د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

لويډ اسټن: اوکراين کې د روسيې ماتې به کريملين پر بل ځای له يرغل راوګرځوي


د امريکا د دفاع او کورنيو چارو وزيران اوکراين کې
د امريکا د دفاع او کورنيو چارو وزيران اوکراين کې

په داسې حال کې چې د روسیې ځواکونو د اوکراین پر ختیځ بریدونه زیات کړي، د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن هېله څرګنده کړه چې په اوکراین کې د روسیې ماتې به کریملین له دې را وګرځوي چې پر بل ځای یرغل ونکړي.

اسټن دغه څرګندونې خبریالانو ته وروسته له هغې وکړې چې ده د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلیکین سره یوځای د یکشنبې په ورځ له اوکراین څخه کتنه ترسره کړه.

اسټن وویل، واشنګټن غواړي روسیه دومره کمزورې وویني چې نور ونشي کړای هغه څه چې دې هېواد پر اوکراین د یرغل په ترڅ کې ترسره کړي او زیاته یې کړه چې کییف تر اوسه کولای شي دغه جګړه وګټي که یې لازم ملاتړ وشي.

اسټن او بلینکن له کییف څخه د کتنې په ترڅ کې له اوکراین سره د ۷۰۰ ملییون ډالرو په ارزښت د اضافي پوځي مرستې اعلان وکړ.

دا له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، په دوو میاشتو کې د امریکا تر ټولو جګپوړي چارواکي دي چې له کییف څخه کتنه ترسره کوي.

دا په دوومیاشتو کې د امریکا ترټولو جګپوړي چارواکي دي چې له کییف څخه کتنه ترسره کوي
دا په دوومیاشتو کې د امریکا ترټولو جګپوړي چارواکي دي چې له کییف څخه کتنه ترسره کوي

د تېر کال د جنوري له میاشتې راهیسې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن دنده پیل کړې، متحدو ایالتونو له اوکراین سره د شاوخوا ۴ ملیارډ ډالرو پوځي مرسته کړې او تیره اونۍ یې هم له دې هېواد سره د اته سوه ملیون ډالرو مرستې اعلان کړی و.

د بریتانیا دفاع وزارت نن په یوه ټویټ کې وویل چې د اوکراین په ختیځ دونباس سیمه کې د کریمینا ښار د روسي ځواکونو لاس ته لویدلی دی.

په دې ښار کې له څو ورځو راهیسې کوڅه په کوڅه جګړه روانه وه چې له دې ښاره یې د ملکیانو وتل ستونزمن کړي و.

د بریتانیا پوځ دغه راز ویلي، په داسې حال کې چې روسي ځواکونه د دونباس سیمې په سلویانسک او کراماتورسک ښارونو کې د وړاندې تګ هڅې کوي، د اوکراین په جنوبي ښار آیزیوم کې شدیده جګړه روانه ده.

په ډیپلوماتیک ډګر کې بیا ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتیرش نن د ورځې ناوخته په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولاد میرپوتین سره وګوري خو د راپورونو له مخې مخکینیو ډیپلوماتیکو ناکامو هڅو ته په پام له دغې کتنې هم ډېره تمه نه کیږي چې هغه به د پام وړنتیجه ورکړي.

دغه کتنه وروسته له هغې ترسره کیږي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف پرون دوشنبې وویل چې له اوکراین سره د لویدیځ پوځي مرستې دا معنا لري چې ناټو په حقیقت کې نیابتي ډلې ته وسلې ورکوي او په نیابتي توګه له روسیې سره په جنګ کې ده.

هغه زیاته کړه چې اوکراین ته د لویدیځ وسلې د روسیې ځواکونو د حملو یو قانوني هدف ګرځېدلي شي.

لاوروف دغه راز د دریمې نړیوالې جګړې د پېښېدو خبرداری هم ورکړ او ویې ویل چې د دې خطر ډېر دی چې جګړه کې اټومي وسلې وکارول شي.

خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا وویل، لاوروف دغه څرګندونې یوازې د دې لپاره کوي چې لویدیځ د اوکراین د ملاتړ په خاطر وبیروي.

XS
SM
MD
LG