د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

د ايټاليا په سواحلو کې د کښتۍ ډوبېدو پنځمه ورځ؛ د موندنې عمليات دوام لري


ايټاليا کې د ژغورنې عمليات
ايټاليا کې د ژغورنې عمليات

د ایټالیا په سمندري اوبو کې د ډوبې شوې کښتۍ د قربانیانو کورنۍ دې هېواد ته رسېدلې دي څو د خپلو عزیزانو مړي ترلاسه کړي او خاورو ته یې وسپاري.

د دې پېښې د قربانیانو لپاره پرون د ایټالیا په کالابریا سیمه کې یو لړ مراسم هم جوړ شوي وو.

د غیرقانوني کډوالو په دې کښتۍ کې چې د راپورونو له‌مخې له ترکیې څخه یې حرکت کړی و، شاوخوا ۲۰۰ کسان سپاره وو او د یکشنبې ورځې په سهار د توپان له کبله له یوه لوی ګړنګ سره ولګېده او ټوله سپرلۍ یې اوبو ته ولوېده.

په دې پېښه کې لسګونه کسان چې افغانان هم په‌کې دي مړه شوي او لسګونه نور لاهم تري تم دي.

په جرمني کې دېره افغان محمد جعفري فرانس پريس خبري اژانس ته ویلي چې، له جرمني څخه په موټر کې کالابریا ته په دې هیله راغلی چې خپل عزیزان به ژوندي وویني.

ژر تر ژره زموږ مرستې ته راشه ځکه نه پوهېږو څه وکړو."

نوموړي ويلي: "زموږ یوې خپلوانې د سهار له څلورو بجو مخکې زنګ راته وواهه او ویې ویل چې دوی د رسېدو په حال کې دي او ساحل او څراغونه لیدلای شي. له غرمې مخکې په لسو بجو او څلوېښتو دقیقو یې بیا زنګ وواهه او راته ویې ویل چې ژر تر ژره زموږ مرستې ته راشه ځکه نه پوهېږو څه وکړو."

د ښاغلي جعفري په وینا دا مېرمن له خپلو بچیانو سره په دې کښتۍ کې وه چې له پېښې وروسته دا او لس کلن زوی یې ژوندي پاتې شوي چې اوس په روغتون کې بستر دي، خو اولس کلنه لور یې مړه شوې او اووه کلنه لور یې لاردکه ده.

د ژغورنې عمليات
د ژغورنې عمليات

د دې پېښې د قربانیانو شمېر په بدلېدو دی، ځکه د پلټنې عملیات تر اوسه روان دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ایټالیا په اوبو کې د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې اتیا تنه افغان کډوال مړه شوي خو خپلواکو سرچینو دا ارقام نه‌دي تایید کړي.

د مدیترانې سمندرګی چې ترکیه له اروپا سره نښلوي اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د تګ اصلي لاره ده، خو په دې خطرناکه لاره کله ناکله خلک قرباني کېږي هم چې عمده علتونه یې غیرمعیاري کښتۍ او زورور سمندري توپانونه دي.

په تېره څه کم یوه میاشت کې دا د غیرقانوي مهاجرت پر لاره د افغان کډوالو د قرباني کېدو لومړۍ پېښه نه‌ده.

په یوه مخکینۍ پېښه کې د فبروري په ۱۸مه د بلغاریا پولیسو په یوه بار وړونکي موټر کې د اتلسو افغانانو د جسدونو د موندل کېدو خبر ورکړ.

ګومان کېږي چې دا افغانان به د اکسیجن د کموالي په نتیجه کې مړه شوي وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG