین د صدراعظم مرستیالې ایرېنا ویریشچوک ویلي، چې د خلکو د ایستلو تازه عملیات د نن لپاره پلان شوي دي.

XS
SM
MD
LG