د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

اوکراين کې د سختو جګړو راپورونه؛ د امریکا دوه وزیران کییف ته ځي


اوکراین کې د جګړې له امله د ويجاړې شوې ودانۍ څنډه
اوکراین کې د جګړې له امله د ويجاړې شوې ودانۍ څنډه

په داسې حال کې چې په اوکراین کې روانه جګړه د دې هېواد په ختیځ کې شدیده شوې، ټاکل شوې وه چې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیران پر اوکراین د روسیې د یرغل وروسته نن د لومړي ځل لپاره کییف ته ولاړ شي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرون اعلان وکړ چې دی به په کییف کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرانتوني بلېنکېن او د دفاع له وزیر لویډ اسټن سره وګوري.

که دغه سفر ترسره شي، دا به د اروپایي ټولنې تر یو شمېر مشرانو وروسته لومړی ځل وي چې جګپوړي امریکایي چارواکي کییف ته ځي.

سپینې ماڼۍ کییف ته د بلېنکېن او اسټن د سفر پلان نه دی تایید کړی او د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو هم په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې.

اوکراین ته د امریکایي جګپوړو چارواکو د ورتلو خبره د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرون په یوه ویډیویي پیغام کې وکړه او ویې ویل چې دی د یکشنبې په ورځ له خپلو امریکایي شریکانو سره د مهمو خبرو لپاره تیاری نیسي.

د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي
د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي

په عین حال کې روسي ځواکونو هڅې کړي چې د اوکراین په جنوبي ښار ماریوپول کې د فولادو پریوې فابریکې چې سرتېرو او ملکیانو په کې پناه اخیستې، یرغل وکړي.

روسیه هڅه کوي چې په ماریپول ښارکې د مقاومت وروستۍ ډله ماته کړي.

اوکراین وایي چې په سلګونو ملکیان او سرتېري یې د ماریپول د فولادو په فابریکه کې دننه بند پاتې دي.

د اوکراین د ولسمشر سلاکار اولیکسي اریستوویچ پرون شنبې وویل چې روسي ځواکونو پردغې فابریکې هوایي بریدونه بیا پیل کړي دي.

په عین حال کې له ماریپول څخه د وروستیو ملکیانو د ایستلو لپاره هڅې پرون بیا ناکامه شوې.

په امریکا کې میشت د جګړې د مطالعاتو انستیتوت ویلي، داسې نه ښکاري چې د روسیې پوځ دې د خپلو سرتیرو د پیاوړي کولویا ځای پرځای کولو بهیرځنډولی وي، بلکې احتمال شته چې خپل بریدونه لا ګړندي کړي.

دې انستیتوت په وروستي تحلیل کې ویلي چې روسي ځواکونه به ښایې په را روانو ورځو کې ځمکنۍ تهاجمي عملیات پراخ کړي خو دا نه ده څرګنده چې په کومه اندازه او څومره ژر به دوی دغه بریدونه پیل کړي.

XS
SM
MD
LG