د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۰

پرنټ: افغانستان د نړۍ په سطحه د نالوستو یا بېسوادانو لوړ شمېر لري


د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

انډپنډنټ:

د نړۍ ځینو معتبرو ورځپاڼو او خپرونو له تعلیم او تحصیل د نجونو او ښځو د منع کولو پر موضوع مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

له بریتانیا خپرېدونکې ورځپاڼې انډپنډنټ پرون په دې اړه په یوه مقاله کې ویلي چې د طالبانو یوه چارواکي د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو د د دروازو د بیا پرانیستل کېدو په اړه خوشبیني وښوده.

د لیکنې په حواله، د پروان لپاره د طالبانو یوه چارواکي عزیز الله عمر طلوع نیوز ته ویلي، دغه ښوونځي او پوهنتونونه به هغه وخت پرانیستل شي، چې لومړي پر نصاب کار بشپړ شي.

هغه په خپله مرکه کې ویلي، د ښوونځیو د پرانیستل کېدو په اړه کومه ستونزه نه شته، یوازې ستونزه په نصاب کې ده.

طالبانو تر دې مخکې هم په وار وار دا ډول څرګندونې کړي، خو بیا یې هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او د دوی پرمخ یې په تېره ډسمبر میاشت کې د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

د انډپنډنټ په لیکنه، د دې طالب چارواکي دغه بیان ته بیا هم د شک په سترګه کتل کېږي، ځکه طالبانو تر دې مخکې د نجونو او ښځو په ګډون ټولو ته د تعلیم د حق ورکولو ژمنه کړې وه، خو پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته یې په سلګونو زره نجونې د تعلیم او تحصیل له حق څخه بې برخې کړې.

برتانوۍ ورځپاڼه زیاتوي، طالبانو تر دې مخکې ادعا کړې وه چې ښځې او نجونې د تل لپاره له ښوونځیو او پوهنتونونو نه دي منع شوي.

لیکوال د طالبانو د قطر دفتر د یوه مخکښ غړي سهېل شاهین خبرو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي: "غواړم وضاحت ورکړم چې دا بندیز د تل لپاره نه دی. کله چې د دوی زده کړو ته چاپېریال مساعد شي، دوی به بېرته تعلیم او تحصیل ته دوام ورکړي."

پرنټ:

د هندوستان انلاین خپرونې پرنټ پرون پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو په اړه لیکنه خپره کړې چې د بشري حقونو د څار سازمان یې هم په باب اندېښنه ښودلې ده.

د لیکنې په پیل کې ویل شوي، د بشري حقونو د څار سازمان په خپل تازه راپور کې له طالبانو غوښتنه کړې چې د نجونو پر تعلیم او تحصیل خپل لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي او اجازه دې ورکړي، چې دوی ښوونځیو او پوهنتونو ته لاړې شي.

د پرنټ خپرونې په لیکنه، د بشري حقونو د څار سازمان د راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې یوازنی هېواد دی، چې نجونې په کې منځنیو ښوونځیو او لېسو ته له تګ منع شوي او په تېره ډسمبر میاشت کې نجونې او ښځې د پوهنتون له تګ هم راوګرځول شوې.

دې سازمان د طالبانو رژیم ته ویلي چې باید د نجونو، ښځو او ملت د راتلونکي پر اهمیت ځان وپوهوي.

په لیکنه کې د بشري حقونو د څار سازمان هغې اندېښنې ته هم اشاره شوې چې د جنسیت پر اساس د طالبانو تبعیضي پالیسیو څنګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت لا پسې خراب کړی او له طالبانو سره د نړۍ چلند څنګه اغېزمن کړی دی.

د پرنټ د مقالې په یوه برخه کې راغلي، طالبانو په پیل کې ژمنه کړې وه چې د هر چا حقونه به رعایت کېږي، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، خو اوس افغانستان په نړۍ کې یوازنی هېواد ګڼل کېږي چې نجونې په کې له تعلیم او تحصیل منع شوي دي.

د لیکنې په یوه برخه کې راغلي چې ښځې په غیردولتي موسسو کې له کاره هم منع شوي، چې دې کار یې په افغانستان او نړۍ کې سخت عکس العملونه وپارول.

هندۍ خپرونه پرنټ زیاتوي، افغانستان د نړۍ په سطحه د نالوستو یا بېسوادانو لوړ شمېر لري چې اوس د بشري حقونو د څار سازمان په وینا له تیاره راتلونکي سره مخامخ دی.

د دې سازمان په راپور کې دا نتیجه اخیستل شوې چې له تعلیم کړو نجونو او ښځو پرته یو هېواد هم خوشحاله راتلونکی نه شي لرلای.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG