د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

مککال له افغانستان سره د امریکا د مرستو په اړه د څېړنې غوښتنه کړې


د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایک‌ مککال
د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایک‌ مککال

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایک‌ مککال د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستان سره د متحده ایالاتو د بشري مرستو په اړه د څېړنې غوښتنه کړې.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایک مککال په یوه لیک کې چې پرون ناوخته د استازو جرګې د بهرنیو کمېټې پر وېبپاڼه خپور شوی، د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار ادارې یا سیګار له مشر جان سوپکو څخه غوښتي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو په اړه څېړنه وکړي او د هغو میکانېزمونو پوره راپور دې له دوی سره شریک کړي چې ډاډمن شي، دا مرستې د طالبانو لاس ته نه لوېږي.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلي، که څه هم افغانان بشري مرستو ته ډېره اړتیا لري، خو دوی باید ډاډمن شي چې د امریکا لخوا له شویو بشري مرستو طالبانو ګټه نه اخلي او یا هم په بل ډول ضایع یا د درغلیو او ناوړه استفادې ښکار نه شي.

مککال سیګار ته د خپل لیک په یوه برخه کې لیکلي: "دا مهمه ده چې د امریکا مرستې د امریکا په لومړیتوبونو ولګول شي او هغو طالبانو ته یې ګټه ونه رسېږي چې ښځې او نجونې یې محرومې کړې دي، له شریعت څخه یو ظالمانه تفسیر پلی کوي او حکومت یې د امریکا او نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی."

په لیک کې غوښتنه شوې چې د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته په افغانستان د بشري ناورین د کنترول لپاره د امریکا د شویو مرستو سندونه چې د مالیې، فیس، ګمرکي تعرفو، د جوازونو د اخیستلو او ترلاسه کولو او عمومي خدماتو په برخو کې دي، د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو له کمېټې سره شریک شي.

همدا ډول د طالبانو له واکمنېدو وروسته د امریکا د ټولو بشري مرستو د اندازې په اړه چې د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، د کولمبو پلان او نورو نړیوالو سازمانونو لخوا مصرف شوي او د هغو پروسو او لارو چارو په اړه چې ملګري ملتونه ډالر افغانستان ته لېږدوي او بیا یې د افغانستان نړیوال بانک د مصرف لپاره په افغانیو بدلوي او د افغانستان په اقتصاد د دې مرستیو د اغېزو په اړه هم د معلوماتو غوښتنه شوې.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس د جنوري په ۲۳مه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې له افغانانو سره بشري مرستې د طالبانو د ملاتړ په معنی نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس

نوموړي د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې هغه وخت ویلي و چې دا محدودیتونه به بې ځوابه پاتې نه شي او له طالبانو سره د تعامل د بدلون په برخه کې له خپلو متحدینو سره مشوره کوي.

سیاسي شنونکی طارق فرهادي بیا وايي، دا چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم امریکا له افغانستان سره بشري مرستو ته ادامه ورکوي، غواړي په دې سره په افغانستان کې ثبات وساتي او د کډوالۍ د یوې لویې څپې مخه ونیسي چې د نوموړي په باور د دې ثبات منځته راتګ، د طالبانو د حکومت ستنې پیاوړې کړې دي.

کله چې په افغانستان کې ثبات وي، د طالبانو حکومت هم ترې مستفید کېږي او حکومت یې پیاوړی کېږي چې په ۱۸ میاشتو کې همدا کار شوی دی.

فرهادي وویل: "کله چې په افغانستان کې ثبات وي، د طالبانو حکومت هم ترې مستفید کېږي او حکومت یې پیاوړی کېږي چې په ۱۸ میاشتو کې همدا کار شوی دی. دا چې دې مرستو ته طالبان په مستقیم ډول لاسرسی لري که نه؟ ثبوت شته، خو د دوی د حکومت له پیاوړي کېدو سره یې مرسته کړې ده."

فرهادي دغه شان وايي، که طالبان له امریکا سره خپلې اړیکې سمې نه کړي، د دې احتمال شته چې په امریکا کې د کورنیو فشارونو له امله دا مرستې بندې شي.

د یادونې ده چې تر دې مخکې سیګار کانګرېس ته په یوه راپور کې ویلي و چې امریکا له افغانستان او کډوالو سره د مرستې ۸ میلیارده ډالره ځانګړي کړي.

د سیګار د راپور له‌مخې په دې پیسو کې له دوه میلیاردو ډالرو زیاته برخه یې د پرمختیايي او بشري مرستو، درې اعشاریه پنځه میلیارده ډالره د افغانستان امانت صندق ته او دوه اعشاریه اووه میلیارده هم امریکا ته د افغانانو د تخلیې پروسې ته ځانګړې شوې دي.

دغه شان په کې د کډوالو له کوربه هېوادونو سره مرسته هم شامله ده.

سیګار کانګرېس ته خپل راپور کې اندېښنه ښوولې وه چې طالبان له دغو مرستو څخه د مالیې او یا د جواز د صدور په بڼو عاید ترلاسه هڅه کوي او له کانګرېس څخه یې غوښتي و چې په دې اړه څېړنې وکړي.

خو طالبانو بیا تل د امریکا لخوا په بشري مرستو کې مداخله رد کړې ده او ویلي یې دي چې دا مرستې د یوه خصوصي بانک له لارې مصرفېږي او دوی لاسرسی نه ورته لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG