د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

د اوکراین جګړه‌؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي د جګړې پای په موخه مسکو ته ځي


د ملګروملتونو سرمنشي انتونیوګوتېریش
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیوګوتېریش

ټاکل شوې چې د ملګروملتونو سرمنشي د سه شنبې په ورځ مسکو ته ولاړ شي څو د روسیې له ولسمشر او د بهرنیو چارو له وزیر سره د اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړي.

د ملګروملتونو سرمنشي وايي، هیله لري چې مسکو ته د ده سفر او د روسیې له جګپوړو چارواکو سره لیده کاته به اوکراین ته سوله راولي.

ټاکل شوې چې انتونیوګوتېریش د سه شنبې په ورځ د اپریل په ۲۶مه مسکو ته د سفر پرمهال له ولسمشر ولادیمیرپوتین او د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف سره وګوري.

د سرمنشي مرستیال ویاندې ایري کانیکو د ګوتېرېش د سفر د اجنډا جزییات پرون په نیویارک کې له خبریالانو سره شریک کړل.

کانیکو زیاته کړه: "څه چې تردې دمه په اجنډا کې دي، د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه او غرمنۍ ده. بیا به په همدې ورځ د ملګروملتونو سرمنشي له ولسمشر پوتین سره وګوري. څرنګه چې پوهېږئ ښاغلي ګوتېریش دواړو ولسمشرانو ته لیکلي دي چې دی تمه لري په اوکراین کې د سولې د سمدستي ټینګښت په اړه له دوی سره خبرې وکړي."

ښاغلي ګوتېریش په دې وروستیو کې په ملګروملتونو کې د روسیې او او کراین ماموریتونو ته لیکونه سپارلي وو.

د سرمنشي دفتر وايي، د اوکراین له حکومت سره هم خبرې روانې دي څو کییف ته د ګوتېریش د سفر نېټه وټاکل شي.

له سیاسي هڅو سره سره په اوکراین کې د جګړې ډګر په تېره د دې هېواد په جنوب کې لاهم تود دی.

د اوکراین په ماریپول کې د ویجاړې شوې ودانۍ انځور
د اوکراین په ماریپول کې د ویجاړې شوې ودانۍ انځور

د روسیې یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي چې هېواد یې غواړي د اوکراین په جنوب کې پر دونباس او همداراز پر ځینو جنوبي سیمو بشپړه ولکه ټینګه کړي.

د روسیې د مرکزي سیمو د پوځي قرارګاه سرپرست قوماندان رستم مینیکایف پرون وویل، د اوکراین پر جنوبي سیمو ولکه به د مالدووا ترانسدینستر سیمې ته چې د روسیې پلوي ده د مسکو لاسرسی آسانه کړي.

د اوکراین دفاع وزارت په یوه ټویټ کې ویلي چې روسیه د دې هېواد پر جنوبي سیمو له ولکې وروسته غواړي مالدووا هم ونیسي.

مالدووا له اوکراین او رومانیا سره چې د ناټو غړی هېواد دی ګډه پوله لري.

سبا د اپرېل په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل دوه میاشتې پوره کېږي خو د اوربند او ډيپلوماسۍ لپاره هڅو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې او برعکس په تېره یوه اونۍ کې د اوکراین په ختیځ او جنوب کې جګړو زور اخیستی.

XS
SM
MD
LG