د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

ځينې شنونکي: ننګرهار کې د يوناما پر ښځينه کارکوونکو بنديز به د مرستو رسولو چارې اغېزمنې کړي


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د طالبانو د فشارونو او محدودیتونو په دوام دا وار د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما ویلي، په ننګرهار کې یې د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیول شوې ده.

یوناما پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، اوسنیو چارواکو ته وايي، چې د ملګرو ملتونو ادارې له ښځینه کارکوونکو پرته د ژوند ژغورنې مرستې تر خلکو نه‌شي رسولی.

عزت الله پېژاند چې په افغانستان کې یې د اروپايي ټولنې له بېلابېلو ادارو سره کار کړی وايي، د طالبانو دا اقدام د بشري مرستو د رسولو چارې نورې هم اغېزمنوي.

سترې ادارې په افغانستان کې خپل کارونه ټکني یا یې هم پرمخ ودروي."
پېژاند

نوموړی وايي: "دغه ډول کړنې او پېښې په افغانستان کې د نړیوالو مرستندویو ادارو پر کارونو ژور اغېز کولی شي. ان د دې خطر هم شته چې د یوناما په څېر نورې سترې ادارې په افغانستان کې خپل کارونه ټکني یا یې هم پرمخ ودروي."

په همدې حال کې ځینو خبریالانو خبر ورکړی، چې یوناما د طالبانو له تازه پرېکړې وروسته په ټولو ولایتونو کې خپلو ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې تر بل امر پورې دې په کورونو کې پاتې شي.

د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې د جمهوري نظام تر سقوط او د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته طالبانو پر ښځو او نجونو خورا زیات محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو په بېلابېلو برخو کې پر نجونو او مېرمنو محدوديتونه لګولي دي.
طالبانو په بېلابېلو برخو کې پر نجونو او مېرمنو محدوديتونه لګولي دي.

ښځې پوهنتونو ته له تګ منع شوي، په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو او نجونو پر کار بندیز لګول شوی، پارکونو، ورزشي کلبونو او عمومي حمامونو ته نه‌شي تلای او نجونې تر شپږم ټولګي پورته له نور تعلیم راګرځول شوې دي.

د رویټرز خبري اژانس په لیکنه، کله چې په تېره ډسمبر میاشت کې ښځې او نجونې په غیردولتي مؤسسو کې له کاره منع شوې، د خیریه کارکوونکو په وینا په افغانستان کې اړو ښځو ته د بشري مرستو رسولو کار خورا سخت شو او ممکن تمویلوونکي د خیریه پروګرامونو له تمویل لاس پر سر شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې روان میلادي کال به په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۸ ملیونه او درې لکه کسانو ته ورسېږي.

د طالبانو له دغه بندیز په لومړیو کې د ملګرو ملتونو او ځینو نړیوالو سازمانونو ښځینه کارکوونکې مستثنی ګڼل شوې وې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال په تېره جنورۍ میاشت کې اندېښنه ښوولې وه، چې د طالبانو چارواکي ښايي په بل پړاو کې په نړیوالو سازمانونو کې هم د ښځو پر کار محدودیت ولګوي.

د رویټرز اژانس په وینا، د طالبانو پر تازه اقدام یې د دوی د ویاند نظر وغوښت، خو هغه په دې اړه سم د لاسه د تبصرې لپاره ونه موندل شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG