د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

په کابل کې یو روزنیز مرکز د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ کړی


د لاسي صنایعو او تولیداتو دا دوه ورځنی نندارتون چې د کتاب او قلم خصوصي روزنیز مرکز لخوا تېره ورځ پرانېستل شوی نن هم پر ځای دی.
د لاسي صنایعو او تولیداتو دا دوه ورځنی نندارتون چې د کتاب او قلم خصوصي روزنیز مرکز لخوا تېره ورځ پرانېستل شوی نن هم پر ځای دی.

په کابل کې د 'کتاب او قلم' روزنیز مرکز د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ کړی.

د لاسي صنایعو او تولیداتو دا دوه ورځنی نندارتون چې د کتاب او قلم خصوصي روزنیز مرکز لخوا تېره ورځ پرانېستل شوی نن هم پر ځای دی.

د دغه رونیز مرکز مشره او د نندارتون جوړونکې زینب محمدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، له یاد نندارتون د دوی موخه د افغان ښځو او نجونو هڅونه او نندارې ته د تولیداتو وړاندې کول دي.

محمدي وویل: "تېره ورځ موږ د خپل مرکز نه د حرفې په برخه درېیمه دوره فارغان درلودل چې د دوی د تشویق او دا چې دوی له موږ سره په تېرو شپږو میاشتو کې د مسلک په زده کړه کې زحمت ګاللی و یو وړوکی بازار او ننداراتون جوړ کړ څو دوی وشي کولای هغه خپل تولیدات چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې درلودل نورو ته نندارې ته وړاندې کړي. له نیکه مرغه تېره ورځ او نن موږ ډېر لیدونکي درلودل."

اغلې محمدي وايي، په اوسنیو شرایطو کې د داشان نندارتونو د جوړېدو اړتیا ډېره ده او باید په دې برخه کې له مېرمنو سره همکاري وشي.

په دغه نندارتون کې یوه ګډونواله زهرا چې د کتاب او قلم مرکز زده کوونکې هم ده وايي، نجونې باید خپل ژوند ته پرېښودل شي ژوند کول او ټولو حقونو ته یې لاسرسی د دوی حق دی.
په دغه نندارتون کې یوه ګډونواله زهرا چې د کتاب او قلم مرکز زده کوونکې هم ده وايي، نجونې باید خپل ژوند ته پرېښودل شي ژوند کول او ټولو حقونو ته یې لاسرسی د دوی حق دی.

د کتاب او قلم روزنیز مرکز مشره زینب محمدي وايي، په دغه نندراتون کې پنځه غرفې دي چې د خیاطۍ، اوبدل شويو توکو، لاسي ګنډ او خوراکي توکو په برخه کې د ښځو او نجونو په لاس تولیدات په کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د نوموړې په وینا، په اوس وخت کې افغان مېرمنې ملاتړ ته اړتیا لري او باید له پام ونه غورځول شي.

په دغه نندارتون کې یوه ګډونواله زهرا چې د کتاب او قلم مرکز زده کوونکې هم ده وايي، نجونې باید خپل ژوند ته پرېښودل شي ژوند کول او ټولو حقونو ته یې لاسرسی د دوی حق دی.

نوموړې چې په یو دولتي ښوونځي د ۹ ټولکي زده کوونکې ده، خو اوس ښوونځي ته نه شي تللی، له ازادي را‌ډیو سره په خبرو کې وویل: "د طالبانو حکومت په راتګ سره د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړل شوي. ډاکټر زینب محمدې دې خیر یوسي چې دغه مرکز یې جوړ کړی او افغان نجونو لپاره د هیلو یوه دوازه ده څو خپلې تجربې او څه یې چې زده کړې نندارې ته وړاندې کړي."

عایشه ګل هغه نجلۍ چې په دغه نندارتون کې ګډون کړی وايي، د افغان ښځو په ځانګړي ډول د نجونو لاسي صنایع باید وده وکړي او د دوی ملاتړ باید وشي.

هغې وویل: "زه خبره شوم چې دلته د بازار ورځ جوړه شوې زه هم راغلم چې یو څه واخلم. ځینې شیان مې هم واخیستل، کالي، اوبدونکي توکي او دغه شان خوراکي شیان مو واخیستل."

د قلم او کتاب روزنیز مرکز ۱۴ میاشتې وړاندې د یو شمېر مېرمنو لخوا په کابل کې جوړ شو چې موخه یې له تعلیم پاتې نجونو او دغه شان ښځو ته د زده کړې ترڅنګ د ځینو حرفو او تولیداتو زده کول دي.

دغه نندارتون په داسې حال کې جوړېږي چې پر افغانستان د طالبان له بیاځلي واکمنېدو وروسته له شپږم ټولکي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې، ډېری مېرمنې چې مخکې یې په دولتي ادارو کې کار کاوه له کار راوګرځول شوې او یو شمېر نور محدویتونه هم پرې ولګېدل.

پر افغان نجونو او ښځو دا محدودیتونه په کور دننه او نړیواله کچه په پراخ ډول له غبرګونونو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG