د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

د امنيت شورا نن د طالبانو له لوري د يوناما پر ښځينه کارکوونکو د بنديز په اړه بحث کوي


د ملګروملتونو بيرغ، ارشيف
د ملګروملتونو بيرغ، ارشيف

ټاکل شوې چې د ملګروملتونو امنیت شورا نن د تړلو دروازو تر شا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د ملګروملتونو پر ښځینه کار کوونکو د کار بندیز په اړه بحث وکړي.

دا وروسته له هغې چې د ملګروملتونو چارواکو د طالبانو د حکومت له‌خوا د دې نړیوالې ادارې پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز د ملګروملتونو له منشور څخه سرغړونه بللې او سم‌دستي یې د هغه د لیرې کېدو غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري چارو همغږي کوونکی او د یوناما مرستیال رامزالاکبروف فرانس پرېس ته وویل، په دغه بندیزسره د ملګروملتونو له منشور څخه سرغړونه شوې.

په دغه بندیزسره د ملګروملتونو له منشور څخه سرغړونه شوې.

نوموړي ويلي، دا واضح ده چې هیڅ چارواکي نه‌شي کولای چې ملګروملتونو ته لارښوونه وکړي چې څوک باید په کارونو وګماري.

الاکبروف ټینګار وکړ چې موږ به له دغو اصولو تېر نه‌شو.

د نوموړي په خبره هغې پوهې ته په پام چې موږ یې د اسلام په اړه لرو، دغه بندیز په هیڅ ډول نه‌شي توجیه کېدای او زیاته یې کړه، په سیمه کې ډېرو محافظه کاره اسلامي هېوادونو ښځې زده‌کړې او کار ته پرېښې دي.

رامز الاکبروف
رامز الاکبروف

الاکبروف چې په افغانستان کې د ملګروملتونو بشري چارې همغږي کوي، همدارنګه یادونه وکړه، دغه بندیز به د ملګروملتونو له‌خوا د بسپنې راټولولو هڅې داسې یوه وخت کې له خنډ سره مخ کړې چې افغانستان په نړۍ کې له تر ټولو ناوړه بشري بحران سره مخامخ دی.

افغانستان په نړۍ کې له تر ټولو ناوړه بشري بحران سره مخامخ دی.
الاکبروف

د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې د مالي سرچینو د کموالي خبره کړې او ویلې یې دي، که لازمې مرستې ترلاسه نه‌کړي نو به په روانه اپریل میاشت کې ونه‌شي کولای چې افغانستان کې شاوخوا نهه ميلیون وګړو ته د ژوند ژغورنې مرستې ورسوي.

ملګروملتونو د روان ۲۰۲۳ کال لپاره په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴،۶ ميلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

په عین حال کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، دغه بندیز دا ډېره خواشینې کړې اوزیاته یې کړه هغه څه چې دوی یې له طالبانو ترلاسه کوي، هغه پر اسلامي زده‌کړې او عقایدو یو ګوزار دی.

امینه محمد وویل، له دغه بندیز سره سره د دوی ښځینه کارکوونکې به خپلې میاشتنې تنخواوې ترلاسه کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امينه محمد
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امينه محمد

په ملګروملتونو کې د امریکا استازې لیندا توماس ګرینفلډ دغه بندیز د کرکې وړ وباله او ویې ویل، ښځې د افغانستان په ګډون د بشري چارو د فعالیت یوه مهمه برخه جوړوي، په تېره په دې هېواد کې چې دوی تر ټولو زیانګالو خلکو ته د ژوند ژغورنې مرستې رسوي.

د ملګروملتونو چارواکو پرون چهارشنبې وویل، په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره خبرې کوي او غواړي ورڅخه دا وضاحت ترلاسه کړي چې ولې یې د ملګروملتونو ښځینه کارکونکې له کاره منع کړې دي.

خو تر اوسه هیڅ لوري نه‌دي ویلي چې ایا دغه خبرې ترسره شوي او که شوې وي، کومه نتیجه یې ورکړې.

د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې په افغانستان کې د ملګروملتونو د ټولو ۶۰۰ ښځینه کارکونکو ۴۰۰ یې افغان ښځې دي.

په دې هېواد کې د ملګروملتونو د ټولو ۳۹۰۰ کارکونکو له ډلې ۳۳۰۰ یې افغان کارکوونکي دي.

ملګروملتونو د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر او د ۲۰۲۳ کال تر جنوري پورې افغانستان ته د هوا له لارې ۱ ميلیارډ او اته سوه ميلیون ډالره لېږدولې دي.

دغه نغدې پیسې په دې هېواد کې د بشري چارو د هغو پروګرامونو د تمویل لپاره لېږدول شوي چې، هدف یې د افغانستان د ۳۸ ميلیون وګړو د ژوند د شرایطو ښه کول او د دې هېواد د کورني اقتصاد ملاتړ دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG