د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

کابل ښار کې د 'سولې د کتاب' په نامه د کتابونو نندارتون پرانیستل شوی


کابل ښار کې د 'سولې د کتاب' په نامه د کتابونو ننداره
کابل ښار کې د 'سولې د کتاب' په نامه د کتابونو ننداره

سره له دې چې افغانستان کې ناامني ډېره شوې او خلک په کې قرباني کېږي، د کابل ښار لویدیځه څنډه کې د کتاب نندارتون پرانیستل شوی.

دغه نندارتون د پل سرخ د فرهنګي مرکز له خوا د کابل ښار د پل سرخ سیمه کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کې ډېره ده، جوړ شوی دی.

د دغه نندارتون تنظیموونکي او د شهرکتاب د فرهنګي مرکز مسؤل شاهد فرهوش ازادي راډیو ته وویل، دغه نندارتون کې د مرکز اته خپرندویانو لس زره کتابونه چې د ادبیاتو اروا پوهنې، ټولن پېژندنې او د ښځو او ماشومانو کتابونه په کې شامل دي، نندارې ته ایښې دي.

د ده په خبره دغه نندارتون د سولې د کتاب په نامه چې هدف یې د کتاب د نړیوالې ورځې او سولې ملاتړ دی، جوړ شوی دی.

ښاغلي فرهوش وویل، د دغه نندارتون هره ورځ ېې له یو اصل نه ملاتړ ته ځانګړې کړی کوم چې د افغانستان خلکو ته مهم دي: "موږ د نندارتون لومړۍ ورځ د بشر د حقونو د ملاتړ په نامه، نن مو د بیان د ازادۍ په نامه چې زموږ سره کرښه ده، درېیمه ورځ مو د ښځو د شل کلنو حقونو د ملاتړ او وروستۍ ورځ مو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د ناشرانو د ملاتړ په نامه نومولې ده."

کابل ښار کې د 'سولې د کتاب' په نامه د کتابونو ننداره
کابل ښار کې د 'سولې د کتاب' په نامه د کتابونو ننداره

ده وویل، سره له دې چې امنیتي ګواښونه شته خو نه شي کولی چې د خلکو غږ زندۍ کړي.

د دغه نندارتون بل تنظیموونکي علي یعقوبي وویل: "دغه نندارتون د پل سرخ د فرهنګي مرکز په نوښت او د افغانستان د څو ناشرانو په مرسته جوړ شوی، یاد نندارتون د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت د جمعې له ورځې تر سې شنبې پرانیستی دی. دغو دوو ورځو کې خلک راغلل او هرکلی یې وکړ."

د نندارتون نندارچیانو محمد داوود او پرواني د دا شان نندارتونونو جوړول نېک ګام وباله: "دا یو ښه فرهنګ دی او سره له دې چې خلکو ته د کتاب لوستلو زمینه برابروي، د افغانستان په اوسنیو ناامنه شرایطو کې د افغانستان د راتلونکي په خاطر د خلکو د توانمندۍ احساس پیاوړی کوي.

-نندارتون په ښه فضا کې جوړ شوی، نندارچیان یې ډېر دي، هر څوک راځي چې د لاسي صنایعو او کتاب نندارتون جوړ شوی."

کابل ښار کې د 'سولې د کتاب' په نامه د کتابونو ننداره
کابل ښار کې د 'سولې د کتاب' په نامه د کتابونو ننداره

تېر کال د عقرب په ۱۲مه د کتابونو له لوی نندارتون وروسته، دا د کتابونو لومړی نندارتون دی چې په کابل ښار کې جوړیږي.

تېر کال د کتاب نندارتون په کابل پوهنتون کې د افغانستان او ایران د ناشرانو په شتون کې جوړ شوی و چې د پرانستې په لومړۍ ورځ پر پوهنتون حمله وشوه او نندارتون یې ګډوډ کړ.

د تېر کال د نندارتون تنظیموونکي وايي، د حمله کوونکو هدف د کتاب نندارتون نه وو.

په تېرو کلونو کې به د کتاب نندارتونونه د دولتي بنسټونو په ملاتړ جوړېده، خو سږنی نندارتون څو خصوصي ناشرانو محدود جوړ کړی دی .

XS
SM
MD
LG