د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

د نوي ښوونيز کال پيل؛ ايا د نجونو ښوونځي به پرانيستل شي؟


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د طالبانو د پوهنې وزارت ويلي، د ښځینه ښوونځیو چې اوس‌مهال تر ۶ ټولګي پيل شوي، د یوه خوندي چاپېریال او اړینو اسانتیاو برابرولو ترڅنګ يې بايد ټول ښوونکي، تدریسي او خدماتي پرسونل ښځینه وي.

دې وزارت نن په یوه خپرې کړې اعلامیه کې د باکیفته، عادلانه او متوازنې ښوونې او روزنې د برابرولو په هدف د کړن‌لارو د جوړولو خبره کړې او ویلي یې چې، د تطبیق لپاره یې کوټلي ګامونه اخیستل شوي.

خو د طالبانو د پوهنې وزارت چې له تېر کال راهیسې یې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې‌برخې کړي او ښوونځیو ته د هغوی د بېرته ستنېدو پرېکړه یې تر بل امر پورې ځنډولې، نه‌دي ویلي چې ولې په دې موده کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو ستونزه نه‌ده هواره شوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس ویلي، د نوي تعلیمي کال لپاره رسمي مراسم نن د کابل په اماني لېسه کې جوړ شوي و چې، د طالبانو د پوهنې وزرات او د یو شمېر نورو ادارو چارواکو په‌کې ګډون کړی و.

د راپورونو له‌مخې نن چې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره ښوونځي پرانيستل شوي، په ټولګیو کې تدریسي بهیر نه‌دی پيل شوی، ځکه زده‌کونکي خبرنه وو چې نن زده‌کړې پیلیږي.

د فرانس پرس اژانس د راپور له‌مخې یو شمېر ښوونکو او چارواکو ویلي چې، نن د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ښوونځي پرانيستل شوي، خو ډېری ښوونکي او زده‌کونکي خبر نه‌دي چې ښوونځي پرانيستل شوي، ځکه د طالبانو د پوهنې وزارت د نوي تعلیمي کال د پیلېدو لپاره رسمي اعلان نه‌دی کړی.

په کابل کې د سیدال ناصري د هلکانو د لېسې یوه ښوونکي محمد عثمان عطایي فرانس پرس ته ویلي، د پوهنې د وزیر له‌خوا یو مکتوب چې د دوی سر ښوونکي ته رسېدلی په‌کې ویل شوي چې، نن ښوونځي پرانیزي خو دا چې رسمي اعلان نه‌دی شوی زده‌کونکي نه‌دي ورغلي.

په مخکې کلونو کې په افغانستان کې د نوروز یا د نوي کال لومړی ورځ عمومي رخصتي وه، خو د طالبانو حکومت هغه لغوه کړې ده.

د فرانس پرس خبریالانو په کابل کې له اووه ښوونځیو لیدنه کړې او یوازې د ګوتو په شمار ښوونکي او د ابتدایي زده‌کړو څو زده‌کونکي یې لیدلي خو په ټولګیو کې زده‌کړې نه‌دي پیل شوي.

د تېر۱۴۰۱ کال د وري یا حمل په دوهمه په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شو خو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه ورنه‌کړل شوه چې زده‌کړو ته دوام ورکړي.

په مخکې کلونو کې په افغانستان کې د نوروز یا د نوي کال لومړی ورځ عمومي رخصتي وه، خو د طالبانو حکومت هغه لغوه کړې ده.

د نړیوالو غوښتنې

د نجونو او ښځو د متوسطو او لوړو زده‌کړو لپاره پر طالبانو د نړیوالو فشارونو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ نن په یوه ټویټ کې ټولو افغانانو ته د نوي کال د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، زموږ تر ټولو لویه هیله د افغانستان د نجونو او ښځو لپاره دا ده چې هغوی ښوونځيو ته ستنې شې او کار وکړي.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس وېسټ
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس وېسټ

د وېسټ په خبره په ټولنه کې د دوی ګډون به هېواد له یوې روښانه راتلونکې برخمن کړي.

تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیت پرون په یوه ټویټ کې ویلي و چې، په افغانستان کې د نجونو او ځوانو ښځو د زده‌کړې له حق څخه د ناقانونه انکار دوام د پوهنې په برخه کې یو نړیوال ناورین په ګوته کوي او اغېز به یې پر ټول جنس، یوه نسل او د هېواد پر راتلونکي وي.

ښاغلي بېنیت ویلي، د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۲۲ به چې په مخکې کلونو کې به نوی تعلیمي کال پیلېده، پرله‌پسې دوهم کال وي چې ښوونځي به د افغان نجونو پر مخ تړلي وي.

هغه ټینګار کړی چې زده‌کړه یو پیاوړي کوونکی حق دی چې هم په خپل ذات کې او هم د نورو لکه د کار کولو، په ژوند کې په خپلو پښو درېدلو، د سلامتیا، په ټولنه کې د ګډون، د قانون په وړاندې د مساواتو او د اساسي ازادیو د حقونو د تامین لپاره مهم دی.

په عین حال کې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وړمه ورځ په یوه ټویټ کې ویلي، روانه اوونۍ به ټول افغانستان کې ډېر ښوونځي د ژمي له اوږدې رخصتۍ وروسته بېرته پرانستل شي، خو ښوونځي به د هغو نجونو لپاره تړل شوي وي چې غواړي له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې وکړي.

یوان‌ایچ‌سي‌ار د فرهانې په مستعار نوم د یوې افغانې نجلۍ هغه غوښتنه هم راخیستې چې ویلي یې دي، له ټولو خلکو غواړي چې افغان نجونې له هغو هیلو سره چې لري يې، هیرې نه‌کړي.

دوه اوونۍ مخکې د کب یا حوت په پنځلسمه چې د افغانستان په سړو سیمو کې پوهنتونونه بېرته پرانيستل شول، هم ښځو او نجونو ته اجازه ورنه‌کړل شوه چې پوهنتوني زده‌کړې بېرته پیل کړي.

طالبان وایي، د شریعت په چوکاټ کې ښځو ته خپل حقونه ورکوي خو د ښځو د حقونو مدافع ډلې وایي چې طالبان په سیسټماټیک ټول غواړې ښځې د ټولنې له ورځني ژوند څخه حذف کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG