د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ارشیف
ارشیف

ټیلګراف:

ټیلګراف ورځپاڼې د ښځینه افغان لوبغاړو په نوم له افغانستانه د ۳۵ نجونو او د هغوی د کورنۍ د غړیو د ایستلو مسئله رااخیستې ده.

دا کسان د ۲۰۲۱م کال په نومبر کې له پاکستانه بریتانیا ته ولاړل.

دې ۳۵ نجونو ویلي چې دوی فوټبال کاوه او د طالبانو له راتګ سره یې ژوند په خطر کې وو، نو خپل هېواد یې پرېښود.

ورځپاڼه لیکي چې په دې ډله کې داسې کسان راوتلي چې هېڅ یې فوټبال نه دی کړی، خو دوی ویلي چې د ملي لوبډلې غړې وې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون یوې سرچینې هم ازادي راډیو ته تایید کړې چې یو شمېر داسې کسان بریتانیا ته د ښځینه فوټبال د لوبغاړو په نوم لېږل شوي چې په ټول عمر کې یې فوټبال نه و کړی.

ټیلګراف هغه راپور ته هم اشاره کړې ده چې په کې ویل شوي ۱۳ کسانو په درواغو ویلي وو چې دوی فوټبال کاوه، خو ورځپاڼې د سحر په نوم د یوې افغانې ټویټ هم خپور کړی چې لیکلي یې دي چې د دې نوم هم په دې لېست کې راغلی او پرته له دې چې له دې اجازه واخیستل شي، راپور یې ورکړی چې له دې سره دې او د دې کورنۍ ته خطر متوجه شوی دی.

ورځپاڼې د مژدې هویدا په نوم د یوې بلې نجلۍ ویډیو ته هم اشاره کړې ده چې په ټویټر کې خپره شوې او وایي چې د بي بي سي خبریال دې ته ورغلی و چې دې پخوا فوټبال کاوه که نه او دې فکر کاوه چې ټوکې کوي.

په دې اړه په خپاره شویو راپورونو کې د افغانستان د ښځینه فوټبال د پخواني روزونکي نجیب اله نوروزي خبرې هم رااخیستل شوي چې وایي، په دې لېست کې چې د لوبغاړو په نوم کډوالې شوې دي داسې کسان هم شته چې په خپل ژوند کې یې د فوټبال جامې نه دې په تن کړي.

ورځپاڼې بیا د زینب په نوم د یوې لوبغاړي ټویټ خپور کړی چې لیکلي یې دي، څرنګه د ښځینه لوبغاړو په اړه د یوه نارینه نظر اخلئ چې خپله تللی و او موږ یې پرې ایښي وو.

ورځپاڼې د بریتانیا د کورنیو چارو د وزارت د یوه ویاند خبرې هم اقتباس کړي چې وایي، دوی له بېلابېلو سازمانونو سره په ارتباط کې وو چې د دې کسانو د کډوالۍ دوسیې یې مخته وړې، خو که چېرته داسې شواهد پیدا شي چې دا معلومات سم نه و د کورنیو چارو وزارت به بیا پلټنه وکړي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې هم همدا مسئله رااخیستې ده او لیکي چې یو شمېر افغان ښځینه لوبغاړو د بي بي سي پر راپور نیوکه کړې ده.

دې ورځپاڼې له څلور لوبغاړو سره چې د هرات دي خبرې کړي او دوی ورته ویلي دي چې د بي بي سي راپور دوی خواشیني کړي او په افغانستان کې اوس د خپلو کورنیو غړیو ته دوی اندېښمنې دي.

نېشنل پوسټ:

نېشنل پوسټ خپرونې هم د افغان ښځو په تړاو یو مطلب خپور کړی دی.

دا خپرونه لیکي، په لسګونو افغان سوداګرو مېرمنو په دوبۍ کې د غالیو، جواهراتو، وچې مېوې او لاسي صنایعو په نندارتون کې برخه واخیستله.

نېشنل پوسټ لیکي، په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې پر مېرمنو محدودیتونه وضع کړي، دې سوداګرو مېرمنو د دوبۍ د نندارتون له لارې هڅه وکړه چې نړیوالو بازارونو ته لاره پیدا کړي.

دا درې ورځنی نندارتون د ملګرو ملتو د پراختایي پروګرام او د افغان مېرمنو د صنعت او سوداګرۍ د خونې په نوښت د شنبې په ورځ پای ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG