د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

ښايي نن پوتین د اوکراین جګړې په اړه مهم اعلان وکړي


داسې آوازې خپرې شوي، چې پوتین به په دې مراسمو کې د اوکراین د جګړې اړوند یو مهم اعلان وکړي.
داسې آوازې خپرې شوي، چې پوتین به په دې مراسمو کې د اوکراین د جګړې اړوند یو مهم اعلان وکړي.

په داسې حال کې چې مسکو په دوهمه نړیواله جګړه کې پر جرمني د متحدینو د بریا د ورځې نمانځنې ته تیاري نیسي، په اوکراین کې د روسیې پوځي عملیات لاهم دوام لري.

د مې د نهمې، په دوهمه نړیواله جګړه کې پر ناڅي جرمني د متحدینو په بریا کې د پخواني شوروي اتحاد د ونډې د نمانځنې په هدف نن په مسکو کې ځانګړي مراسم په پام کې دي او تمه ده چې ولسمشر ولادیمیرپوتین به په دې مراسمو او پوځي پرېډ کې ګډون وکړي.

داسې آوازې هم خپرې شوي، چې ښاغلی پوتین به په دې مراسمو کې د اوکراین د جګړې اړوند یو مهم اعلان وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په اوکراین کې د روسیې پوځي عملیات لاهم روان دي خو د روسیې پوځ تراوسه نه دی توانېدلی چې په آزوف بحیره کې د ماریوپول د بندري ښار نیول بشپړ کړي.

د دې ښار د فولادو په لویه فابریکه کې د ۲۰۰۰ په شاوخوا کې اوکرایني جنګیالي لاهم په کلابند حالت کې پاتې دي او ژمنه یې کړې چې تر پایه به مقاومت ته دوام ورکړي.

د آزوفسټال د فولادو فابریکې د پوځي قطعې مرستیال قوماندان سویتوسلاو پالامار پرون په یوه آنلاین خبري کنفرانس کې وویل: "موږ به تر څو چې ژوندي یو، د روسي اشغالګرو د مخنیوي لپاره جګړې ته دوام ورکړو. "

د دې سرتېرو مقاومت اوس یوه سیمبولیکه بڼه غوره کړې ځکه روسیه هیله لري چې د مې د نهمې د مراسمو له پای ته رسېدو مخکې دا فابریکه ونیسي او د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي هم پردې ځای د روسيې د پوځ د حملو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي

د اوکراین ولسمشر هم پرون د مې په اتمه پر ناڅي جرمني د متحدینو د بریا د ورځې په مناسبت په خپله وینا کې وویل، چې روسیې پر اوکراین د یرغل پرمهال د ناڅي جرمنانو بېرحمۍ تکرار کړې.

زیلینسکي وویل، دی د هغو کسانو ستاینه کوي، چې د زاړه شریر د معاصرې بڼې پر وړاندې د خپل هېواد دفاع کوي.

هغه د نړۍ د اوو پیاوړو هېوادونو د مشرانو یا جي اوه ډلې په آنلاین غونډه کې هم ګډون وکړ.

د دې ډلې مشرانو په خپله غونډه کې په دوهمه نړیواله جګړه کې پر ناڅي جرمني د بریا ورځ په دې ژمنه ونمانځله چې پر اوکراین د جګړې په خاطر به له پوتین او د بېلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا په ګډون د هغه له نژدې ملګرو سره حساب کتاب وکړي.

XS
SM
MD
LG