د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

د افغانستان سفارت: د ایټالیا له اوبو د ۹۱ افغانانو مړي ویستل شوي


د تېرې فبرورۍ په ۲۶مه د کډوالو یوه کښتۍ د ایټالیا په اوبو کې ډوبه شوه چې ګڼ کسان په کې مړه شول. ژغورونکو ډلو د لسګونو کسانو مړي را وایستل.
د تېرې فبرورۍ په ۲۶مه د کډوالو یوه کښتۍ د ایټالیا په اوبو کې ډوبه شوه چې ګڼ کسان په کې مړه شول. ژغورونکو ډلو د لسګونو کسانو مړي را وایستل.

د فبرورۍ په ۲۶مه د ایټالیا د کورتونه ښار په ساحل کې د ډوبې شوې کښتۍ څخه د راایستل شويو جسدونو په منځ کې ۹۱ افغانان وو.

ګل اغا جمشیدي د ایټالیا په کورتونه ښار کې افغان کډوال دی.

نوموړی وايي، د تره زوی يې وزيراحمد په مخکېني جمهوري نظام کې د هرات ولايت د ملي امنيت ښاري مدير و، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د امنيتي ګواښونو له امله له افغانستانه وتلو ته اړ شو او د ناقانونه کډوالۍ لاره يې غوره کړه.

وزيراحمد چې کومه لاره د خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو د ژغورلو لپاره غوره کړې وه، پای ته ونه رسېده او څلور واړه يې د ايټاليا په اوبو کې مړه شول.

جمشیدي ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه یوازې د مېرمن وزیراحمد جسد موندل شوی، خو وزیراحمد او د هغه دوه ماشومان لا هم نادرکه دي.

جمشيدي زياته کړه: "وزيراحمد د خپلې ښځې او ماشومان د ژوند ژغورلو لپاره افغانستان پرېښود او په ناقانونه توګه ترکيې او اروپا ته کډوال شو چې له بده مرغه څلور واړه يې له منځه ولاړل. تر دې دمه چې له تاسو سره خبرې کوم، د وزيراحمد او ماشومانو جسدونه نه دي موندل شوي او يوازې يې د مېرمنې جسد موندل شوی دی."

د ایټالیا په روم ښار کې د افغانستان سفارت دوه اونۍ وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د فبرورۍ په ۲۶مه د ایټالیا د کروتونه ښار په سواحلو کې له ډوبې شوې کښتۍ څخه د ۹۱ افغانانو مړي موندل شوي دي.

د ایټالیا په اوبو کې د ډوبې شوې کښتې وروسته ژغورونکي ډلې تر اوسه د مړو ویستلو هڅې کوي.
د ایټالیا په اوبو کې د ډوبې شوې کښتې وروسته ژغورونکي ډلې تر اوسه د مړو ویستلو هڅې کوي.

په دغه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، راغلي چې د ۴۸ کسانو جسدونه پېژندل شوي او د ۴۶ کسانو د مړینې سندونه هم لېږل شوي دي.

خو په ايټاليا کې د افغانستان سفارت په خپله اعلاميه کې دا نه دي ويلي چې په دغو ۹۱ کسانو کې د ښځو، نارينه وو او ماشومانو شمېر څومره دی.

د کډوالو دا کښتۍ چې په کې افغانان هم وو او غوښتل یې په ناقانونه توګه د ترکیې له ازمیر څخه ایټالیا ته ځان ورسوي، د کب میاشتې په اتمه چې د فبرورۍ له ۲۶مې نېټې سره برابره ده، د ایټالیا په اوبو کې ډوبه شوه.

ویل کېږي چې په دې کښتۍ کې چې د ۱۰۰ تنو سپرلیو ظرفیت یې درلود ۱۸۰ تنه سپاره وو.

تر دې مخکې هم له ترکیې سره پر پوله د ایران په یوه سیمه کې د سختې یخنۍ له امله لسګونه افغان کډوال مړه شوي دي.

په ورته وخت کې د فبرورۍ په ۲۷مه په بلغاریا کې په یوه لارۍ کې د ۱۸ افغانانو مړي وموندل شول او تر اوسه یې مړي افغانستان ته نه دي لېږدول شوي.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د ناقانونه کډوالۍ د مخنيوي او د پخواني پوځیانو د امنيتي ګواښونو په اړه د طالبانو حکومت نظر هم واخلي، خو د دوی او د بهرنيو چارو وزارت وياندویانو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د طالبانو له بيا ځلې واکمنېدو وروسته ډېری افغانان په ځانګړې توګه پوځيان، خبریالان او سیاسي او ټولنیز فعالان په قانوني او غیرقانوني توګه کډوالۍ ته اړ شوي چې د ناقانونه کډوالۍ له امله په سلګونو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG