د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

بايډن: امريکا د افغانستان او ايران هغه مېرمنې يوازې نه پرېږدي چې له تاوتريخوالي سره مخ دي


د امريکا ولسمشر جو بايډن
د امريکا ولسمشر جو بايډن

د متحده ایالاتو ولسمشر وايي، دغه هېواد د افغانستان او ایران د هغو ښځو تر څنګ ولاړ دی چې له تاوتریخوالي سره مخ دي او اساسي او بشري حقونه یې تر پښو لاندې کېږي.

جو بایډن په واشنګټن کې د "ښځود تاریخچې میاشت" په مناسبت په خپله وینا کې چې د پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په ټویټر کې خپره شوه وویل، په نړۍ کې د ښځو لپاره د جنسیتي برابرۍ د وضعیت ښه کولو لپاره یې درې ملیارده ډالر ځانګړي کړي دي.

ښاغلي بایدن وویل: "موږ د ایران او افغانستان د هغو ښځو تر څنګ ولاړ یو چې له داخلي تاوتریخوالي سره مخ دي او د دوی اساسي بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي، دوه اوونۍ وړاندې ما له درې ملیارد ډالرو څخه زیاته بودیجه تنظیم کړه چې د ښځو لپاره د جنسیتي برابرۍ د ودې لپاره نه یوازې په کور دننه، مګر په نړیواله کچه، بې سارې بودیجه ده."

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او کار ادارې د ۲۰۲۲ کال د بشري حقونو د کړنو په اړه خپل راپور کې چې روانه اوونۍ خپور شوی، د افغانستان په اړه لیکلي چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، د کورني تاوتریخوالي او نورو ستونزو په ګډون په افغانستان کې د ښځو لپاره څېړنې او حساب ورکول شتون نه‌لري.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې، طالبانو پر ښځو د زده‌کړو، کار او ازادۍ د بندیزونو لرې کولو په اړه ځواب نه‌دی ورکړی.

طالبانو پر ښځو د زده‌کړو، کار او ازادۍ د بندیزونو لرې کولو په اړه ځواب نه‌دی ورکړی.

د امریکا د ولسمشر څرګندونې او د بشري حقونو راپور په داسې حال کې خپریږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونه د نجونو او ښځو په وړاندې د زده‌کړو دروازې لا هم تړلي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو د پوښتنو په ځواب کې وویل، په دې اړه له اړوندو وزارتونو سره خبرې کوو، خو د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند، خطاب صاحب زاده او د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي، په دې اړه زمونږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ښه کېدو لپاره هېڅ لاره شتون نه‌لري او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

يو شمېر افغان زده‌کوونکې، ارشيف
يو شمېر افغان زده‌کوونکې، ارشيف

یوه له دغو فعالانو، فرشتې یعقوبي ازادي راډیو ته وویل، پر طالبانو باید فشارونه یا بندیزونه زیات شي.

نوموړې وويل: "حاکمه ډله هیڅ رقم غونډه نه مني چې موږ ورسره مخامخ کېنو او خبرې وکړو. یوازینۍ لاره چې پاتې ده ښځو او نجونو لپاره له افغانستانه بهر د عدالت غوښتنه ده. زه هیله لرم چې نړیوال د ښځو وضعیت په اړه عدالت غوښتنه وکړي او عملي ګامونه پورته کړي. او بله د حل لاره دا ده چې پر طالبانو دي فشارونه او بندیزونه زیات کړي."

"حاکمه ډله هیڅ رقم غونډه نه مني چې موږ ورسره مخامخ کېنو او خبرې وکړو.

د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلۍ واکمنۍ وروسته، افغان ښځې او نجونې له سختو بندیزونو سره مخ شوې دي.

طالبانو په دې موده کې د بېلابېلو فرمانونو له لارې د ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیز تر څنګ دوی پارکونو، ورزشي لوبغالو او له شرعي محرم پرته له لیرې سفر واټن هم راګرځولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG