د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

امریکايي ځواکونو په خلیج کې تر ۷۰ ټنو ډېر چاودېدونکي مواد کشف او ضبط کړي


ارشیف
ارشیف

د امریکا سمندري ځواک وايي، د عمان په خلیج کې یې په یوه کښتۍ کې څو ټنه چاودېدونکي مواد، کشف او ضبط کړي دي.

د امریکا سمندري ځواکونه وايي، په خلیج کې یې د کب نیولو په یوه کښتۍ کې ټنونه چاودېدونکي مواد کشف او ضبط کړي دي.

په خلیج کې دېره د امریکا سمندري ځواکونو په یوه بیان کې چې نن خپور شو، ویلي، له اویا ټنه زیات چاودېدونکي مواد یې د عمان په خلیج کې چې په یمن کې حوثي یاغیانو ته د وسلو د ټرافیک مهمه لاره ده، موندلي دي.

بیان زیاتوي چې د امونیم پرکلوریت په نوم مواد چې د راکټونو او میزایلونو د سونګ په موادو او د بمونو په جوړولو کې کارول کېږي، ایران حوثي یاغیانو ته استول.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې په یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد جګړه کوي په وار وار پر تهران تور لګولی چې حوثي ډلې ته وسلې استوي، خو ایران دا تور رد کړی دی.

د متحدوایالتونو د پوځ په مرکزي قرارګاه کې د سمندري ځواکونو یوه چارواکي مرستیال ادمېرال براډ کوپر ویلي دي چې دا چاودېدونکي مواد د لسګونه منځني واټن ویشتونکو بالستیک توغندیو لپاره د سونګ مواد برابرولای شي.

نوموړي دا هم ویلي چې د ایران له خوا حوثي یاغیانو ته د وژونکو وسلو استول څارل کېږي، ځکه د ده په وینا دا یو ډېر خطرناک کار دی او نتیجه یې په ټول منځني ختیځ کې تاوتریخوالی او بې ثباتي ده. ایران تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د سمندري ځواکونو په بیان کې ویل شوي دي چې ضبط شوې کښتۍ څلور یمني عمله درلوده او همداراز سل ټنه یوریا سره هم په کې بار وه.

له یوریا سرې څخه عموماً په کرنه کې کار اخیستل کېږي، خو په عین حال کې د بمونو په جوړولو کې هم کارول کېږي.

بیان زیاتوي چې امریکايي پوځیانو دا کښتۍ د یکشنبې په ورځ د عمان په خلیج کې ډوبه کړه ځکه لېږدول یې د تجارتي کښتیو لپاره خطرناک و، او عمله یې په خلیج کې د یمن ساحلي ځواکونو ته وسپارل شوه.

په خلیج کې د امریکا سمندري ځواکونو د تېرکال په ډسمبر میاشت کې هم په همدې سیمه کې د کب نیولو په یوه کارګو کښتۍ کې ټوپک او مهمات وموندل، چې ګومان کېږي ایران حوثي یاغیانو ته استولي وو.

XS
SM
MD
LG