د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۸

واشنګټن: روسیه په اوکراین کې د یوې اوږدې جګړې لپاره چمتو کېږي

د اوکراین په ماریپول کې د روانې جګړې یوه صحنه
د اوکراین په ماریپول کې د روانې جګړې یوه صحنه

په واشنګټن کې د یوې استخباراتي ارزونې له مخې، د روسیې ولسمشر په اوکراین کې د یوې اوږدې جګړې لپاره چمتو کېږي.

د دې علت دا ښوول شوی دی چې ولادیمیر پوتین د اوکراین له ختیځه ورها خوا پراخ پلانونه لري.

بل لور ته مسکو ویلي دي، چې سبا به د ملګرو ملتو له لوري د اوکراین په اړه جوړې شوې غونډې ته خپل استازی ونه لېږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د امریکا د متحد ایالتونو د ملي استخباراتو د ادارې مشره اوریل هاینس وایي، په دې باور ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې اوږدمهاله جګړې ته چمتوالی نیسي.

مېرمن هاینس پرون د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کمیټې ته وویل، د واشنګټن د ارزونو له مخې ولسمشر پوتین غواړي چې له دنباس پرته ور هاخوا نورو هدفونو ته ځان ورسوي.

نوموړې زیاته کړه، چې د دې له اټکل سره سم ښایي پوتین به داسې انګېري چې د شخړو پر وړاندې تر خپلو دښمنانو ډېر ځواکمن دی او زغم یې لري.

د مېرمن هاینس په وینا، داسې اټکل هم کېږي چې د پوتین د پرېکړو وړاندوینه ونه شي او دی په روسیه کې یو نظامي حکومت اعلان کړي.

روسیې د فبروري په څلورویشتمه پر اوکراین بریدونه پيل کړل چې د لویدیځ له سخت غبرګون سره مخامخ شول او پر روسیې یې پراخ بندیزونه ولګول.

له بل پلوه روسیې پرون وویل، چې د اوکراین په اړه به د ملګرو ملتو د بشري حقونو په ځانګړې غونډه کې برخه وانخلي.

د ملګرو ملتو د بشري حقونو شورا پرون اعلان وکړ، چې د کییف په غوښتنه به په اوکراین کې د بشري حقونو د وضعیت د ارزونې په خاطر غونډه وکړي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخرووا وایي، چې د روسیې استازی به دې غونډې ته ورنه شي.

دې دا غونډه یوه نوې سیاسي لوبه وبلله او ویې ویل چې په داسې غونډو کې د روسیې خبرې نه اورېدل کېږي.

ملګرو ملتو ویلي دي، چې پر اوکراین د روسیې د برید له پیله تر اوسه تر پنځه میلیونه ډېر اوکراینیان مجبوره شوې دي چې له خپل هېواده کډوال شي او په نورو هېوادونو کې پناه واخلي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG