د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

غني: د افغانستان ښوونیز نظام د پاکستاني مدرسو د نظام تابع شوی


د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني وايي، طالبانو د افغانستان ښوونیز نظام د پاکستان د مدرسو د سخت نظام تابع کړی او د هغوی پر یوه څانګه بدل شوی دی.

په داسې حال کې چې د افغانستان په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال نن پیل شو، یو شمېر پخواني لوړ پوړي افغان چارواکي پر نجونو د زده کړو او کار بندیز ناورین بللی او غوښتنه یې کړې چې افغان نجونو ته دې د زده کړو او کار اجازه ورکړل شي.

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د نوي کال په مناسبت په یو غږیز پیغام کې چې د نوموړي پر فېسبوکپاڼه خپور شوی پر افغان نجونو او ښځو په زده کړو او کار بندیز خلکو ته د الله له لوري د ورکړل شوي حق تر پښو لاندې کول بللي دي.

غني د طالبانو حکومت تورن کړی چې د افغانستان ښوونیز نظام یې د پاکستان د مدرسو د سخت نظام تابع کړی دی.

هغه وویل: "د هېواد تعلیمي نظام په دې نولس میاشتو کې د پاکستاني مدرسو د خشک نظام تابع او د هغوی په یوه څانګه بدل شوی دی. حاکمې ډلې په خپلو دغه ډول سیاستونو یو وار بیا د نوییمې میلادی لسیزې په څېر افغانستان په یو هېر شوي، وروسته پاتې، تنها او ناهیلي هېواد بدل کړی دی."

په خیبرپښتونخوا کې د اکوړه خټک حقانیه مدرسه چې مسوولانو یې ویلي، د طالبانو اوسني ډېری مشران ترې فارغ شوي دي.
په خیبرپښتونخوا کې د اکوړه خټک حقانیه مدرسه چې مسوولانو یې ویلي، د طالبانو اوسني ډېری مشران ترې فارغ شوي دي.

محمد اشرف غني دغه شان ویلي، طالبانو په خپلو دغه ډول پرېکړو سره افغانستان نویمې لسیزې ته وړی او دا هېواد یې د نړیوالو له پامه غورځولی دی.

نوموړي د طالبانو حکومت استبدادي نظام ګڼلی چې په ټکو یې ډېر دوام نه شي کولای، دغه شان یې د حکومت د شکل د جوړولو په موخه د افغانانو تر منځ د یو ملي ډيالوګ په پیلېدو ټینګار کړی.

طالبانو تر اوسه د غني د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د طالبانو له حکومته د نجونو په مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د خلاصېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

کرزي د نوي کال په مناسبت په خپور کړي بیان کې چې د نوموړي په ټویټر خپور شوی ویلي، طالبان دې ښځو ته د کار اجازه هم ورکړي.

په تېر جمهوري نظام کې د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم په یو پیغام کې د نجونو پر وړاندې د زده کړو د تړلو دروازو یادونه کړې او هیله یې ښودلې چې په نوي کال کې نجونو ته د زده کړو او ښځو ته کار حق ورکړل شي.

په تېر جمهوري نظام کې د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله
په تېر جمهوري نظام کې د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله

طالبانو په ۲۰۲۱ میلادي کال کې پر افغانستان د بیاځلي واک ټینګولو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې وتړلې او د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستیو کې یې دوی له پوهنتونونو هم راوګرځولې، دغه شان یې په نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د افغان مېرمنو په کار هم کلک بندیز لګولی دی.

که څه هم تمه کېده چې د نوي ښوونیز کال په پیل کې ښايي د طالبانو حکومت په منځنیو ښوونځیو کې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي، خو نن چې د افغانستان په سړ سیمو کې ښوونیز کال نن پیل شو، خو د نجونو د ښونځیو د پیلېدو کوم خبر نه شته.

د ښوونځيو څو تنه مسوولانو او ښوونکو فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو د پوهنې وزارت په دې اړه کوم رسمي اعلان نه دی کړی او یوازې ښوونځیو ته یې د یو مکتوب په استولو سره د ښوونیز کال د پیل خبره کړې ده.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه.

طالب چارواکو د نجونو پر زده کړو بندیز لنډ مهالی بللی او ویلي یې دي چې په دې اړه د یو ترتیب په جوړولو بوخت دي، خو د نږدې ۱۹ میاشتو په تېرېدو لا هم د نجونو په وړاندې ښوونځي تړلي او د دوی په دې اړه د کومې طرحې یه ترتیب جوړول نه دي اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG