د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د تاوتریخوالو زیاتېدل؛ ځینې خبریالان: غواړو د خبریالۍ مسلک سره مخه ښه وکړو


ارشیف: د بېلابېلو رسنیو افغان خبریالان
ارشیف: د بېلابېلو رسنیو افغان خبریالان

د خبریالانو ملي ورځ پرون په داسې حال کې ونمانځل شوه، چې په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو پر مهال پر رسنیو او خبریالانو تر ټولو زیات فشارونه راوستل شوي دي.

پرون د کب ۲۷مه د خبریالانو ملي ورځ په افغانستان کې داسې وخت ونمانځل شوه، چې د رسنیو کارکوونکي او مسوولان وايي، پر دوی د طالبانو له خوا فشارونه خورا زیات شوي دي.

ځینې خبریالان وايي، حتی غواړي چې د خبریالۍ له مسلک سره د تل لپاره مخه ښه وکړي.

ان زما کورنۍ هم دا غواړي چې وزګار دې پاتې شم، خو خبریالي ونه‌کړم.

افغان خبریال عزیز ابرام وویل: "هغه ستونزې چې خبریالان ورسره مخ دي اطلاعاتو ته د لاسرسي پر حق محدودیت دی، د ښه اقتصاد نه‌درلودل، د راپورونو جوړولو لپاره د ارام ذهن نه‌درلودل او نور هغه ستونزې دي چې خبریالان ورسره مخ دي. په ځانګړې توګه له دې پېښې وروسته، ډېر شمېر هغه خبریالان چې زه ورسره اړیکه لرم په دې برخه کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي. او ان زما کورنۍ هم دا غواړي چې وزګار دې پاتې شم، خو خبریالي ونه‌کړم."

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، روان لمریز کال په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د زورزیاتي تر ۲۳۰ زیاتې پېښې ثبت شوي چې د تېر کال پر تله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

ارشیف: پر رسنیو د محدودیتونو د لګېدو له کبله ډېری ښځینه خبریالانې زیانمنې شوي دي.
ارشیف: پر رسنیو د محدودیتونو د لګېدو له کبله ډېری ښځینه خبریالانې زیانمنې شوي دي.

تېر کال د دغو ثبت شویو قضیو شمېر ۱۱۷ ته رسېده.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند عبدالمتین قانع بیا برعکس نظر څرګندوي او ادعا کوي چې د رسنیو هر ډول ستونزې حل شوې دي.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته په لسګونو صوتي، تصویري او چاپي رسنۍ وتړل شوې او د رسنیو په زرګونو کارکوونکي وزګاره شول.

وخت ناوخت د طالبانو د استخباراتو له خوا د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیول کېدو، شکنجه کېدو او بندي کېدو راپورونه ورکول کېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز تېره اوونۍ ویلي وو چې دوه نیول شوي خبریالان خیرالله پرهر او مرتضي بهبودي له بنده خوشې شوي نه دي.

د دغه مرکز د عدالت غوښتنې د برخې مسوولې سمیه ولیزاده وايي، د رسنیو پر ښځینه کارکوونکو فشارونه تر بل هر چا زیات شوي.

سمیه ولیزاده
سمیه ولیزاده

ولیزاده وویل: "نن سبا وینو هغه ښځې چې په تصویري رسنیو کې کار کوي، نقاب کاروي، بله دا چې دوی نه شي کولای خپلو خپرونو ته نارینه مېلمانه وټاکي او یا هم نه شي کولای له خپل کوم نارینه همکار سره خپرونه مخ ته یوسي. دا په واقعیت کې د دې سبب کېږي چې د تېر په نسبت ښځینه خبریالانو ته کاري برخه لا تنګه شي او له دوی د خبریالۍ فرصتونه واخیستل شي."

ځینې خبریالان وايي، که پر رسنیو او خبریالانو فشارونه دغسې دوام وکړي، پاتې رسنۍ به هم په هېواد کې وتړل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG