د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

ملګرو ملتونو د افغان پناه غوښتونکو د ستونزو د حل لپاره د مرستې غوښتنه کړې


پاکستان کې افغان پناه غوښتونکي، ارشيف
پاکستان کې افغان پناه غوښتونکي، ارشيف

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د افغانستان په پنځو ګاونډیو هېوادونو کې د څه باندې پنځه میلیونه او دوه لکو افغانانو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د دغې کمېشنرۍ ویاندې شبیا منتو ( Shabia Mantoo ) په جینوا کې یوې غونډې ته وویل، دا چې افغانستان له لوی بشري ناورین سره مخامخ دی، اوسېدونکي یې د نړیوالې ټولنې د ډېر ملاتړ غوښتنه کوي.

نوموړې ويلي: "افغانستان ته د رسېدو په سیمه‌ییز پلان کې د ۲۰۲۳م کال لپاره د ۶۱۳ میلیونه ډالرو غوښتنه شوې ده، دا د دې لپاره چې په ګاونډیو هېوادونو ایران، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې افغانان تر پوښښ لاندې راولي. دغو پنا غوښتونکو کې ډېر هغه له لسیزو راهیسې ګاونډیو هېوادونو کې اوسیږي."

"افغانستان ته د رسېدو په سیمه‌ییز پلان کې د ۲۰۲۳م کال لپاره د ۶۱۳ میلیونه ډالرو غوښتنه شوې ده

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په راپور کې راغلي، د افغانستان پنځه ګاونډي هېوادونه دا مهال د اته اعشاریه دوه میلیونه افغان کډوالو کوربانه دي.

یوازې څه باندې دوه میلیونه کسان دې ډله کې قانوني اسناد لري چې ډېر هغه یې په ایران او پاکستان کې دي.

وروستيو کې ډېری افغانانو ايران کې پناه اخيستې، چې سلګونه يې بېرته د ايران له‌خوا افغانستان ته لېږل شوي هم دي.
وروستيو کې ډېری افغانانو ايران کې پناه اخيستې، چې سلګونه يې بېرته د ايران له‌خوا افغانستان ته لېږل شوي هم دي.

د ملګرو ملتونو په خبره د افغانستان په پنځو ګاونډیو پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان کې د افغان کډوالو ۷۰ سلنه برخه ښځې او ماشومان دي.

په دغو کډوالو کې تر ډېرو د هغو ستونزې د اندېښنې وړ ښودل شوي چې د پخواني جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته له افغانستانه وتلي دي.

ملګرو ملتونو تېر ۲۰۲۲ کال کې هم د افغانستان په دغو ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو حل ته د ۶۲۳ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې وه، خو په خبره یې یوازې ۵۲ فیصده دغه پيسې یې ترلاسه کړې.

افغان کډوالو ته د مرستې په پار نوې غوښتنه داسې مهال کېږي چې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان متحده عربي امارات د نږدې ۲۷۰۰ افغانانو په توقیف تورن کړی دی.

دغه سازمان ویلي، دا هغه شمېر افغانان دي چې، نورو هېوادونو کې یې د میشتېدو شرطونه نه‌دي پوره کړي او له تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې په توقیف کې دي.

افغانان تر ډېره په ناقانونه لارو بهرنيو هېوادونو ته ځي، چې د فبرورۍ په ۲۶مه د ايټاليا په سواحلو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې هم يو شمېر افغانان مړه شول.
افغانان تر ډېره په ناقانونه لارو بهرنيو هېوادونو ته ځي، چې د فبرورۍ په ۲۶مه د ايټاليا په سواحلو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې هم يو شمېر افغانان مړه شول.

دا هغه افغانان دي چې د طالبانو په بیا راتګ سره په پوځي الوتکو کې له کابله متحده عربي اماراتو ته ولېږدول شول، خو اوس بې‌برخه لیکه پراته دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په وروستیو دوو اوونیو او له هغې را وروسته موده کې شاوخوا ۱۲۴ زره افغانان له کابله و ایستل شول چې یوه ډېره برخه یې امریکا او نورو اروپایي هېوادونو کې ځای پر ځای شول.

پر دې سربېره زرګونه نور هغه افغانان چې له نړیوالو پوځي او ملکي ماموریتونو سره یې کار کړی و، یا افغانستان کې بند پاتې دي او یا هم د ګاونډ او سیمې په هېوادونو کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په ظاهره دا هغه کسان دي چې، درېیمو هېوادونو کې یې د میشتېدو چارې بې پایلې شوي یا یې هم تر اوسه څرک نه‌دی لګېدلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG