د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

دوبۍ کې انلاین نندارتون؛ ځینې افغان سوداګرې یې له فزیکي حضور پرته بې ګټې بولي


ارشیف: په کابل کې د ښځینه سوداګرو له لوري جوړ شوی د لاسي صنایعو د نندارتون انځور
ارشیف: په کابل کې د ښځینه سوداګرو له لوري جوړ شوی د لاسي صنایعو د نندارتون انځور

یو شمېر ښځینه افغان سوداګرې چې د دوبۍ په انلاین نندارتون کې یې ګډون کړی وو، وایي، د شرعي محرم او د ویزې د نه درلودلو له امله ونه توانېدل څو په دې نندارتون کې فزیکي ګډون وکړي.

ضیا ګل فردوسي جهاني، په افغانستان کې د کالیو او د ډیکورېشن د یوه شرکت مشره ده.

هغه د طالبانو له خوا د ښځو پر سفر د لګېدلي بندیز له امله ونه توانېده، چې د دوبۍ په نندارتون کې په فزیکي توګه ګډون وکړي.

ای کاش موږ خپله خپل د محصولاتو په سر ولاړ وای او نړۍ ته مو دا ورښودلې وای چې افغانې ښځې د ژوند له هر سختو شرایطو وتلای شي."

ضیا ګل چې په انلاین توګه په دې نندارتون کې ګډون کړی و، ازادي راډیو ته یې وویل: "ډېر د خواشینۍ ځای دی چې موږ په خپلو غرفو کې حاضرې نه وو. د هر شرکت غرفې او د شرکتونو نومونه او لوحې وې، خو د موږ پر ځای نور کسان وو، زموږ د تولیداتو په اړه یې هېڅ پوهاوی نه درلود، نه یې هم په قیمتونو پوهېدل، ډېره مو خپله تشه په کې احساسوله، له سترګو مو اوښکې راغلې او ویل مې ای کاش موږ خپله خپل د محصولاتو په سر ولاړ وای او نړۍ ته مو دا ورښودلې وای چې افغانې ښځې د ژوند له هر سختو شرایطو وتلای شي."

یو بله سوداګره مېرمن چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي، وایي، کاروبار یې مخ په خرابېدو دی.

هغه وايي، ونه توانېده چې د محرم د سفر خرڅ ورکړي او نندارتون کې ګډون وکړي.

دا مېرمن د کالیو او د ګاڼو د تولید په برخه کې سوداګري کوي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "عمده لامل همدا دی چې پاسپورټ نه شته، ویزه نه شته، د سوداګرو ښځو لپاره اسانتیاوې نه شته. ډېری ښځې شته چې محرم نه لري او نه شي کولای چې پیسې ورکړي او محرم ته هم ویزه واخلي. د سوداګرو ښځو ستونزې ډېرې دي، ماته یې وخوړه. پخوا د ښځو پر وړاندې ستونزې نه وې او د نړیوالو بنسټونو له خوا د ښځو ملاتړ کېده."

ماري امیري هم د لاسي صنایعو شرکت لري.

هغې ازادي راډيو ته وویل، له افغانستانه بهر په لویو نندارتونونو کې انلاین ګډون هېڅ کومه مثبته پایله نه لري.

زه له اسلامي امارت هیله کوم چې د سوداګرو ښځو ستونزې هوارې کړي.

نوموړې زیاته کړه: "زموږ حضوري ګډون ډېر ګټور دی. موږ باید حضور ولرو په خپلو تولیداتو باندې. انلاین هېڅ نتیجه نه ورکوي. حضوري ښه دی چې موږ د نورو له ستونزو او دوی زموږ له ستونزو خبر شي، موږ له هغوی زده کړو او دوی له موږ زده کړي. زه له انلاین هېڅ خوښه نه یم دا چې ښځې ونه توانېدې چې ولاړې شي، زه له اسلامي امارت هیله کوم چې د سوداګرو ښځو ستونزې هوارې کړي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او او د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

د رویټرز خبرې اژانس د راپور پر بنسټ، دغه درې ورځنۍ نندارتون د تېرې پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام او د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له خوا د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې په یوه هوټل کې جوړ شوی و.

په دغه نندارتون کې د ښځو لاسي صنایع، غالۍ، ګاڼې، وچې مېوې او د ښځو نور لاسي تولیدات د نړۍ بازارونو ته د لار موندنې په موخه نندارې ته ایښودل شوي وو.

د رویټرز د راپور له مخې، د کار نړیوال سازمان په دې وروستیو کې اټکل کړی چې د طالبانو له واکمنۍ او په ۲۰۲۱ کال کې د د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د ښځو په کار کې۲۵ سلنه کموالی راغلی او اوس ډېری ښځو کورنیو کارونو ته مخه کړې او دا د ښځو د کار د شمېرو د کمښت لامل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو واک ته په بیا ځلې رسېدو سره پر ښځو ګڼ شمېر محدودیتونه وضع کړل.

طالبانو په نادولتي ادارو کې د ښځو په کار او له شرعي محرم پرته د دوی پر سفر بندیز ولګاوه.

دغه راز ښځې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو هم منع شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG