د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۶

اروپایي ټولنه: روسیې د نړۍ نظم ته ډېر مستقیم ګواښ رامنځته کړی


د اوکراین په ماریپول کې د روانو جګړه یوه صحنه
د اوکراین په ماریپول کې د روانو جګړه یوه صحنه

د اروپایي ټولنې مشرانو خبرداری ورکړ، چې روسیې د نړۍ نظم ته ډېر مستقیم ګواښ رامنځته کړی دی.

د اروپایي کمیسیون مشرې اورسلا ون دیرلاین او د اروپایي شورا مشر چارلس مېشل نن د جاپان له صدر اعظم فومیو کیشیدا سره د خبرو پر مهال پر روسیې کلکې نیوکې کړي دي.

ون دیرلاین تر دغې کتنې وروسته وویل: "روسیې اوس پر اوکراین د وحشیانه جګړې او له چین سره د اندېښمنونکي تړون له کبله د نړۍ نظم ته مستقیم ګواښ رامنځته کړی دی."

اروپایي مشران داسې مهال پر روسیې نیوکې کوي، چې ټاکل شوې فنلند، چې له روسیې سره ۱۳۴۰ کیلو متره پوله لري، له ناټو تړون سره د غړیتوب پرېکړه اعلان کړي.

دیپلوماتیکو سرچینو رویټرز ته ویلي، ټاکل شوې نن فنلنډ دغه پرېکړه اعلان کړي چې سملاسي به د اروپا او ناټو امنیتي جوړښتونه ورسره بدل شي.

فنلند له ډېره وخته دغې پرېکړې ته په تمه دی او وروسته له هغه چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، فنلند کې عمومي افکار دې خواته واوښتل.

د اوکراین په ختیځ او جنوب کې د جګړې له شدت سره همهاله د جرمني دفاع وزارت ۶۰ اوکرایني سرتېرو ته د یوه پرمختللي توپخانه یي سیستم روزنه پيل کړې ده.

جرمني ژمنه کړې، چې ۷ دغه ډول توپخانه یي سیستمونه به اوکراین ته ورکوي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي ویلي، ده د جرمني له صدر اعظم اولاف شولڅ سره خبرې کړي چې څنګه برلین له اوکراین سره د روسیې خلاف جګړه کې نوره مرسته کولای شي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي

په همدې حال کې روسي ځواکونه لا هم هڅه کوي چې په ماریوپول کې د اوکرایني ځواکونو وروستی مورچل مات کړي.

اوکرایني ځواکونو دغلته د فولادو په یوې کارخونه کې سنګر نیولی دی.

د اوکراین وسله وال پوځ ویلي، خارکییف کې یې یو کلی بیرته له روسي ځواکونو څخه نیولی دی، دا کلی له سرحد سره څلویښت کیلو متره واټن لري.

XS
SM
MD
LG