د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

په کابل کې د محصولاتو او تولیداتو نندارتون جوړ شوی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې افغان محصولاتو او تولیداتو ته د بازار موندنې په هدف کابل کې یو نندارتون جوړ کړی دی.

د 'خورشید تابان' په نوم د لاسي صنایعو د یوې توليدې فابریکې مسوولې رحیمې حاجي زاده په کابل کې د امام ابوحنیفه په ملي او نړیوال سوداګریز نندارتون کې ګډون کړی دی.

نوموړې چې د ورته تېرو جوړو شویو نندارتونونو له ګټې ډېره راضي نه ده، هیله لري چې په دې نندارتون کې ښه پېرېدونکي ولري.

هغه زياتوي :"په تېرو نندارتونونو کې که څه هم موږ ډېر لګښت وکړ خو چندان ښه لاسته راوړنه مو نه درلوده، هیله لرو چې له دې نندارتونه ښه لاس ته راوړنه ولرو."

شېر احمد د دې نندارتون بل ګډونوال دی چې لويې او وړې غالۍ او جاینمازونه د پلور لپاره ننداتون ته راوړي دي.

شېر احمد ازادي راډیو ته وویل، ښه تولیدات لري خو پلور ته یې بازار نه شته.

هغه وويل: "موږ ملاتړ ته اړتیا لرو، کله چې موږ دومره زحمت باسو او غالۍ اوبو نو چې یو څوک خو وي چې وې پېري. اوسمهال له بده مرغه زموږ د پلور بازار ډېر سوړ دی."

دا سوداګریز نندارتون د 'افغانستان د بې شمېره فرصتونو سیمه' په نامه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري جوړ شوی.

د دې خونې سرپرست یونس مومند یې د پرانېستې په مراسمو کې له طالبانو وغوښتل چې د پلورونکو ستونزو ته پام وکړي.

يونس مومند
يونس مومند

مومند وويل: "موږ له اسلامي امارته هیله لرو چې د پلورونکو وړو وړو ستونزو ته چې دوی یې لري جدي پام وکړي. دغه شان د کابل له ښاریانو غواړم چې له دې نندارتون نه لیدنه وکړي، دلته توکي هم ارزانه دي، او پېرېدونکې یې په کمه بیه په عمده او پرچون ډول ترلاسه کولای شي."

د نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې د سوداګرو خونې د مسوولانو او سواګرو ترڅنګ د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو هم برخه اخیستې وه.

د طالبانو د حکومت د ریيس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په دې مراسمو کې ټولو پانګه والو ته د ملاتړ ډاډ ورکړ.

هغه وويل: "موږ انشاالله له ټولو داخلي پانګه والو او کورنیو تولیداتو په تمامه مانا ملاتړ کوو."

د دغه سوداګریز نندارتون مسوولان وایي چې یاد نندارتون چې ۷۰۰ غرفې لري اوه ورځې به دوام کوي.

په دې نندارتون کې د کابل او بېلابېلو ولایتونو تولیدي فابریکو خپل تولید شوي توکي نندارې او پلور ته ایښي دي.

که څه پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ راوروسته په کابل کې ورته نور نندارتونونه هم جوړ شوي، خو سوداګر شکایت لري چې په دې هېواد کې د فقر او بېوزلۍ په زیاتېدو سره یې د پلور بازارونه ساړه او نورو هېوادونو ته د تولیداتو د انتقال په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG