د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

د طالبانو حکومت نوی ښوونيز کال له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو له پيل پرته اعلان کړ


د طالبانو له لوري د نوي ښوونيز کال پيل
د طالبانو له لوري د نوي ښوونيز کال پيل

د طالبانو د پوهنې وزارت له‌خوا له ښځينه زده‌کوونکو پرته د نوي ښوونيز کال د پيل اعلان.

يو شمېر هغه نجونې چې ټاکل شوې وه، سږ کال اووم ټولګي ته ولاړې شي وايي، دوی ښوونځيو ته د تګ لپاره چمتووالی نیولی و، خو اوس چې دوی نه‌شي کولای ښوونځي ته ولاړې شي ناهیلې دي.

ښوونځي ته د تګ اجازه نه‌لرم او د بیا خلاصېدو هیڅ هیله یې هم نه‌شته

یوه له دغو نجونو، مروه اکبري، چې د بدخشان ولایت اوسېدونکې، ازادي راډيو ته وویل: "دا چې ښوونځي ته د تګ اجازه نه‌لرم او د بیا خلاصېدو هیڅ هیله یې هم نه‌شته، ډېره خسته یم. ورځ تر بلې نا هیلې کېږم. تېر کلونه به مې مور او پلار ته ویل، چې ماته نوي کال لپاره کالي مه اخلئ، د هغه پر ځای د ښوونځي کالي او د ښوونځي توکي واخلئ. خو سږکال نه د نوي کال شوق دی او نه هم د ښوونځي هیله. زه هیله لرم، چې ښوونځیو زموږ لپاره خلاص شي، څو خپلو خلکو او هېواد ته خدمت وکړم."

په کابل کې یوې بلې زده‌کوونکې، فرشتې ازادي راډیو سره په خبرو کې له طالبانو وغوښتل، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "دا حالت موږ ډېر زوروي، پخوا به مو دا وخت ښوونځيو ته د تګ تیاری نیولو. خو سږ کال ډېر ناهیلې یو. له اسلامي امارت څخه غوښتنه کووم چې ښوونځي پرانیزي."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

دا په داسې حال کې ده چې نوی تعلیمي کال بیا له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو له شتون پرته پیل شو.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختراژانس د سه‌شنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې، طالبانو د کابل په اماني لېسه کې ۱۴۰۲ تعلیمي کال «با کیفیته زده کړو، روښانه راتلونکي» شعار او د ښوونځي د زنګ په وهلو سره پیل کړ.

د باختر اژانس راپور له‌مخې، د پوهنې وزارت د اداري سرچينو مرستيال سيد احمد شهیدخېل وويل، د پوهنې کيفيت د ښه والي لپاره هڅې روانې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس په راپور کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د اعلامیې په حواله ویل شوي، د نجونو لپاره چې شپږم ټولګي پورې ښوونځي يې پرانیستل شوي، د خوندي چاپېریال او اسانتیاو د برابرولو ترڅنګ، باید ټولې ښوونکې، تعلیمي او خدماتي کارکوونکې ښځې وي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې قطر د دغه هېواد په پلازمېنه دوحه کې، په افغانستان کې د زده‌کړو د راتلونکې او ننګونو په اړه، د یوې غونډې کوربه و.

په دې غونډه کې، د طالبانو د حکومت د پوهنې د سرپرست وزیر مولوي سید حبیب په مشرۍ د پوهنې وزارت یو پلاوی، د سویلي اسیا لپاره د یونېسف د سیمه‌ییزې ادارې مدیر جورج لاریا او د ښوونې او روزنې سازمان د ستراتېژیکو همکاریو د برخې رئیس ناصر فقیه، ګډون کړی و.

په دې غونډه کې برخه‌والو په افغانستان کې، زده‌کړو ته د ټولو، په ځانګړې توګه د نجونو مساوي لاس‌رسي د تضمین تر څنګ اقتصادي ننګونو، کمزورو زېربناو، بشري منابعو او محدودو مهارتونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دغو خبرو کې د قطر بهرنیو چارو وزارت مرستیالې او د قطر استازې لولواح بنت راشد الخاطر په افغانستان کې د پوهنې او روغتیا د سکتورونو د پراختیا لپاره د اساسي حل‌لارو د موندلو لپاره د خبرو پر دوام ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په خپله ټویټر پاڼه کې ویلي چې، د دوی لویه هیله دا ده چې افغانې نجونې او ښځې زده‌کړې او کار وکړي.

هغه زیاته کړه، په ټولنه کې د افغان مېرمنو ونډه به د دې هېواد لپاره ښه راتلونکې راولي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې تر شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي او د ۲۰۲۲ کال په پای کې یې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه او نن ورځ له شپږم ټولګي څخه پورته د زرګونو نجونو د تمې په خلاف، طالبانو د هغوی له ګډون پرته نوی تعلیمي کال پیل کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG