د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

روسيې کلا بندو شويو اوکرايني پوځيانو د تسليمۍ لپاره ضرب الاجل وټاکه


ارشيف: د اوکراين د جګړې يو انځور
ارشيف: د اوکراين د جګړې يو انځور

دغو اوکرایني پوځیانو د ماریوپول په یوه صنعتي ودانۍ کې داسې مهال سنګر نیولی چې روسیې د اوکراین پر ختیځ بریدونه ګړندي کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت وایي، د بشرپالنې د اصل پر بنسټ یې ځواکونه یو ځل بیا وړاندیز کوي چې په اوکراین کې ملتپاله او بهرني جنګیالي دې نن له ماسپښین وروسته جګړه ودروي او وسلې پر ځمکه کښېږدي.

بل لورته اوکرایني پوځیانو نن وختي ویلي، روسیي ځواکونو ماريوپول کې د ازوفستال په نوم د فولادو پر هغې کارخونې بریدونه جاري ساتلي چې اوکرایني سرتیري او عام خلک په کې ځای پر ځای دي.

د اوکراین یوه قومندان بیا تازه د مرستې ناهیلې کوونکې غوښتنه کړې او ویلې یې دي، سمندري ځواکونه یې چې له ازوفستاله دفاع کوي، که د ژوند په وروستیو ساعتونو کې نه وي، نو وروستیو ورځو کې دي.

قومندان سرهي ولینا ( Serhiy Volyna ) ویلي، دښمنان يعنې روسي ځواکونه د شمېر له اړخه پر دوی ډېر دي او د دوی هر یو سرتېری له لسو روسانو سره مخامخ دی.
د ماریوپول بندري ښار نیول روسیې ته په سیمه کې یو کلیدي ښار دی ځکه د روسیې له هغه پلان سره مرسته کوي چې غواړي ماريوپول د اوکراین له ختیځ او کریمیا ټاپوزمې سره ونښلوي.

د اوکراین ختیځ مخکې له مخکې د روسي ځواکونو په لاس کې دی او کریمیا ټاپوزمه یې ۲۰۱۴ کال کې له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

ماریوپول او د اوکراین نورو سیمو کې جګړه داسې مهال روانه ده چې د مارچ له ۲۹مې راهیسې د کیف او مسکو مرکچیان خبرو ته نه دي سره ناست.

معلومه نه ده چې د اوکراین او روسیې ترمنځ به بل پړاو مخامخ خبرې به څه وخت امکان ولري، ځکه روسیې دا مهال د ځانګړو عملیاتو دویمه ګړندۍ لړۍ پيل کړې ده.

په همدې حال کې لویدیځ هېوادونه اوکراین ته د نورو درنو وسلو په ورکړه او پر مسکو د لا زیاتو بندیزونو پر لارو چارو غور کوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوکراین د جګړې په اړه د فرانسې، بریتانیا، جرمني، رومانیا، پولنډ، ایټالیا، کاناډا او جاپان له مشرانو سره ویډیویي غونډه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي له دغو خبرو وروسته ویلي " مونږ به اوکراین ته ډېر نور مهمات او پوځي مرستې برابرې کړو".

د امریکا ولسمشر جوبایډن هم خبریالانو ته ویلي چې اوکراین ته د دوی راتلونکې مرسته به توپخانه یی وسلې وي.

د جرمني، بریتانیا او نورو لویدیځو هېوادونو مشرانو هم اوکراین ته د مرستو ورته ژمنې ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG