د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

دوبۍ کې د بېلابېلو توکو نندارتون؛ لسګونه افغان ښځینه سوداګرو په کې ګډون کړی


ارشیف: د ښځینه سوداګرو د یوه نندارتون انځور
ارشیف: د ښځینه سوداګرو د یوه نندارتون انځور

د افغانستان لسګونه سوداګرې مېرمنو په نړۍ کې د هېواد د تولیداتو، له هغې ډلې د غالیو، ګاڼو او وچې مېوې د صادراتو لپاره د بازارموندنې په مقصد پرون د دوبۍ په یوه نندارتون کې په انلاین ډول ګډون وکړ.

د لسګونه افغان سوداګرو مېرمنو په ګډون د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې درې ورځنی نندارتون پرون جمعه پیل شو.

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره د دې نندارتون ملاتړ کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ویزې او سفر د محدودیتونو له کبله، د نندارتون ډېری ګډونوالو مېرمنو له کابله په انلاین ډول برخه په کې اخیستې وه.

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونو په استازولۍ ریحانې کریم په دې غونډه کې وویل، دوی هغو مشتریانو ته چې غواړي د ښځو د حقونو ملاتړ وکړي د رسېدو لپاره پر یو سوداګریز مارک کار کوي او زیاته یې کړه چې مشتریان په اروپا، امریکا او متحده عربي اماراتو کې غواړي چې د افغان ښځو ملاتړ وکړي نو ځکه دا غواړي چې هغو ته فرصت ورکړل شي.

کابل کې د ښځینه سوداګرو د نندراتون یو انځور. April 28 2022
کابل کې د ښځینه سوداګرو د نندراتون یو انځور. April 28 2022

هغې وویل: "هدف د افغاني محصولاتو د صادراتو پیل او هغوی ته بازار موندل دي. یعنې موږ غواړو د سوداګرۍ د خونو له لارې د افغان ښځو د تولید ځانګړی مارک رامنځته کړو."

مېرمن کریم زیاته کړه چې بهرني مشتریان د افغان مېرمنو په لاس د تولید شویو محصولاتو د پېرلو له لارې له هغوی سره مرسته کوي چې په خپلو پښو ودرېږي او له مالي پلوه پر ځان بسیا شي.

د نندارتون ځینو ګډونوالو وویل چې د افغان مېرمنو پر ټولنیز ژوند د طالبانو محدودیتونو د افغانستان پر مات- ګوډ اقتصاد او د دوی پر کاروبار ناوړه اغېز کړی دی.

عاصمه کوهستاني د غونډې بله ګډونواله ده.

اوس زموږ روزنیزه برخه په بشپر ډول شنډه شوې او شمېر یې له اتیا تنو څخه شلو ته رالوېدلی دی.

هغې وویل: "کله چې د جمهوریت پرمهال موږ کار کاوه، پر ښځو محدودیتونه نه وو، خو اوس زموږ پر کارونو یو لړ محدودیتونه وضع شوي دي. مثلاً زموږ په شرکت کې ما شاوخوا اتیا تنه مېرمنې په دوو برخو کې روزلې، خو اوس زموږ روزنیزه برخه په بشپر ډول شنډه شوې او شمېر یې له اتیا تنو څخه شلو ته رالوېدلی دی. بازارونه هم ډېر خراب دي، راکړه ورکړه نه شته د خلکو کار او اقتصاد صفر شوی دی."

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویلي چې د ښځو په مشرۍ د سوداګرۍ د کاروبار ملاتړ کوي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي دي چې له افغان سوداګرو ښځو سره مرستې وکړي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان بانک میلیاردونه ډالره شتمنۍ کنګل شوې او د هېواد پر بانکي سیسټم بندیزونه لګېدلی چې په نتیجه کې یې د افغانستان اقتصاد سخت زیانمن شو.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په تېره ډسمبر میاشت کې په کورنیو او نړیوالو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه.

دا اقدام په کور دننه او بهر له سختو غبرګونونه سره مخامخ شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG