د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

روسي پوځیانو د اوکراین په ختیځ کې پراخو عملیاتو ته دوام ورکړى


د روسیې او اوکرایني پوځیانو ترمنځ د جګړې يوه صحنه
د روسیې او اوکرایني پوځیانو ترمنځ د جګړې يوه صحنه

روسي پوځیانو د اوکراین په ختیځ کې پراخو عملیاتو ته وروسته تر دې ادامه ورکړه چې کییف له روسیې سره د خبرو لپاره وړاندیز وکړ چې د ماريپول په ښار کې دې خبرې وشي.

روسانو په ماریپول کې اوکرایني ځواکونو ته د تسلیمي لپاره ضرب الاجل ټاکلی و چې پرون پای ته ورسېد.

د بریتانیا دفاع وزارت نن خبر ورکړ چې په دنباس کې مېشت روسیي پوځیان د کراماتورسک د ښار په لور د پرمختګ په حال کې دي او اوکرایني پوځیان یې په توغندیو په نښه کوي.

د بریتانیا دفاع وزارت په ټویټر کې لیکلي دي، چې په سیمه کې په لوړه کچه د هوا له لارې هم روسیي الوتکو عملیات روان کړې دي او غواړي چې د اوکراین د هوایي دفاع وړتیا له منځه یوسي.

له نژدې اتو اونیو راهیسې چې ماسکو ونه توانېد چې پلازمېنه کییف او نورې پراخې سیمې او ستراتیژیک ښارونه ونیسي، اوس وایي چې هدف یې دا دی چې د دنباسک او لوهانسک ولایتونه ونیسي.

په دې سیمو کې له ۲۰۱۴ کال راهیسې روسیي پلوه بېلتون غوښتونکي د اوکراین پرضد جګړه مخته وړي.

د اوکراین د صدارعظم مرستیالې ارینا ویریشچوک وویل، چې له ماریپول ښار څخه د ملکیانو د ایستلو هڅې له پلان سره مخته نه ځي، دې په دې برخه کې روسیي ځواکونه پړ وبلل.

د اوکراین د مرکچي پلاوي مشر میخایلو پودولیک وویل، چې اوکراین پرته له څه شرطه د سولې خبرو ته چمتو دی، د اوکراین د مرکچي پلاوي بل مهم غړي ډویډ اریخامیا بیا په ټیلګرام کې لیکلي دي چې دی او پودولیک تیار دي چې ماریپول ته ولاړ شي او له روسیانو سره د اوکراین د پوځي ګارنیزیون او ملکیانو پر ایستلو خبرې وکړي.

اریخامیا زیاته کړه، چې دی او پودولیک په ماریپول کې له اوکرایني پوځیانو سره په تماس کې دي.

خو د چیچن جمهوریت مشر رمضان قادروف چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نژدې ملاتړی دی وایي چې روسیې پوځیان به نن په ماریپول کې د مقاومت وروستی اصلي مرکز ونیسي.

XS
SM
MD
LG