د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

د اوکراين جګړه؛ په کييف کې بيا د چاودنو غږونه اورېدل شوي


ارشيف: اوکراين
ارشيف: اوکراين

د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، چې ټوله شپه تقریباً په ټولو ساحو کې د هوايي حملو د خطر زنګ غږول کېده او ځايي اوسېدونکو ته ویل شوي وو، چې ځانونه نږدې پناهځایونو ته ورسوي.

د اوکراین پلازمېنه کییف نن یکشنبه هم د درنو چاودنو شاهد و، خو د نننیو چاودنو په باب سم د لاسه رسماً نور تفصیل نه دی ورکړل شوی.

د چاودنو دغه راپورونه د بېطرفه سرچینو له خوا تایید شوي نه دي، خو داسې مهال یې راپور ورکول کېږي، چې روسي ځواکونو پرون پر کییف خپلې راکټي حملې بیا تازه کړې.

روسیې په عین حال کې د اوکراین پر دویم لوی ښار خارکیف هم د توغندیو حملې شدیدې کړې دي.

دغو پېښو ته ظاهراً د هغې ستراتیژۍ په سترګه کتل کېږي چې هدف یې د هغه څه په وړاندې د اوکراین د دفاعي ځواک کمزوري کول دي، چې د اوکراین پر ختیځ د روسیې بشپړ برید ته چمتووالی ګڼل کېږي.

د خارکیف ښاروال، ایهور تیریخوف وویل، پرون پر دغه شمال ختیځ ښار په راکټي حملو کې لږ تر لږه ۳ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، په دغه ښار کې پرون په حملو کې ۱ تن وژل شوی او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

هغه د دغه ښار هغو اوسېدونکو ته چې له مخکې له دغه ځایه وتلي سپارښتنه وکړه، چې بېرته دې نه ستنېږي. د کییف ښاروال ویلي پر دغه ښار د نورو حملو امکان نه ردوي.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر ۸ ساحو د میزاییلو د حملو راپورونه تایید کړي دي.

د دې تر څنګ د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي له CNN سره په خپله مرکه کې خبرداری ورکړ، چې نړیواله ټولنه دې دا موضوع جدي وګڼي چې روسیه ښايي په اوکراین کې اټومي بمونه وکاروي.

زلینسکي په خپله پرونۍ مرکې ویلي، نه یوازې دی خپله، بلکې ټوله نړۍ او هېوادونه باید په دې اړه بېره ولري.

تر دې مخکې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې مشر بېل برنز ویلي وو، د روسیې له خوا په اوکراین د اټومي وسلو د کارونې د احتمال خطر دې کم اهمیته ونه ګڼل شي.

XS
SM
MD
LG