د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

امريکا جبل الطارق ته نږدې د ايران د تېلو د یوه ټانکر د ضبطولو هرکلى وکړ


د ایران او امریکا بیرغونه
د ایران او امریکا بیرغونه

د امريکا متحده ايالتونه وايي، د بريتانيا له خوا جبل الطارق ته نږدې د ايران د تېلو د يوه ټانکر د ضبط کېدو هرکلى کوي.

که څه هم واشنګټن دا يو غوره خبر بللى، خو تهران دا عمل غندلى او د تېلو د دې لېږدوونکې کښتۍ په وړاندې يې په "غير قانوني ډول د مخنيوي" هڅه بللې ده.

د امريکا د متحدو ايالتونو د ملي امنيت سلاکار جان بولټن پرون په ټوېټر کې وليکل: دا غوره خبر دى چې بريتانيا د ګرېس يو (Grace I) په نوم د تېلو لويه لېږدوونکې کښتۍ ضبط کړې ده.

د بولټن په خبره، په دې ټانکر کې ايراني تېل بار وو چې د اروپايي ټولنې د بنديزونو خلاف يې سوريې ته لېږدول کېدل.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن

دغه کښتۍ د جبل الطارق د جنوب په ٤ کيلومترۍ کې نيول شوې چې بريتانيا يې د خپل قلمرو اوبه ګڼي.

په عين حال کې هسپانيا هم چې د دې قلمرو پر مالکيت دعوه لري، ويلي چې دا د هسپانيا د قلمرو اوبه دي.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار ليکلي: امريکا او متحدان به يې خپلو هڅو ته دوام ورکړي، څو په تهران او دمشق کې رژيمونه ونه کړاى شي چې له دغه غير قانوني تجارت څخه ګټه پورته کړي.

جبل الطارق چې د بريتانيا له خوا اداره کېږي، حکومت يې پرون ويلي چې د بريتانيا د شاهي سمندري ځواک غړي دغې کښتې ته ختلي دي.

شک کېږي چې د ايران دغې کښتۍ د سوريې بانياس تصفيه ځاى ته چې د اروپايي ټولنې په بنديزونو کې شامل دى، اومه تېل لېږدول.

د بريتانيا د صدراعظمې يوه وياند وويل، تريزا مې په جبل الطارق کې چې د بريتانيا د قلمرو يوه برخه ده، د چارواکو د دې کوټلي اقدام هرکلى کړى دى.

د جبل الطارق اعلى وزیر فابیان پیکاردو په یوه بیان کې وویل: موږ دلايل لرو چې ووايو، د ګریس ۱ په نوم دغې کښتۍ د سوریې د بانیاس د تېلو تصفیه ځاى ته اومه تېل لېږدول.

ده ويلي: دغه تصفيه ځاى د هغه شرکت ملکيت دى چې د اروپايي ټولنې له خوا پر سوريې په لګول شويو بنديزونو کې شامل دى.

که څه هم اروپايي ټولنې له ٢٠١١ میلادي کال راهيسې سوريې ته د تېلو انتقالات منع کړي دي، دا به لومړى وار وي چې په دې سيمه کې د تېلو يو ټانکر ضبطېږي.

د دې پېښې په اړه ايران په تهران کې د بريتانيا سفير احضار کړى او د تېلو د لېږدوونکې کښتۍ ضبطېدل يې غير قانوني بللي دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند عباس موسوي ويلي: وروسته له هغې چې د جبل الطارق په تنګي کې د ايران د تېلو يو ټانکر په غير قانوني ډول د انګرېزانو د سمندري ځواک له خوا ودرول شو، د تهران لپاره د بريتانيا سفير احضار کړاى شو.

د ايران د تېلو يوه لېږدوونکې کښتۍ په داسې حال کې ضبطېږي چې د ايران او لوېديځ په ځانګړي ډول د امريکا د متحدو ايالتونو ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلى دى.

دا کړکېچ وروسته له هغې زيات شو چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ٢٠١٨ میلادي کال په مې مياشت کې له اټمي تړونه د وتلو اعلان وکړ او پر ايران يې بېرته بنديزونه ولګول.

دغه اټمي تړون په ٢٠١٥ میلادي کال کې د تهران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ لاسليک شوى و.

XS
SM
MD
LG