د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

امینه محمد: د افغان ښځو له حقونو لاس په سر کېدل، په هېڅ صورت انتخاب نه دی


د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله امینه محمد
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله امینه محمد

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله امینه محمد وايي، په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه لاس په سر کېدل، په هېڅ صورت یو انتخاب نه‌دی.

اغلې محمد نن چهارشنبه په خپله ټویټرپاڼه په یوه ویډیو کې افغان ښځو ته په اشارې سره ویلي چې افغان ښځې به تل د پاملرنې لاندې وي.

امینه محمد وايي: "تل د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکوو، که پر دې امر تمرکز وکړو نو ډېر پرمختګ به وکړو، خو که پر دې تمرکز وکړو چې ولې نه شو کولای داسې کار وکړو، ترسره کولای یې نه شو. ښځو ته باید ډېر پام واړو، ځکه چې مهمې دي. ښځې په ټوله نړۍ کې د خپلو حقونو اړوند د پېښو انعکاس دی. که موږ افغانستان ته پام وکړو، د ښځو ډېرو حقونو ته به مو پام کړی وي."

د ښځو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینې محمد تازه څرګندونې داسې مهال دي چې طالبانو تازه د اپرېل میاشتي په درېیمه نېټه د ملګرو ملتونو سازمان اړوند دفترونو کې د ښځو په کار کولو بندیز ولګاوه.

مخکې دوی په نورو نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې هم ښځې له کار راګرځولې وې.

دغه شان منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو ته هم له تګ راګرځول شوي دي.

طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې. انځور د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو د ګڼې ګوڼې دی چې په دې پرېکړه یې خواشیني ښودلې وه. December 21, 2022
طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې. انځور د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو د ګڼې ګوڼې دی چې په دې پرېکړه یې خواشیني ښودلې وه. December 21, 2022

د ښځو د حقونو فعالې شېبه ګهیځ ازادي راډیو سره په خبرو کې انتقاد کوي او وايي، نړیواله ټولنه افغان ښځو ته حقونه، یوازې په مجازي نړۍ کې د لیکلو او خبرو له لارې غواړي.

د اغلې ګهیځ په خبره نړیوال دې له افغان مېرمنو سره د همغږۍ له پاره عملي ګامونه پورته کړي، پر طالبانو دې فشار راوړي څو هغوی د ټولنې نیمایي وګړي چې ښځې دي، له خپلو اساسي او شرعي حقونو څخه بې برخې نه کړي.

ګهیځ ازادي راډیو ته وویل: "یوازې په غبرګونونو او د مجازي نړۍ په ټویټونو او پوسټونو باندې څه نه کېږي. هر کله چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه پوسټ شوی، د طالبانو لخوا د نوي بندیز امر شوی. نړیواله ټولنه دې طالبان کېنوي خبرې دې ورسره وکړي، د ښځو حقونه دې ورنه وغواړي، فشار دې ورباندې راوړي، خو نه دوی یوازې په ټولنیزو رسنیو کې د دوی کار غندي."

دا انتقادونه په داسې حال کې دي چې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان دوه لوړپوړي پلاوي، چې د یو مشري یې خپله امینې محمد کوله افغانستان ته سفر کړی او د طالبانو حکومت له چارواکو سره یې د افغان ښځو د نقض شویو حقونو په اړه خبرې کړي، خو دوی خپله پرېکړې نه ده بدله کړې.

د ملګرو ملتونو د پلاوو تر څنګ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نیکلاسن هم افغانستان ته په خپلو سفرونو کې د دې موضوع په اړه طالب چارواکو سره خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسن
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسن

د مورا پوهنتون د طب د پوهنځي محصله عاقله مایار وايي چې د طالبانو حکومت افغان ښځو ته افغانستان زندان ګرځولی او دوی د خپل کور په څلورو دېوالونو کې بنديانې دي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو له راتګ څخه تر اوسه پر ښځو محدودیت زیاتېږي، له ښوونځي، پوهنتون او کار څخه منع شوې. دا ټول بندیزونه د دې لامل شوي، چې ښځه فقط په خپل کور کې بندي شي. تاسو خپله فکر وکړئ چې څومره سخته تمامېږي ؟"

خو طالبانو تل ویلي چې دوی د اسلامي شریعت پر بنسټ د ښځو حقونو ته ژمن دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه تازه خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبه یې پر خپله ټویټرپاڼه خپره کړې یو ځل بیا همدا موضوع یاده کړې ویلي، دوی د دیني او کلتوري ارزښتونو په چوکاټ کې د ټولو افغانانو د حقونو ټینګښت ته ژمن دي.

د یادونې ده چې د زده کړو او کار د حقونو د نقض تر څنګ طالبانو په نورو برخو کې هم پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

پارکونو، ورزشي کلبونو او حمامونو ته له تګ یې راګرځولي، حجاب یې پرې اجباري کړی او له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر هم نه شي کولای.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG