د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱ کابل ۰۲:۳۸

نړۍ

کاناډايۍ وزیره د جي ۲۰ ناسته کې د روسیې د ګډون په اعتراض له غونډې وتلې

کریستیا فریلند

د کاناډا د مالیې وزیرې کریستیا فریلند وايي چې پرون چهارشنبې د جي ۲۰ په ناسته کې د روسیې د ګډون په اعتراض کې له غونډې ووته.

دې پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې په واشنګټن کې د جي شل د دې اوونۍ ناستې د نړۍ د اقتصاد د ملاتړ لپاره دي.

دا، چې د کاناډا د صدراعظم مرستیاله هم ده، وايي چې پر اوکراین د روسیې غیرقانوني یرغل د نړۍ اقتصاد ته جدي ګواښ دی او روسیه باید په دې ناستو کې ګډون ونه کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اوکراين پر غلا شوې غله بار روسي بېړۍ نيولې

ارشيف

په ترکیه کې د اوکراین سفیر وايي، اوکرایني ځواکونو یوه بېړۍ نیولې چې د روسانو له لوري د اوکراین غلا شوې غله پکې بار وه.

رویټرز خبري اژانس په دې اړه د ترلاسه کړیو اسنادو له مخې ویلي چې اوکراین په وروستیو ورځو کې له ترکیې غوښتي و د روسیې ژیبک ژولي بېړۍ ودروي.

د رویټرز خبریالانو ژیبک ژولي بېړۍ لیدلې چې د کاراسو بندر د اوبو په غاړه درول شوې ده.

د لسګونو هېوادونو مشران نن د اوکراين پر بيا رغونه خبرې کوي

ارشيف

د لسګونو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو مشران نن په اوکراین کې د بیا رغونې پر موضوع غونډه کوي.

د سویس په لوګانو ښار کې د دې غونډې هدف په اوکراین کې د بیارغونې د لارې د نقشې برابرول دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په اوکراین کې د روسیې جګړه لا هم په شدت سره روانه ده.

په هغو کسانو کې چې دغې دوه ورځنۍ غونډې ته ورځي د اوکراین صدر اعظم دینیس شميهال هم د اروپايي کمېسیون مشره اورزلا وان دیرلین هم شامل دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي به په مجازي ډول په دې غونډه کې برخه واخلي.

اوکراین دا مهال د پاکو اوبو، بدرفت، انرژۍ، انټرنټي خدماتو او نورو کارونو ته اړتیا لري.

ډنمارک: کوپنهاګن کې درې کسان په يوه بريد کې وژل شوي

ارشيف

د ډنمارک د پلازمېنې کوپنهاګن له ګڼه ګوڼې په یوه ډک پلورنځای کې د یوه وسله‌وال کس په حمله کې درې کسان ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

د پولیسو یوه چارواکي سورن توماسن تېره شپه خبریالانو ته وویل دغه ۲۲ کلن ډنمارکی تر حملې وروسته ونیول شول.

د ده په خبره داسې نه ښکاري چې په دې حمله کې دې بل څوک هم دخیل وي، خو پولیس لا هم څېړنه کوي.

په ډنمارک کې د وسلې په ذریعه د تاوتریخوالي پېښې ډېرې نه کېږي.

پولیس وايي لا وختي ده چې د پرونۍ دغې حملې د انګېزې په باب څه وویل شوي.

د اسټراليا صدر اعظم اوکراين سره د وسلو د مرستې ژمنه وکړه

د اسټرالیا صدر اعظم انتوني البانیزي

د اسټرالیا صدر اعظم انتوني البانیزي د روسیې د یرغل په وړاندې له اوکراین سره د وسلو د مرستې ژمنه کړې ده.

نوموړي دا ژمنه پرون په کییف کې د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره په کتنه کې وکړه.

ښاغلي البانیزي وویل، نوې پوځي مرسته به د شاوخوا ۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت وي.

ولسمشر زیلینسکي وویل چې استرالیا له اوکراین سره د پام وړ مرستې کوي، په ځانګړې توګه د دفاعي ملاتړ په برخه کې.

دا اوکراین ته د استرالیا د صدراعظم لومړی سفر دی.

تر دې مخکې هم یو شمېر لوېدیځو مشرانو له اوکراینه د خپل ملاتړ د څرګندولو لپاره دغه هېواد ته سفرونه کړي او د امریکا او بریټانیا په څېرو ځینو دولتونو بیا د راکټي او دفاعي سیسټمونو په برخه کې د اوکراین له پوځ سره پراخه مرسته هم کړې ده.

په پاکستان کې د موټر چپه کېدو پېښې له امله ۱۹ کسان مړه شوي

روغتیايي کارکوونکي د ټپیانو د لېږدولو پرمهال

د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د یوه مسافروړونکي موټر د چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه شوي او تر ۱۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

دغه بس د سخت باران پر مهال په یوه غرنۍ سیمه کې له سړک څخه واوښت.

د بلوچستان ایالت په شیراني سیمه کې د پولیسو یوه محلي چارواکي، مهتاب شاه نن یکشنبه ویلي، دغه بس له اسلام اباد څخه د بلوچستان مرکز کوټې ته روان و.

روسي چارواکي: د اوکراین لوهانسک سیمه په بشپړ ډول ازاده شوې

لوهانسک کې د روسي ځواکونو د برید له امله د ویجاړې شوې ودانۍ انځور

د راپورونو له مخې د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو نن د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته ویلي، چې روسي ځواکونو د اوکراین د ختیځ لوهانسک سیمه په بشپړ ډول ازاده کړې ده.

شویګو ویلي، چې روسي ځواکونو او د مسکو ملاتړو وسله والو د لیسچیانسک پر ښار چې په وروستیو څو ورځو کې د سختو جګړې ډګر و، بشپړه ولکه ټینګه کړې ده.

دا ګڼ نفوسه ښار د لوهانسک د سیمې هغه وروستۍ لوی ښار و چې ځینې برخې یې د اوکراین په کنټرول کې وې.

د روسیې دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شویګو د روسیې د وسله والو ځواکونو اعلا قومندان ولادمیر پوتین ته د لوهانسک جمهوریت د بشپړ ازادېدو خبر ورکړی دی.

د روسیې دولتي رسنیو د دې وزارت د ویاند ایګور کونا شینکو له قوله خبر ورکړی، چې ویلي یې دي، روسي ځواکونه په لیسچیانسک کې دننه د هغو وسله والو پرضد جګړه مخ ته وړي چې محاصره دي او په دې توګه د دښمن ماتې بشپړوي.

د سیمې کییف پلوي والي سیرهي هایدې پرټیلیګرام لیکلي، چې روسي ځواکونو په دې ښار کې پرمختګ کړی دی.

له دې مخکې د اوکراین د ولسمشریوه سلاکار اولیکسي اریستوویچ ویلي و، چې روسي ځواکونو په دې ښار کې یو ګواښونکی وضعیت رامنځته کړی دی.

منچسټر یونایټېډ د رونالډو غوښتنې ته منفي ځواب ورکړ

کړیسټیانو رونالډو

منچسټر یونایټېډ د رونالډو د وتو رسمي غوښتنې ته منفي ځواب ورکړ.

د ورزشي اژانسو د راپورنو له مخې، د منچسټر یونایټېډ فوټبال لوبډلې پرتګالي ستوری کړیسټیانو رونالډو پلان لري چې د نړۍ تر ټولو مهم ټورنمېنټ د اروپا د اتلانو لیګ کې د لوبیدو چانس ترلاسه کولو لپاره د انګلستان لوبډله پرېږدي.

که څه هم د منچسټر یونایټېډ سره د کریسټیانو رونالډو د یوځای کېدو پوره کال نه دی تېر شوی، خو هغه غواړي دا ټیم پرېږدي.

راپورونه د ۳۷ کلن رونالډو دغه پرېکړه د اروپا د اتلانو لیګ په سیالیو کې د هغه ګډون بولي.

د معلوماتو له مخې، د منچسټر سره د رونالډو تړون دوه کلن دی چې د درېیم کال لپاره د تمدید امکان لري خو پرتګالي لوبغاړی نه غواړي د خپل لوبې وروستۍ کال په داسې ټیم کې تېر کړي چې په راتلونکي کال د اروپا اتلانو لیګ کې ځای ونه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سوريې ته تللی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په داسې حال کې سوريې ته تللی، چې ترکیې د سوریې په شمال کې پر کرد ملیشو د برید ګواښونه کړي.

تېرې یوې میاشت کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان څو ځلې ګواښ کړی، چې هېواد به یې د سوریې په شمال کې د دوو سیمو پر ضد نوي پوځي عملیات وکړي او په دغو سیمو کې به کرد ملیشې چې، هغه یې «ترهګر» بولي، په نښه کړي.

عبداللهیان پرون سوریې د سفر پر مهال وویل چې په سیمه کې د ترکیې او سوریې تر منځ د سولې او امنیت د راوستلو په هدف هڅې کوي او ایران د یوه نوي جنجال د رامنځته کېدو مخه نیسي.

هغه په سوریه کې د دغه هېواد له ولسمشر بشار اسد سره کتلي او د ایرنا د راپور په اساس لویدیځ هېوادونه یې تورن کړي، چې په سوریه کې د سولې او ثبات په تړاو ادعاوې یې د ده په خبره واقعیت نه لري.

په قره قالپاګستان کې لاریون کوونکو د حکومتي ودانیو د نیولو هڅه کړې

ارشیف

د ازبکستان په ناکراره قره قالپاګستان خودمختاره جمهوریت کې لاریون کوونکو په اساسي قانون کې د ځينو بدلونو د راوستلو د پلان په غبرګون د حکومتي ودانیو د نیولو هڅه وکړه.

که اساسي قانون کې پلان شوي تعدیلات راشي له دې خودمختاره سیمې هغه واک اخلي چې په اساس یې کولای شوای له ازبکستان څخه خپلواکي وغواړي.

سیمه ییزو چارواکو لاریون کوونکي بلواګر یاد کړي او ویلي یې دي، چې خلک یې د حکومتي ودانیو د نیولو لپاره په پلازمېنه نوکس ښار کې سره ټول کړي و او غوښتل یې خلک سره وویشي او ګډوډي رامنځته کړي.

د راپورونو په اساس ګڼ دا لاریون کوونکي د امنیتي ځواکونو له خوا بندیان شوي دي.

د ایران په سویل کې زلزلې ۴۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د دولتي تلوېزیون د راپور له مخې د ریښتر په مقیاس ۶ اعشاریه ۳ درجې دې زلزله کې لږ تر لږه ۵ کسان مړه او ۴۴ نور ټپیان شوي دي.

د ایران چارواکو نن ویلي چې یوې زورورې زلزلې د دغه هېواد سویلي برخه ولړزوله.

د دولتي تلوېزیون د راپور له مخې د ریښتر په مقیاس ۶ اعشاریه ۳ درجې دې زلزله کې لږ تر لږه ۵ کسان مړه او ۴۴ نور ټپیان شوي دي.

د زلزلې مرکز د تهران د سویل په ۱۰۰۰ کیلومترۍ هرمزګان ولایت کې ثبت شوې دی.

د اوکراین په میکولایف کې نن د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي

اوکراین کې د روسي توغندي له امله د یوې نړېدلې ودانۍ وضعیت

د اوکراین په میکولایف ښار کې نن د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د دې ښار، ښاروال الکساندر سینکیویچ د ټلګرام په یوه پیغام کې د چاودنو خبر تایید کړی او له خلکو یې غوښتنه کړې چې په خپلو پناهځایونو کې پاتې شي.

تر دې مخکې پرون جمعه د اوکراین چارواکو ویلي وو، چې په سیرهي­یفکا ښار کې پر یوه استوګنیزه ودانۍ او تفریحي مرکز د روسیې راکټونه لګېدلي، چې د دوو ماشومانو په ګډون د ۲۱ ملکیانو د وژل کېدو او ۳۸ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.

دغه ښار د اودیسه په ۵۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

امریکا د بشري ویزو د اخیستو شرایط اسانه کړي

پر کانګرس د امریکا بیرغ

د امریکا حکومت بې له دې چې اعلان وکړي د هغو کسانو لپاره چې غواړي د بشري خواخوږۍ پر اساس د امریکا په متحدو ایالتونو کې پناه واخلي، د شرایطو قوانین پراخ کړي دي.

د سي بي ایس تلویزیون د راپور له مخې، د بایډن ادارې دا کار وروسته له دې کړی چې د زرګونو افغانانو د پناه د غوښتنلیکونو د ردولو په خاطر له انتقادونو سره مخامخ شوه.

په راپور کې ویل شوي، چې د امریکا حکومت په دې برخه کې خپله پالیسي په وروستیو میاشتو کې بدله کړې ده.

د پاکستان اقتصادي بحران؛ د تېلو بیه بیا لوړه شوې

ارشیف

په پاکستان کې د تېلو بیه یو وار بیا لوړه شوه.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، پرون د هر لیتر پټرولو په بیه کې نږدې ۱۵ روپۍ او د هر لیتر ډیزل په بیه کې څه باندې ۱۳ روپۍ زیاتوالی راغی.

د سونګ د نورو موادو لکه خاورو تېلو بیه هم په هر لیتر کې له ۱۸ تر ۲۰ روپیو پورې لوړه شوې ده.

په تېره یوه میاشت کې په پاکستان کې د تېلو په هر لیتر کې نږدې ۱۰۰ روپۍ زیاتوالی راغلی دی.

په پاکستان کې بیا د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي

د پاکستان د روغتیا د ملي ادارې پر اساس د کرونا د مثبتو پېښو شمېر په تېرو څلور نیمو میاشتو کې تر ټولو لوړ حد ته رسېدلی دی.

د پاکستان د روغتیا کلي اداره وايي، په دغه هېواد کې یو وار بیا د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي دي.

پرون جمعه په دغه هېواد کې د کرونا ۶۹۴ مثبتې پېښې ثبت شوې خو ویل کېږي چې په پاکستان کې د کرونا ډېرې پېښې رسماً نه ثبت کېږي.

د پاکستان د روغتیا د ملي ادارې پر اساس د کرونا د مثبتو پېښو شمېر په تېرو څلور نیمو میاشتو کې تر ټولو لوړ حد ته رسېدلی دی.

د اټومي موافقې په خاطر ايران امريکا سره خبرو ته چمتووالی ښودلی

بیرق ملی ایران

ایران وايي، د نړۍ له سترو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د بیا احیا کولو په برخه کې د وروستیو خنډونو د لرې کولو په خاطر له امریکا سره نورو غیر مستقیمو خبرو ته چمتو دی.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر مجید تخت روانچي پرون (د جون ۳۰) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د ایران مذاکره کوونکی ټیم یوې هوکړې او نتیجې ته د رسېدو لپاره رغنده تعامل ته چمتو دی.

تخت روانچي دا څرګندونې داسې وخت وکړې چې په قطر کې د ایران او امریکا تر منځ خبرې ناکامه شوې. ایران او امریکا یو بل د دغو خبرو اترو په نه پرمختګ کې پړ بولي.

واشنګټن ویلي چې ایران غیر مرتبطې مسلې راپورته کوي خو تهران وايي د ایران د اقتصادي ګټو په نه تضمین سره امریکا د خبرو لپاره لوی خنډ جوړوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG