د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

واشنګټن پوسټ: د بایډن د بهرنۍ پالیسۍ عمده برخه افغانستان او اوکراین دی


د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن
د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې ویلي، د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن د بهرنۍ پالیسۍ عمده برخه افغانستان او اوکراین دی.

د مقالې په یوه برخه کې راغلي چې په افغانستان کې د امریکا د اوږدې مبارزې په اړه پرېکړه د ډېرو بحثونو سبب شوه چې هغه د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو ایستل و چې ورسره ګډوډ حالت رامنځته شو او د تخلیې چارې هم له مرګونې حملې سره مخامخې شوې او طالبانو ته زمینه برابره شوه، چې بیا پر قدرت منګولې ښخې کړي.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه، بایډن او د هغه مرستیالان یا هم همکاران وايي چې له افغانستانه د وتلو پرېکړه پرځای وه او په افغانستان کې تر شل کلنې جګړې وروسته د وتلو چارې به هېڅکله ارامې نه وي.

خو انتقاد کوونکي د افغانستان په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو د چارواکو پرېکړه عجولانه بولي او ورباندې انتقاد کوي.

د ورځپاڼې د لیکوال په باور، د امریکا ناڅاپي اقدام، چې له کبله یې د کابل پر هوايي ډګر د چاودنې په نتیجه کې ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول، د امریکا د تر ټولو نږدې متحدانو د غوسې سبب شو او په کانګرس کې د جمهوریپالو غړو په دې اړه د څېړنو غوښتنه وکړه.

د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې پر ۲۶مه نېټه د کابل هوايي ډګر په دروازه انتحاري حمله کې د ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون له ۱۷۲ زیات کسان ووژل شول او د داعش خراسان څانګې یې مسوولیت واخیست.

له کله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، وخت ناوخت د ښځو او نجونو په ګډون پر عامو خلکو محدودیتونه لګوي، چې خلکو ته د دوی لومړۍ دوره وریادوي.

د طالبانو په لومړۍ دوره کې هم له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې خلکو موسیقي نه شوه اورېدلی، نارینه اړ وو ږیره پرېږدي، ښځې او نجونې ښوونځیو، پوهنتونونو او کار ته نه شوای تلای.

په دې وروستیو کې امریکايي چارواکي د افغانستان په اړه لږې خبرې کوي او په دې اړه انتقادونو ته هم په زغرده ځواب نه وايي.

انډیا ټوډې:

د هندوستان چاپ انډیا ټوډې ورځپاڼې پرون په افغانستان کې د هغې راډیو پر تړل کېدو لیکنه خپره کړې، چې د ښځو له خوا پرمخ بېول کېده.

ورځپاڼې د رسنیو د راپورونو په حواله ویلي، چې په بدخشان کې د 'صدای بانوان' راډیو لس کاله مخکې فعالیت پیل کړی و چې د طالبانو په وینا د روژې پر مهال د موسیقۍ خپرولو په تور یې خپرونې د وري یا حملې پر لسمه بندې شوې دي.

د انډیا ټوډې په لیکنه، دغې راډیو اته کارکونکي یې درلودل، چې شپږ یې ښځینه وې.

د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریس معزالدین احمدي ویلي، دغې راډیو څو څو وارې د طالبانو حکومت له قوانینو او اصولو سرغړونه کړې وه.

د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پر ښځو او نجونو فشارونه زیات شوي او طالبان په دې تورن دي چې د خپلو محدودیتونو زیاتولو لپاره په پلمو پسې ګرځي.

د صدای بانوان راډیو مشرې ناجیې سروش په دې اړه چې راډیو یې له اسلامي قوانینو په سرغړونه تورنه شوې، غوسه څرګنده کړې او د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې ویلي یې دي، د راډیو تړلو ته اړتیا نه وه.

هغې ویلي دوی هېڅ ډول موسیقي نه ده خپره کړې.

د ورځپاڼې په لیکنه، له کله چې طالبانو بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، نجونو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې تر شپږم ټولګي پورته نورې زده کړې وکړي او په تېره ډسمبر میاشت کې یې نجونې او ښځې د پوهنتونونو له تګ هم منع کړې، ښځې نه شي کولای پارکونو، ورزشي کلبونو او عمومي حمامونو ته لاړې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG