د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

چارواکو د خارکیف د بېرته نیولو لپاره د تدریجي پرمختګ خبر ورکړ


د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي پرون وویل، چې اوکرایني ځواکونو د خارکیف له څلورو کلیو روسیې ځواکونه ایستلي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي پرون وویل، چې اوکرایني ځواکونو د خارکیف له څلورو کلیو روسیې ځواکونه ایستلي دي.

اوکراین وایي، پوځیانو یې د خارکیف ښار د نیولو لپاره د روسیې پوځیانو پرضد تدریجي پرمختګ کړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي پرون وویل، چې اوکرایني ځواکونو د خارکیف له څلورو کلیو روسیې ځواکونه ایستلي دي.

زیلینسکي په خپلې ویډیویي وینا کې دا هم وویل، چې خلک دې احساساتي کېږي نه او باید داسې تصور ونه شي چې بریالیتوب د اونیو او حتی د ورځو مسئله ده.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

بل لور ته د اوکراین په جنوبي بندر ماریوپول کې روسیي پوځیانو د ازوفستال د فولادو پر فابریکې خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړې ده.

دا په دې ښار کې د اوکرایني ځواکونو وروستی مرکز دی چې لایې هم په لاس کې دی.

مرستندویان وایي، چې لاهم د فولادو په دې فابریکه کې نږدې سل ملکیان ګیر پاتې دي.

اوکراین په داسې وخت کې په جګړو کې د پرمختګونو ادعا کوي، چې د دغه هېواد په ختیځ او جنوب کې جګړې روانې دي او امریکا متحد ایالتونو د خبرداری ورکړی دی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوې اوږدې جګړې لپاره د چمتو کیدو په حال کې دی.

د امریکا د متحد ایالتونو د ملي استخباراتو د ادارې مشره اوریل هاینس پرون د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کمیټې ته وویل، د واشنګتن د ارزونو له مخې ولسمشر پوتین غواړي چې له دنباس پرته ور هاخوا نورو هدفونو ته ځان ورسوي.

نوموړې زیاته کړه، چې د دې له اټکل سره سم ښایي پوتین به داسې انګېري چې د شخړو پر وړاندې تر خپلو دښمنانو ډیر ځواکمن دی او زغم یې لري.

د مېرمن هاینس په وینا، داسې اټکل هم کېږي چې د پوتین د پرېکړو وړاندوینه ونه شي او دی په روسیه کې یو نظامي حکومت اعلان کړي.

بل لور ته په واشنګتن کې د امریکا د استازیو جرګې موافقه وکړه، چې له اوکراین سره څه باندې څلویښت میلیارده ډالر پوځي مرسته وشي، مخکې تر دې چې ولسمشر جو بایډن دا مسئله تایید کړي، سنا یې باید تصویب کړي.

XS
SM
MD
LG