د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

مخکني مېړه ته د بېرته ورګرځېدو ويره؛ طلاق شوې مېرمنې په پټه ژوند کوي


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د مروې په مستعار نوم یوه ښځه چې تاوتریخوالی ورسره شوی او پخواني مېړه یې غاښونه ورمات کړي و، وروسته له دې چې ورته وویل شول چې طلاق یې بېرته اخیستل شوی، له خپلو اتو ماشومانو سره پټه اوسي.

مروه یوه له هغو ښځو څخه وه چې، د افغانستان د پخواني حکومت په مهال له خپل مېړه د طلاق په اخیستلو بریالۍ شوې وه.

اکثره دا ډول ښځو په دې خاطر چې خاوندان یې یا په نشو روږدي وو، یا یې نفقه نه شوای ورکولی او یا یې هم تشدد ورسره کاوه، طلاق اخیستی و.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له‌مخې، وروسته له دې چې د ۲۰۲۱ په اګست کې طالبان بیا واک ته ورسېدل، د مروې مېړه ادعا وکړه چې دی مجبوره کړای شوی و چې مروې ته طلاق ورکړي.

د راپور له‌مخې، دغه سړي ځايي قوماندانانو ته قناعت ورکړ چې مروې ته امر وکړي چې له ده سره بېرته یوځای شي.

څلوېښت کلنې مروې فرانس پریس ته ویلي، دې او لوڼو یې هماغه ورځ ډېر وژړل.

مروه وروسته له خپلو ۵ لوڼو او دوو زامنو سره سلګونه کیلومتره لېرې د خپلوانو کور ته وتښتېده.

د هرات حوزوي روغتون کې دوه هغه مېرمنې چې تاوتريخوالی ورسره شوی، و، ځان‌وژنې يې کړي.
د هرات حوزوي روغتون کې دوه هغه مېرمنې چې تاوتريخوالی ورسره شوی، و، ځان‌وژنې يې کړي.

یو شمېر وکیلانو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو په را وروسته میاشتو کې څو ښځو ویلي وو، کله چې د طالبانو سیمه‌ییزو قوماندانانو ورته وویل چې، طلاق یې لغوه شوی، بېرته خپلو پخوانیو مېړونو ته وسپارل شوې.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په تېر حوت میاشت کې په یوه راپور کې ویلي و چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو د طلاق زرګونه دوسیې رد شوې دي.

له دې راپوره وروسته د طالبانو د سترې محکمې مرستیال ویاند مولوي عنایت الله په یوه ویډیويي پیغام کې وويل: "که فرضاً په ځینو ځایونو کې نافرمانه ښځې له خپلو مېړونو تښتېدلې وي او د خپل طلاق لپاره شرعي ثبوت ونه‌لري. د شریعت امر او د محکمو مکلفیت دی چې که لومړی مېړه د دعوې په صورت کې خپل حق ثابت کړي، ښځه د لومړي خاوند ده."

که لومړی مېړه د دعوې په صورت کې خپل حق ثابت کړي، ښځه د لومړي خاوند ده."

د فرانس پریس خبري اژانس په راپور کې د ثنا په نوم د یوې بلې ښځې کیسه هم را اخیستل شوې ده.

دا ۱۵ کلنه وه چې د تره زوی ته، چې تر دې ۱۰ کاله مشر و، ورکړل شوه.

ثنا، چې اوس پټه اوسي، وايي چې که به یې ماشوم ژړل یا به خواړه ښه نه وو، مېړه وهله.

ثنا د وړیا حقوقي خدماتو د یوې پروژې په مرسته په محکمه کې له خپل مېړه طلاق واخیست خو کله چې ځايي چارواکي ورپسې راغلل، ژوند یې ورخراب کړ.

دا له دې کبله پخواني مېړه ته بېرته ورغله چې خبرداری ورکړل شوی و چې ۴ لوڼې به ورڅخه وګرځول شي.

خو کله چې یې مېړه لوڼې نورو کسانو ته په نامه کړې، ثنا او اولادونه یې وتښتېدل ځکه چې لوڼو یې ویلي و چې ځانونه وژني.

دې له تېښتې وروسته د خپلوانو په مرسته یو کوچنی کور، چې یوه خونه یې لرله، ومونده.

ثنا وايي، هر کله چې دروازه وټکول شي، ډاریږي چې مېړه به یې وي او اولادونه به ورڅخه یوسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG