د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

د اوکراین ولسمشر: راتلونکو خبرو کې به د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا لومړیتوب ولري


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

په داسې حال کې چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې د سړېدو نښې نه‌تر سترګو کېږي، د اوکراین ولسمشر وايي له مسکو سره په راتلونکو خبرو کې به د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا د دوی لپاره لومړیتوب ولري.

ولاديمير زلنسکي د مارچ په ۲۷مه ناوخته ملت ته په وینا کې وویل چې په دغو خبرو کې به ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د اوکراین لپاره لومړیتوب ولري.

ټاکل شوې چې د دواړو لورو ترمنځ بل پړاو خبرې روانه اوونۍ په ترکیه کې ترسره شي.

د ترکیې د ولسمشر د دفتر یوه چارواکي وویل چې رجب طیب اردوغان وړمه ورځ د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره په ټیليفوني خبرو کې موافقه وکړه چې ترکیه به د دغو خبرو کوربه‌توب وکړي او زیاته‌یې کړه چې اردوغان دغه‌راز د اوربند او د بشري وضعیت د ښه کېدو غوښتنه هم وکړه.

په عین حال کې د بریتانیا پوځي استخباراتو پرون وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نه‌دي لیدل شوي چې په اوکراین کې د جګړې په ډګر کې د روسي ځواکونو په دریځ کې دې د پام وړ بدلون راغلی وي، خو وایي چې روسي ځواکونو چې د بندري ښار ماریوپول د کنټرول لپاره جګړه مخ ته وړي، د دې ښار په جنوب کې نور هم پرمختګ کړی دی.

د ماریوپول ښاروال وادیم بایچینکو وویل، دا ښار له یوه بشري ناورین سره مخامخ دی او باید په بشپړه توګه له خلکو خالي شي.

دغه‌راز د اوکراین د پوځي استخباراتو مشر کیریلو بودانوف روسیه تورنه کړه چې هڅه کوي اوکراین لکه د شمالي کوریا او جنوبي کوریا په څېر په دوو برخو ووېشي.

نوموړي پر مسکو دا تور داسې مهال پورې کړ چې د روسیې له ملاتړه برخه‌من د اوکراین د ختیځې سیمې لوهانسک د بېلتون غوښتونکو مشر وړمه ورځ وویل چې له روسیې سره د دې سیمې د یوځای کېدو په اړه به په نږدې راتلونکې کې یوه ټول‌پوښتنه یا ریفرانډم ترسره کړي.

روسیې په ۲۰۱۴ م کال د اوکراین کریمیا ټاپووزمه هم د ورته یوه ریفرانډم له لارې له خپلې خاورې سره ملحق کړې وه.

XS
SM
MD
LG