د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

د یوې تېل وړونکې بېړۍ نیولو د ایران او بریتانیا تر منځ لانجه جوړه کړې


د د ګريس ۱ په نوم د لویې بېړۍ نیولو پرسر د ایران او بریتانیا تر منځ لانجه
د د ګريس ۱ په نوم د لویې بېړۍ نیولو پرسر د ایران او بریتانیا تر منځ لانجه

په جبل الطارق کې د ایران د یوې لویې تېل وړونکې بېړۍ نیول کېدو د ایران او بریتانیا تر منځ لانجه جوړه کړې ده.

د جبل الطارق چارواکي وايي، د هغې لویې تېل وړونکې بېړۍ په اړه یې پلټنې دوام لري چې دوی وړمه ورځ درولې ده.

د ګريس ۱ په نوم د دې لویې بېړۍ اته ویشت سورلۍ چې هندیان، پاکستانیان او اوکراینیان دي، دننه په بېړۍ کې ایسار ساتل شوي.

تر اوسه یې هېڅ یو نه دی نیول شوی.

جبل الطارق د بریتانیا تر حاکمیت لاندې ده او ویلي یې دي چې ګریس ۱ بېړۍ سوریې ته تېل انتقالول.

د جبل الطارق اعلی وزیر فابیان پيکاردو ویلي، دوی ځکه دا بېړۍ نیولې چې د اروپايي ټولنې له بندیزونو یې سرغړونه کړې او سوریې ته یې تېل وړل.

ده وویل: موږ په حقیقت کې دلیل لرو چې ګریس ۱ بېړۍ د سوریې بنیاس چاڼځای ته خام تېل وړل، د تیلو دا چاڼځای د هغه چا دی چې په سوریه کې د اروپايي ټولنې د بندیزونو سره مخ دی.

اروپايي ټولنې له ۲۰۱۱ کال راهیسې سوریې ته د تېلو پر انتقالاتو بندیز لګولی دی.

جبل الطارق د اروپا په جنوب لوېدیځ کې پروت دی چې تنګی یې مدیترانه سمندرګی له اطلس سمندر سره وصلوي او د نړیوالو انتقالاتو یوه مهمه لار بلل کېږي.

ایران په جبل الطارق کې د ګریس ۱ په نوم د خپلې لویې تېل وړونکې بېړۍ د درولو په اړه جدي غبرګون ښودلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په جبل الطارق کې د ایراني بېړۍ د درېدو په غبرګون په تهران کې د بریتانیا سفیر ور غوښتی او اعتراض یې ورته کړی.

د ایران د نظام د مصلحت د تشخیص شورا منشي محسن رضايي هم په ټوېټ لیکلي چې که د ایران تېل وړونکې بېړۍ خوشې نه کړای شي، تهران باید یوه بریتانوۍ بېړۍ ونیسي.

دا بېړۍ د جبل الطارق د تنګي په څلور کیلومترۍ کې درول شوې، په دې ځای باندې بریتانیې او هسپانې په ګډه د حاکمیت دعوه لري.

دا لومړی وار دی چې یوه تېل وړونکې بېړۍ په دې سیمه کې درول کېږي.

امریکا متحده ایالتونو د دې بېړۍ له درولو هرکلی کړی دی.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن په ټوېټر لیکلي: دا یو عالي خبر دی.

هغه په دوام کې لیکلي چې امریکا او ملګري به یې له دې ناقانونه سوداګرۍ د تهران او دمشق د ګټې مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG