د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

کابل کې د کرنيزو محصولاتو نندارتون پرانيستل شو؛ ښځو هم په‌کې ګډون کړی


کابل کې د کورنيو محصولاتو نندارتون پرانيستل شوی
کابل کې د کورنيو محصولاتو نندارتون پرانيستل شوی

نن چهارشنبه په کابل کې د نوي لمریز کال په مناسبت د کرنیزو محصولاتو یو څلور ورځنی نندارتون پرانیستل شو، چې ښځو هم په‌کې ګډون کړی و.

په کابل کې د لاسي صنایعو د یوه شرکت کارونکې ناظمه خواجه زاده وايي، د لاسي صنایعو په کوم تولیدي شرکت کې چې دا کار کوي، شاوخوا ۱۸۰ نورې مېرمنې هم شته، چې افغاني جامې، غالۍ، بوټونه او دستکولونه جوړوي.

ناظمه وايي، نن دوی د هر یوه نمونې راوړي او په نندارتون کې یې نندارې ته ایښې دي.

"د نندارتون پرانیستل د مېرمنو پر کار او سوداګرۍ مثبت تاثېر لري

ناظمې خواجه زاده ازادي راډیو ته وویل، په دې نندارتون کې له ګډون څخه د دوی موخه دا وه چې، خپلو لاسي صنایعو ته بازار پیدا کړي او تر ټولو مهم هدف یې دا دی چې وښيي افغان مېرمنې ماته نه مني او په هر ډول شرایطو کې مبارزه کوي.

نوموړې وايي: "د نندارتون پرانیستل د مېرمنو پر کار او سوداګرۍ مثبت تاثېر لري، په نندارتون کې د لاسي صنایعو کېښودل د بازار موندنې په برخه کې ډېره مرسته کوي، په دې کار سره په افغانستان کې دننه او بهر خپل تولیدات خرڅوو."

د کابل کې د بادام باغ څلور ورځني کرنیز نندارتون ته چې د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شو، د افغانستان له ولایتونو څخه هم مېرمنې ورغلې وې او خپل محصولات یې نندارې ته وړاندې کړي دي.

کابل کې د کورنيو محصولاتو نندارتون پرانيستل شوی
کابل کې د کورنيو محصولاتو نندارتون پرانيستل شوی

د (لبنیات راه ابریشم) په نوم د لبنیاتو د شرکت مسولې وحیدې عزیزي ازادي راډیو ته وویل، له بدخشان راغلې او لبنیات یې د خرڅولو لپاره نندارتون ته راوړي دي.

اغلې عزيزه وايي: "نن مو د بادام باغ په نندارتون کې ګډون کړی دی، ما له بدخشان څخه لبنیات راوړي چې کورت، مستې او چکه په‌کې دي."

ما له بدخشان څخه لبنیات راوړي چې کورت، مستې او چکه په‌کې دي."

د افغان مېرمنو د سوداګرۍ خونې د معلوماتو پر بنسټ، چې د سلوغې په میاشت کې له ازادي راډیو سره شریک کړې وو، د طالبانو له واکمنۍ مخکې په افغانستان کې ۲۳۷۱ مېرمنو رسمي او ۵۶۰۰ مېرمنو هم غیر رسمي سوداګري کوله او د لاسي او ماشیني صنایعو، د قیمتي ډبرو، خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو د پلور په برخه کې یې فعالیت درلود.

د یادې خونې د مسؤلانو په خبره، د دغو مېرمنو په نوښت په پیل شویو سوداګریزو فعالیتونو کې د ۷۵ زره کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې وه.

خو دا چې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته څومره شمېر ښځو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی، دا نه‌ده معلومه.

د طالبانو د حکومت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دعامه اړیکو او اطلاعاتو رئیس او ویاند مولوي مصباح الدین مستعین ازادي راډیو ته وویل، یاد نندارتون ۲۶۳ غرفې لري، چې له دې شمېر ۵۶ یې مېرمنو ته ځانکړې شوي دي.

کابل کې د کورنيو محصولاتو نندارتون پرانيستل شوی
کابل کې د کورنيو محصولاتو نندارتون پرانيستل شوی

نوموړی وايي: "د کرنیزو محصولاتو نندارتون د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د افغانستان د کرنې د سکټور د پراختیا، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او پر ځان د بسیاینې په موخه جوړ شوی دی."

تر دې وړاندې هم مېرمنو په بېلابېلو ننداتونونو کې خپلې لاسي صنایع او نور تولیدات نندارې ته اېښي وو.

د دوی په وینا نندارتون له دوی سره د بازار موندنې په برخه کې ډېره مرسته کوي.

د یادونې ده، چې طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو وروسته، په ډېری دولتي ادارو کې ښځې له کار کولو راوګرځولې او دغه شان يې په ټولو نا دولتي مؤسسو کې یې هم د دوی پر کار بندیز لګولی دی.

په دې ښځو کې ډېری یې د کورنۍ سرپرستانې وې چې وايي، اوس په بې روزګاره کېدو سره له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG