د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

هرات کې مېرمنو له عبدالله وغوښتل چې حکومتي چارو کې دې يې ونډه ډېره شي


د هرات د مېرمنو استازو له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وغوښتل چې په دې ولایت کې په حکومتي چارو کې دې د ښځو ونډه زیاته کړای شي.

ډاکتر عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د ښځو له شورا، ټولنو او ښځينه سوداګرو سره په یوه غونډه کې ولیدل او د هغوی پر ستونزو‎ یې ورسره خبرې وکړې.

د اجرائیه ریاست مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې وايي چې د هرات د مېرمنو استازو له اجرائیه رئیس وغوښتل چې د دې ولایت په ادارو کې دې د ښځینه ښوونکو او ډاکترانو شمېر زیات شي.

هغوی همداراز غوښتنه وکړه چي د مور او ماشوم د صحت په برخه کې شوي اقدامات کفایت نه‌کوي او اړتیا ده چي په دې برخه کي نور عملي ګامونه هم پورته شي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د دغه ولایت ښځینه سوداګرو له حکومته وغوښتل چي د مېرمنو لپاره د سوداګریزو خونو د ایجاد او د کوچنیو او منځنیو قرضونو په برخو کې ورسره مرسته وکړي.

د اجرائیه ریاست د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې په وینا، ښاغلي عبدالله ژمنه وکړه چې د هرات د مېرمنو د ټولنو د استازو پر غوښتنو به د حکومت د امکاناتو په چوکاټ کې غور وکړي، په ځانګړې توګه په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د دوی د پراخ ګډون په اړه او همدارنګه د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې به سیمه‎ییزه او ملي اداره په ګډه اقدامات وکړي.

افغان اجرائیه رئیس د سې شنبې په ورځ په هرات ولایت کې د ولایتي چارواکو سربېره په هرات کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو سره وکتل او له افغان سوداګرو سره‎یې په هرات کې په درېیم اقتصادي کنفرانس او د کورنیو تولیداتو په نندارتون کې برخه واخیسته.

XS
SM
MD
LG