د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۳

امریکا او جرمني له روسیې په اوکراین کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې


د اوکراین په ماریپول کې د جګړې له امله د ویجاړې شوې ودانۍ انځور چې مخته یې یو کس هم پلی روان دی.
د اوکراین په ماریپول کې د جګړې له امله د ویجاړې شوې ودانۍ انځور چې مخته یې یو کس هم پلی روان دی.

د متحدایالتونو او روسیې دفاع وزیرانو پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د لومړي ځل لپاره خبرې سره کړي.

پر اوکراین د روسیې پر یرغل د دوو نیمو میاشتو له اوښتو وروسته د امریکا او روسیې دفاع وزیرانو پرون د لومړي ځل لپاره پر ټېلیفون خبرې وکړې.

پنټاګون په یوه بیان کې ویلي، چې د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین له خپل روسي سیال سرګي شویګو په دې خبرو کې په اوکراین کې د سمدستي اوربند د ټینګېدو غوښتنه وکړه او پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

اسټین او سیال یې سیرګي شویګو وروستی ځل د فبروري په ۱۸مه، پر اوکراین د روسیې له یرغل شپږ ورځې مخکې خبرې کړې وې.

د روسیې د دفاع وزیر سیرګي شویګو
د روسیې د دفاع وزیر سیرګي شویګو

په عین حال کې د جرمني صدراعظم هم په اوکراین کې د سمدستي اوربند د ټینګېدو غوښتنه کړې.

اولاف شولڅ پرون د روسیې پر ولسمشر ولادیمیرپوتین غږ وکړ، چې د اوربند غوښتنو ته غاړه کېږدي.

شولڅ وویل: "د روسیې له ولسمشر سره مې نن خبرې وکړې. وضعیت اوس ډېر جدي شوی دی. یوه خبره روښانه ده چې تراوسه هغه درک چې سوله ممکنه کړي او جګړه پای ته ورسوي نه لیدل کېږي. داسې نه چې روسیه د اوکراین یوه څنډه د پوځي زور په وسیله اشغال کړي او بیا ووايي چې وضعیت ښه شوی دی. که درک او تفاهم وي د اوکراین او روسیې ترمنځ سوله ممکنه ده."

دا غوښتنې داسې مهال کېږي، چې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د ډلې یا جي اوه د بهرنیوچارو وزیرانو ویلي چې په ګډه به د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین ملاتړ وکړي.

له بلې خوا اوکرایني چارواکو ویلي، چې د سیویرسکي دونېڅ په سمندرګي کې یې د روسیې یوبل تېری شنډ کړی دی.

د اوکراین دفاع وزارت همداراز پرون په یو بیان کې د روسیې د ویجاړو شویو پوځي وسایطو عکسونه هم خپاره کړي دي.

په همدې حال کې د برتانیا دفاع وزارت د استخباراتي معلوماتو پربنسټ تایید کړې، چې د اوکراین په جګړه کې اوس اوس د روسیې زر سرتېري وژل شوي دي.

د خبري آژانسونو د راپورونو له مخې روسي چارواکو هڅې پیل کړې چې د خپلو حملو لمن د اوکراین ختیځ او جنوب ته وغځوي څو په نتیجه کې یې له تورې بحیرې څخه د اوکراین لاس لنډ کړي.

XS
SM
MD
LG