د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

بلېنکن: د ځپونکو فرمانونو په دوام سره به نړۍ له طالبانو سره تعامل ونه کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، تر هغې چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو له ځپلو او تبعیض څخه لاس وانخلي، د نړۍ هېوادونه به له دوی سره تعامل ونه کړي.

د افغانستان په شمال کې یوه محصله نجلۍ وایي، اوس په کور ده، خو د زده کړو د بشپړولو هیله لري.

دا چې نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي، په خبره یې د اقتصاد د دریېم کال محصله ده.

نوموړې د طالبانو له حکومت غواړي چې د پوهنتونونو او د ښوونځيو دروازې ژر تر ژره د نجونو پر مخ خلاصې کړي.

هغه زیاتوي: "موږ د دې اجازه نه لرو چې سبق او زده کړو ته ولاړې شو. موږ اوس هم د دې په تمه یو چې د اسلامي امارت حکومت به د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه پرېکړه وکړي. زما او د ټولو هېوادوالو غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره دې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې زموږ پر مخ خلاصې کړي."

فاطمه بله محصله نجلۍ ده چې د طالبانو له خوا پر زده کړو د بندیزونو له امله نه شي کولای خپلې زده کړې بشپړې کړي.

دې ازادي راډيو ته وویل، تمه یې درلوده څو په نوي ښوونیز کال که به نجونو ته د پوهنتون د تګ اجازه ورکول شي، خو په خبره یې داسې ونه شول.

هغه زیاتوي: "موږ هیله درلوده چې د نوي کال په رارسېدو سره به یو نوی بدلون راشي او د علم او د زده کړو دروازې به د نجونو پر مخ خلاصې شي، خو له بده مرغه چې خلاصې نه شوې، دا پر نجونو ډېر منفي اغېز لري. اوس زه او ډېری نورې نجونو په رواني ناروغیو اخته شوې یو."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن تازه، په امریکا کې د یو افغان خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، نړۍ به تر هغه طالبانو سره تعامل ونه کړي چې د ښځو او نجونو حقونو مراعات نه کړي.

هغه دا هم وویل چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو د حقونو د ځپلو او اخیستنې لپاره تر اوسه ۸۰ فرمانونه صادر کړي دي څو د ښځو د پرمختګ مخه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلېنکن په خبره د طالبانو د ډسمبر د میاشتې فرمان چې په نادولتي ادارو کې یې ښځې له کار کولو راوګرځولې، لسګونه میلیونه هغو افغانان ژوند، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري، له ګواښ سره مخ کړی دی.

هغه زیاتوي: "ډېر ساده وایم، موږ له هغه فرمانونو څخه چې د طالبانو حکومت یې یو بل پسې اعلان کوي او د نجونو او ښځو حقونه نقضوي خواشیني یو او موږ د دې نقض شاهدان یو چې دوی د زده کړو،کار او د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د هغوی د فعالیتونو پر وړاندې خنډ ګرځېدلي دي. هغه مرستې چې افغانان یې باید ترې مستفید شي، ما چې د نړۍ د هېوادونو سره خبرې اترې کړي، دا مې درک کړی چې طالبان نړۍ سره د نورمالو اړیکو غوښتونکي دي، خو تر کومه چې دوی خپلو ځپونکو فرمانونه ته ادامه ورکوي، دا غوښتنه به یې ترسره نه نه شي."

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاالله هاشمي او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو د خبریال پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

د بلېنکن دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې امریکا په وار وار په دې تورنه شوې چې د دوحې د هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره یې، په افغانستان کې طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو ته زمینه برابره کړې او اوس دوی هره اوونۍ د ۴۰ میلیونو ډالرو کڅوړې طالبانو ته افغانستان ته لېږي.

د دوحې تړون چې د امریکا د استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازي ملابرادر تر منځ لاسلیک شوه. February 29, 2020
د دوحې تړون چې د امریکا د استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازي ملابرادر تر منځ لاسلیک شوه. February 29, 2020

تر دې وړاندې سیګار یا د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې راپور ورکړی و چې امریکایي چارواکي په افغانستان کې د لېږل شويو پيسو د مصرف د څرنګوالي په اړه راپور ورکولو ته نه دي حاضر شوي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا مرستې په افغانستان کې د خلکو سره د نړیوال بنستونو له خوا مصرفېږي، طالبان ورته لاسرسي نه لري.

د ښځو د حقونو فعاله مسعوده کوهستانۍ وایي چې افغان نجونو او ښځو ته د دوی د حقونو د ستنولو په برخه کې د نړیوالو هڅې موثرې نه دي.

کوهستانۍ زیاتوي: "ټول نړیوال سازمانونه چې افغانستان ته ولاړل، راغلل نو هېڅ کومه پایله یې ورنه کړه، پایله یې منفي وه او سمه نه وه چې مونږ کوم وړاندیز ورته وکړو. عقلاني او انساني لاره دا ده چې د دوی پر وړاندې مقاومت وشي."

که څه هم خلک او د ښځو د حقونو فعالان وايي، دوی تمه درلوده چې طالبان به په دې کال کې د پوهنتونونو او د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ خلاصې کړي او نجونو او ښځو ته به د کار اجازه هم ورکول کېږي، خو د دوی په خبره داسې ونه شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG