د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

کاناډا کې د 'زما مينه افغانستان' په نوم نندارتون پرانيستل شوی


کاناډا کې د زما مينه افغانستان په نوم پرانيستل شوی نندارتون
کاناډا کې د زما مينه افغانستان په نوم پرانيستل شوی نندارتون

له یوه کال هلو ځلو وروسته، هنر سالار ډلې په کاناډا کې د اغاخان موزیم دننه "زما مینه افغانستان" په نوم نندارتون پرانيست.

په دې نندارتون کې د افغانستان کیسې د تصویر او انځور په ژبه نندارې ته اېښودل شوي.

دلته د افغان ښځو په لاس اوبدل شوې سره غالۍ اېښودل شوې، تر خوا یې په لږ واټن دویم پوړ ته تلونکې زينې هم په هغې غالۍ پوښل شوي چې د افغان ښځو د لاس تولید دی.

نندارې ته اېښودل شویو انځورونو او تصویرونو کې بيا تاوتریخوالی، د افغانانو غم او ترڅنګ یې خوښي، بریا او فرهنګ ښودل کېږي.

د نندارتون يوه څنډه
د نندارتون يوه څنډه

د هنر سالار ډلې مشر امید شریفي ازادي راډیو ته وویل، دا نندارتون به شپږ میاشتې پرانيستی وي.

نوموړي وويل: "دا نندارتون زموږ د هېوادوالو چې کاناډا کې مېشت دي او خپله د کاناډایانو لپاره هره ورځ پرانيستی وي. زه هیله‌مند یم چې د دې نندارتون له لارې هم خپلو خلکو او هم نړۍ ته د یووالي او یو بل منلو یو مثبت پیغام ورسوو."

د نندارتون يوه څنډه
د نندارتون يوه څنډه

ښاغلی شریفي زیاتوي، غواړي په دې نندارتون سره طالبانو ته وښيي چې دوی نه‌شي کولای د افغانستان هنر له‌منځه یوسي، بلکې د افغانستان هنرمندان او هنرپالان به دا هنر هر ځای ژوندی وساتي.

هنر سالار هنري ډله په ۲۰۱۴ کاله جوړه شوه.

هنر سالار هنري ډله په ۲۰۱۴ کاله جوړه شوه.
هنر سالار هنري ډله په ۲۰۱۴ کاله جوړه شوه.

دوی لومړی په کابل کې په سړکونو او لویو سمنټي دېوالو چې د امنیت ساتنې لپاره له دولتي او غیر دولتي ادارو را تاوو شوي و، انځورګري پیل کړه.

په دې انځورونو کې د سولې، خواخوږۍ، فساد ضد، مهربانۍ، ټولنیز بدلون او حساب ورکونې بصري پیغامونه رسامي کېدل.

اوس د هنر سالار ګروپ تر ډېره نړیوال شهرت موندلی.

د نندارتون يوه څنډه
د نندارتون يوه څنډه

په کاناډا کې د افغانستان د وضعیت د ښودو په اړه جوړ شوی نندارتون داسې مهال پرانيستل کېږي چې تر ډېره په افغانستان کې هنري کارونه د طالبانو تر اغېز لاندې راغلي دي.

د بېلګې په توګه وروستیو کې افغان فلم د بګرام زندان په اړه یو مستند خپور کړی چې پرې د طالبانو اغېز جوت و.

د جمهوري نظام پر مهال افغانستان کې تر ډېره هنري او فرهنګي نندارتونونه جوړېدل چې حکومت یې هم نقداوه، خو طالبان نقد او نیوکه د خپل رژیم پر ضد دسیسه بولي او خپلواکو فعالیتونو ته اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG