د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

'قُدس' د ایران ټولې متحدې نیابتي ډلې کنټرولوي


د قدس ډلې د نوې قوماندې اصلي هسته
د قدس ډلې د نوې قوماندې اصلي هسته

قُدس د ایران ټولې متحدې نیابتي ډلې کنټرولوي

ایت الله خامنه يې د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته بې له کوم ځنډه، اسماعیل قاآني د هغه ځای ناستی د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قومندان کړ.

د نوي قومندان د دې چټکې ټاکنې پيغام دا دی چې د قدس په ډله کې به څه بدل نه شي.

د جنرال قاآني د مقررۍ د حکم په متن کې همدې مسلې ته اشاره شوې: "د دغو ځواکونو تګلاره د شهید سلیماني د قومندانۍ د دورې همغه تګلاره ده."

لکه څنګه چې ایت الله خامنه اي ویلي د قدس ځواکونو تګلاره دې نه بدلیږي نو د دې ځواک کړنې به په راتلونکې کې تر بل هر څه ډېر د قومندانانو په تېره بیا د عمومي قومندان اسماعیل قاآني په سوابقو، ځانګړنو او وړتیاو استواره پاتې وي.

علي خامنه اي او اسماعیل قاآني
علي خامنه اي او اسماعیل قاآني

دا قومندانان په رښتیا څوک دي؟ د کومو جوړښتونو په اساس پرېکړې نیسي؟ په کومو لارو چارو عمل کوي؟ او څنګه په ټول منځني ختیځ او مرکزي اسیا کې د ایران د اسلامي جمهوريت تر ټولو غټ او پټ ځواک اداره او مخته بیايي؟

دا لیکنه د دې ټولو پوښتنو د ځوابولو یوه هڅه ده چې د ازادې اروپا راډیو د فردا څانګې خبریال مراد ویسي لیکې او پښتو ژباړه یې له ځینو زیاتونو سره صفي الله ستانکزي کړې ده.

د ایران د وسله وال پوځ په جوړښت کې د قدس ځواکونو ځای

قدس د سپاه پاسداران له څلورو اصلي ځواکونو یو دی.

د سپاه پاتې دری نور ځواکونه په ترتیب دا دي: "ځمکني یا پیاده چې مشري یې محمد پاکپور کوي، هوا-فضا ځواکونه چې قومنداني یې امیرعلي حاجي زاده په غاړه لري او سمندري ځواکونه چې قومنداني یې علیرضا تنګسیري مخته وړي."

د دغو ځواکونو تر څنګ په سپاه پاسداران کې د غلامرضا سلیماني په مشرۍ د بسیج سازمان، د حسین طائب په مشرۍ د اطلاعاتو سازمان، د فتح الله جمیري په مشرۍ د "ساتنې" سازمان او د محمد کاظمي په مشرۍ د اطلاعاتو د ساتنې سازمان سازمان فعاله دي.

جمعاً سپاه پاسداران له اتو ډلو جوړه شوې چې د سپاه د عمومي قومندان حسین سلامي او د هغه د ځای ناستي علي فدوي تر نظر لاندې فعالیت کوي.

په سپاه پاسداران کې د ولایت فقیه استازی هم عبدالله حاجي صادقي نومیږي چې د سپاه د قومندان په څېر عمل کوي په دې معنی چې د سپاه تر قوماندې لاندې نه دی بلکې اوږه په اوږه ورسره روان دی.

د قدس ځواکونو ماموریت؛ له پولو هاخوا سپاه

د قدس ځواکونه چې په سپاه قدس مشهوره دي د سپاه پاسداران بهرنۍ څانګه ده چې د ایران له پولو بهر فعالیت کوي.

د سپاه په جوړښت کې د داسې یوې څانګې موجودیت پخوا نه اعلانېده خو کله چې په ۲۰۱۱ کال کې د سوريې جګړه پیل شوه او د قاسم سلیماني په مشرۍ د قدس ځواکونو د بشار اسد د رژیم په ملاتړ پکې پراخه ونډه واخیسته د قدس ځواکونو او د هغوی د قومندان نوم زیات رسنیز شو.

تېر وختونه د قدس ځواکونو د ماموریت ساحې لبنان او بوسنیا او هرزګوینه وې.

اوس وخت د دې ډلې ماموریتونه په لاندې ځایونو کې دي:

لبنان: د حزب الله ډلې په ملاتړ سره غواړي په دولتي او امنیتي جوړښتونو زیات نفوذ ولري.

سوریه: د بشار اسد له بقا ملاتړ چې یوه لاره یې د حکومت د ملاتړیو ملېشو رامنځته کول دي.

عراق: د حشد الشعبي ډلې تاسیس او ایران ته د نږدې دولتونو د رامنځته کولو هڅه او د عراق له کردستان سره د اړیکو کنټرول او مدیریت.

یمن: په صنعا کې د سعودي عربستان د فشارونو په وړاندې د حوثیانو د حکومت له بقا ملاتړ.

افغانستان: ایران ته د نږدې سیاسي یا وسله والو دودیز ملاتړ څو په مټ یې په دولت کې زیات نفوذ ولري.

او د غزې تړانګه: د اسراییل پر وړاندې د حماس او اسلامي جهاد د ډلو په څېر له بیلابیلو ګروپونو هر اړخیز ملاتړ.

اکثر دا ډلې او مشران یې د امریکا متحده ایالتونو د ترهګریزو سازمانونو په نوملړ کې شامل دي.

په یادو شویو هېوادونو د قدس ځواکونو په خاص تمرکز سربېره دا ډله په ټول منځني ختیځ کې فعاله ده او وخت ناوخته یې د فارس خلیج په عرب څنډو هېوادونو کې غړي نیول کیږي.

د قدس ځواکونو د فعالیتونو د نویو حوزو په توګه د افریقايي هېوادونو یادونه کولای شو چې ایران په دې وروستیو کلونو کې د خپلو هدفونو د تعقیب لپاره په دغو هېوادونو کې د زیات نفوذ د پيدا کولو هڅه کړې.
د ایران همدغه فعالیتونه د دې لامل شوي چې د امریکا د ترهګریزو سازمانونو په لیسټ کې په خپله د قدس ډله شامله شي.

قدس ډله د سپاه او اطلاعاتو وزارت د کار د وېش محصول ده

کوم فعالیتونه چې اوس یې قدس ډله مخته وړي، د دې ډلې تر تاسیس دمخه د ایران د وسله وال پوځ په نورو تشکیلاتو کې مخته وړل کېدل.

په دې برخه کې د لومړنیو فعالو بنسټونو له ډلې یو هم د ایت الله منتظري د زوی محمد منتظري په مشرۍ تشکیلات و چې له ۱۳۵۷ د هغه تر مرګه یعنې ۱۳۶۰ پورې یې دوام وکړ.

محمد منتظري چې له هېواد بهر د شاه د حکومت په وړاندې د وسله وال فعالیت سابقه درلوده او له فلسطینیانو په تېره بیا د یاسر عرفات په مشرۍ د فتح له سازمان سره په اړیکه کې و دومره ځواکمن و چې د ۱۳۵۸ کال په پسرلي کې یې د معمر قذاقي د حکومت د دویم کس عبدالسلام جلود په رابللو د مهرآباد هوايي ډګر د خپلو ځواکونو په مټ وتاړه او د وخت د دولت مخالفت ته له پام پرته یې جلود د احمد خمیني په ملاتړ د ایت الله خمیني لیدو ته ور وست.

په ور وروستو کلونو کې له هېواد بهر فعالیتونه د هغه وخت د ولسمشر علي خامنه يي تر څارنې لاندې راغلل.

هغه د محمود هاشمي شاهرودي څخه چې وروسته یې د قضایه قوې مشري هم ور وسپارله ملاتړ وکړ څو د اسلامي انقلاب د اعلی مجلس په نوم د صدام د مخالفه عراقیانو تشکیلات په ایران کې جوړ او په خپله شاهرودي يې ویاندويي مخته یوسي.

د سپاه د ازادۍ بښونکي نهضت تشکیلات هم یو له هغو بنسټونو و چې له هېواد بهر یې په په شپيتمو کلونو کې د ایران لپاره فعالیتونه کول.

د دغو تشکیلاتو مشري مهدي هاشمي کوله چې د سپاه د قوماندې د شورا غړی و.

هاشمي وروسته د رفسنجاني او خامنه اي له ټیم سره سیالي وکړه چې بلآخره د وخت د اطلاعاتو د وزیر محمد ري‌شهري په لاس بندي، محاکمه او په ۱۳۶۶ کال کې اعدام شو.

د ایران او عراق د جګړې پر مهال هم د سپاه د هغه وخت قومندان محسن رضايي کرار کرار هڅه وکړه چې د ایران له ملاتړ برخمن بهرنۍ ډلې تر خپل پوښښ لاندې راولي.

دا له هېواد بهر د ایران د ټولو پوځي – امنیتي فعالیتونو د کنټرول لپاره د سپاه له لومړنیو جدي ګامونو بلل کیږي چې البته په نظام دننه ورسره د اطلاعاتوي نوي تاسیس شوي وزارت بنګري کوله.

د اطلاعاتو وزارت بهرنۍ چارې هغه وخت اصغر میر حجازي مخته وړلې چې اوس د ایت الله خامنه اي سیاسي او امنیتي سلاکار دی.

د سپاه قومندان محسن رضايي همداراز د بدر د نهمې لوا تشکیلات رامنځته کړل چې پکې د صدام ایران میشتي مخالفان او ځینې عراقي بندیان شامل و.

محسن رضايي له هماغو لومړیو هڅه وکړه چې د بدر نهمې تشکیلات د عراق د اسلامي اعلی مجلس او د محمد باقر حکیم د تشکیلاتو تر چتر لاندې رانشي.

حکیم چې د یاد مجلس رییس هم و څو واره د محسن رضايي له لاسه هاشمي رفسنجاني او علي خامنه اي ته شکایت کړی و خو رضايي خپل کار کاوه.

په هغو وختونو کې د هغو کسانو له ډلې چې په بدر نهمې ډلې کې یې فعالیت کاوه یو ابومهدي مهندس او بل هادي عامري و.

مهندس د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ په دریمه له قاسم سلیماني سره یوځای د بغداد په نړیوال هوايي ډګر کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.

ابومهدي مهندس د ۱۹۸۰ میلادي په لومړیو کې له عراقه کوېټ ته وتښتېد، او له عماد مغنیه سره تر همکارۍ او په کوېټ کې پر امریکایي – اروپايي هدفونو له بمي بریدونو وروسته ایران ته ولاړ.

ابومهدي وروسته د بدر نهمې ډلې قومندان شو چې د سپاه پاسداران په رسمي تشکیلاتو کې هم راغی.

د بدر په ډله کې هغه وخت هادي عمري هم فعاله و.

بدر د عراق د اوسنۍ حشد الشعبي له مهمو جوړوونکو ډلو یوه ده.

ابومهدي مهندس او هادي عمري په ۶۵ کال کې د حسن دانايي فر تر قوماندې لاندې خدمت وکړ هغه کس چې د صدام تر سقوط وروسته د ۱۳۸۵ او ۱۳۸۹ کلونو تر منځ په عراق کې د ایران سفیر و.

ابومهدي او هادي دواړه هغه وخت د عراق د دولت له لوړپوړو پوځي – امنیتي چارواکو وو.

د سپاه د فعالیتونو بله څانګه د رمضان د اډې په چوکاټ کې مخته تلل چې د عراقي کردانو د پيشمرګه ځواکونو له هغې جملې د مسعود بارزاني او جلال طالباني ډلو سره د ایران د اړیکو مسوول و.

د رمضان اډې یو لوړپوړی قومندان او درستیزوال ایرج مسجدي و چې اوس جنرالۍ ته رسیدلی او په عراق کې د ایران سفیر دی.

محمد رضا نقدي هم د رمضان اډې یو بل قومندان و چې وروسته د بسیج قومندانۍ ته ورسېد.

په ۱۳۶۰ لسیزه کې د سپاه د فعالیتونو یوه مهمه څانګه په لبنان او د اسراییل پولو ته نږدې وه.

دا تشکیلات چې په خپله سپاه کې د لبنان د سپاه په نوم معروفه ول او مشري یې د حسین دهقان په غاړه وه د لبنان د حزب الله د تشکیلاتو د رامنځته کېدو لامل شول.

حسین دهقان برید جنرالۍ ته ورسېد او یوه دوره یې د روحاني په ولسمشرۍ کې دفاع وزارت هم وکړ.

د دهقان تر نظر لاندې هغه وخت د حزب الله اوسنی رهبر حسن نصرالله او د حزب الله د پوځي – امنیتي برخې مسوول عماد مغنیه ورزول شول.

حسین دهقان او علي خامنه يي
حسین دهقان او علي خامنه يي

تر دهقان وروسته دوه کسان د حزب الله په لارښوونه او اړیکو کې اغېزمن تمام شول.

د وخت د سپاه د اطلاعاتو مسوول او د قدس ډلې لومړنی قومندان احمد وحیدي او فریدون وردي نژاد چې هغه وخت په مهدي نژاده مشهوره و او دواړو ته په ۱۳۶۴ کال کې د هاشمي رفسنجاني له خوا ایران ته ته د رونالډ ریګن د دولت د لیږل شوي استازي مک فارلین سره د مذاکرې مسوولیت ورکړل شوی و.

دوی دواړه هم وروسته جنرالان شول. احمد وحیدي دفاع وزارت ته ورسېد او اوس د ملي دفاع د پوهنتون رییس دی او وردي نژاد هم د اسلامي جهموري د خبري اژانس مدیر شو چې په پاستور واټ کې د روحاني په دفتر کې د رسنیو خاص مشاوریت مخته وړي.

د ایران او عراق تر جګړې او د ایت الله خمیني تر مړینې وروسته، علي خامنه اي او هاشمي رفسنجاني د ایران د لوړپوړو چارواکو په توګه پرېکړه وکړه چې د سپاه او اطلاعاتو وزارت کارونه په یو ډول وویشي.

له هېواد بهر د ایران د سیاسي مخالفانو په وړاندې فعالیت له هغې ډلې د هغوی د رهبرانو ترور په عمل کې عمدتاً اطلاعاتو وزارت ته وسپارل شو او سپاه ته هم د ایران د غیر ایراني متحدو ډلو بشپړ کنټرول او مدیریت ور له غاړې شو.

ټول فرعي او بیلابیل تشکیلات له یو بل سره ګډ شول او د سپاه پاسداران قدس ډله رامنځته شوه خو تر څو کلونو د عامو خلکو تر منځ د دې ډلې نوم نه اخیستل کېده.

د قاسم سلیماني د قدس ځواک

د قدس ډلې اصلي او لویه غښتلتیا او پراختیا په ۱۳۷۶ کال کې د قاسم سلیماني په مشرۍ پیل شوه.

دی چې په سپاه کې د ایت الله خامنه اي له محبوبو قومندانانو یو و په چټکۍ د قدس ځواکونو سازماني تشکیلات او فعالیتونه پراخ کړل.

قدس ډله چې اساساً باید د سپاه د عمومي قومندان او د هغه د ځای ناستي تر نظر لاندې وي، د قاسم سلیماني په قومندانۍ کې د دې لپاره چې هغه له ایت الله خامنه اي سره خاصه اړیکه درلوده یو ډول خپلواکي ترلاسه کړې وه.

قاسم سلیماني هم خپلې تګلارې او پرېکړې تر ډېره له ایت الله خامنه اي سره همغږې کولې او د سپاه عمومي قومندان یا د هغه له ځای ناستي سره ډېر نه کیناست.

د سپاه عمومي قومندان او د هغه ځای ناستي هم د رهبري په وړاندې د سلیماني خاص ځای او مقام او د ایت الله خامنه اي پوره اعتماد ته په کتو د قدس ډلې لپاره یواځې لوجستیکي او حمایوي چارې مخته وړې او له دې پرته چې د سلیماني پرېکړې تایید کړي بله چاره یې نه درلوده.

په قدس ځواکونو کې د تصمیم نیونې خاص سیسټم: یو هېواد، یوه قضیه، یو قومندان

که څه هم قدس ځواکونه تر ډېره د قاسم سلیماني په قومندانۍ پيژندل کېدل خو هغه په دې ډله کې د تصمیم نیونې یو خاص سیسټم رامنځته کړی و.

داسې سیسټم چې د ژوند تر پایه د هغه شخصي او پر رنګه رول د قدس ډلې په قومندانۍ او لارښوونه کې نه معلومېده.

په ایران کې د نورو ټولو ځواکونو او وسله والو یا غیر مسلح سازمانونو په خلاف چې معمولاً پکې مرستیالان ګمارل کېږي او تر هغه ښکتنیو کچه کې هم ټيټ پوړي قومندانان وي په قدس ډله کې د پرېکړې نیولو سیسټم د یوه هېواد، یوې قضیې او یوه قومندان پر بنسټ و.

د دغه سیسټم له مخې په هر هغه هېواد کې چې د قدس ډلې ځواکونه فعاله و د ادارې او پرېکړې مسوولیت یوه خاص قومندان ته سپارل کېده او د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري عام او تام صلاحېت ورکول کېده.

دا قومندانان د ایران د هدفونو د تحقق لپاره د کم کاریو ځوابګویه هم شمېرل کېږي.

په دغه سیسټم کې دا تشکیلات په عراق، لبنان، سوریه، افغانستان، یمن او غزه... کې د قدس ځواکونو د لوجستیکي او حمایوي چارو مسوولیت په غاړه لري.

د دغه سیسټم په سر کې د قدس ځواکونو د قوماندې شورا موجوده ده چې تېر کال یې د موجودیت خبره علني شوه هغه هم داسې وخت چې قاسم سلیماني د عراق د بیا رغونې د ډلو مخکینی مسوول حسن پلارک د دې شورا د غړي په توګه معرفي کړ.

د قدس د قوماندې شورا د نورو غړیو نومونه نه دي اعلان شوي.

دا شورا په عمل کې د قدس ځواکونو د قومندانۍ لپاره د مشورې رول ادا کوي او د قدس ځواکونو نوی قومندان اسماعیل قاآني هم د سلیماني په څېر له ټولو واکونو برخمن دی.

د قدس ډلې د نوې قوماندې اصلي هسته
د قدس ډلې د نوې قوماندې اصلي هسته

په پورتني عکس کې له ښۍ خوا لومړی اسماعیل قاآنی دی چې د قدس ډلې نوی قومندان ټاکل شوی.

دویم جنرال ایرج مسجدي دی چې په عراق کې د ایران سفارت هم مخته وړي او د عراق د دوسیې واک ورسره دی.

دریم جنرال احمد صبوري دی چې د قدس د قومندان د ځای ناستي پُسټ ته د احتمالي کاندیدانو له ډلې دی او هم د همغږۍ د چارو مرستیالي مخته وړي.

په اول قطار کې څلورم عکس د علي شیرازي دی چې په قدس ډله کې د ولایت فقیه استازیتوب کوي.

په دویم قطار کې لومړی عکس د حسن دانايي فر دی چې پخوا د ۱۳۸۹-۱۳۹۵ کلونو تر منځ په عراق کې د ایران سفیر و.

ورپسې حسن کاظمي دی چې دی هم د ۱۳۸۵-۱۳۸۹ کلونو منځ په عراق کې د ایران سفیر و.

د دویم قطار دریم عکس د محمد جلال مآب دی چې د عتبات عالیات یا په عراق کې د شیعه امامانو د زیارتونو د بیارغونې مسوولیت ور له غاړې دی.

او د دویم قطار وروستی عکس د حسن پلارک دی چې د قومندان خاص دستیار او د قدس ځواکونو د قوماندې د شورا غړی دی.

د قدس ډلې نوی قومندان څوک دی؟

د قدس ډلې نوی قومندان جنرال اسماعیل قاآني دی چې د جنرال سلیماني پر ځای ټاکل شوی.

قاآني په قدس ځواکونو کې کومه نوې او تازه کاره څېره نه ده.

هغه نه یواځې دا چې د قدس ډلې د تاسیس له پیل راهیسې په دې ډله کې له دریو لسیزو حضور لري بلکې په تېرو دولسو کلونو کې یې د قاسم سلیماني مرستیالي او د هغه د ځای ناستي دندې مخته وړلې.

دی په قدس ډله کې د افغانستان د دوسیې مسوول هم و.

قاآني د خراسان ولایت دی چې د افغان جنګیالیو نه جوړې د فاطمیون په څېر د ایران پلوه ډلو د فعالیتونو اصلي مرکز بلل کیږي.

د فاطمیون په څېر په افغانستان کې د ایران د نیابتي ډلو سره د قاآني د همکارۍ مخینه د ایران او عراق د جګړې وخت ته ورګرځي.

اسماعیل قاآني د ایران او عراق د جګړې پر مهال د خراسان ولایت د جنګیالیو د دوو اصلي ډلو امام رضا ۲۱ او نصر پنځم لښکر قومندان و.

اکثر افغان جنګیالي چې د ایران په ګټه د عراق په ضد جنګېدل د همدغو ډلو غړي و.

په عکس کې قاآني په خاکي دریشۍ کې د خامنه اي تر څنګ دی
په عکس کې قاآني په خاکي دریشۍ کې د خامنه اي تر څنګ دی

هغو افغانانو چې د امام رضا ډله او نصر پنځم لښکر کې د حضور تجربه درلوده او وروسته هم د سپاه تر نظر لاندې د افغانستان په کورنیو جګړو کې ښکېل شول، د قاسم سلیماني او د هغه د ځای ناستي اسماعیل قاآني په قومندانۍ سره یې د سوریې په کورنیو جګړو کې برخه واخیسته چې هدف یې د بشار اسد د رژیم ملاتړ و.

د سوریې په جګړه کې د فاطمیون ډله تر دې اندازې د قاسم سلیماني او اسماعیل قاآني پام ور واړاوه چې کرار کرار دا ډله په لښکر بدله شوه.

د افغانستان یو شیعه وګړی علیرضا توسلي چې د ایران او عراق د جګړې تجربه يې هم درلوده او په ابو حامد مشهور و د فاطمیون ډلې اصلي بنسټګر بلل کیږي.

دی په ۱۳۹۳ کال کې په سوریه کې ووژل شو.

په عکس کې د فاطمیون ډلې بنسټګر د افغانستان شیعه وګړی علي رضا توسلي او قاسم سلیماني له نورو قومندانانو سره
په عکس کې د فاطمیون ډلې بنسټګر د افغانستان شیعه وګړی علي رضا توسلي او قاسم سلیماني له نورو قومندانانو سره

د راپورونو په اساس د فاطمیون په ډله کې لسګونه زره افغان شیعه ځوانان د سوریې جګړې ته استول شوي چې ګڼو ته یې مرګژوبلې اوښتې دي.

د دغو افغان جنګیالیو له ډلې یو شمېر په سوریه کې د رژیم د مخالفو ډلو له خوا نیول شوي هم دي چې وايي ایران له خوږې ګوتې ونېول او د دوی له مجبوریته یې استفاده وکړه.

د افغانستان د اجراییه ریس مرستیال او د افغانستان د خلکو د اسلامی وحدت د ګوند مشر محمد محقق بیا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ایران ته تللی و او هلته یې د فاطمیون او هغو ټولو جنګیالیو ستاینه کړې وه چې د ده په خبره د داعش پر وړاندې جنګېدل.

د افغانستان د اجراییه ریس مرستیال او د افغانستان د خلکو د اسلامی وحدت د ګوند مشر محمد محقق
د افغانستان د اجراییه ریس مرستیال او د افغانستان د خلکو د اسلامی وحدت د ګوند مشر محمد محقق

د منځني ختیځ د مطالعاتو د انستیتوت د یوه څېړنیز راپور له مخې چې وړم ۲۰۱۸ میلادي کال یې خپور کړ د فاطمیون د یوه قومندان محمد حسن حسیني په حواله ویل شوي و چې له ۱۲ زرو تر ۱۴ زرو جنګیالي په فاطمیون کې شامل دي.

ویل کېږي چې د دغو افغان جنګیالیو کورنیو ته چې اکثر یې په ایران کې دي د ایران د حکومت له خوا پيسې ورکول کیږي او ځینې نور امتیازات.

افغان حکومت تل د نیابتي جګړو مخالفت ښودلی او وروسته له هغه چې دوه کاله دمخه د سوریې په جګړه کې د څه باندې دوو زرو افغان جنګیالیو د وژل کېدو خبرونه خپاره شول افغان سیاستوالو تُند غبرګونونه وښودل.

حکومت ټینګار وکړ چې له هېواد دباندې له نیابتي جګړو سره مخالفه دی او باید د افغانانو وینې د پردیو د ګټو لپاره تویې نه شي.

د قدس ډلې په وړاندې ننګونې څه دي؟

د قدس ډلې په وړاندې تر ټولو لویه ننګونه د قاسم سلیماني د ځای ډکول دي.

د ایران د پلویانو او مخالفینو په ذهن کې د قدس ډلې د هویت یوه مهمه برخه د قاسم سلیماني پوروړې ده او امتیاز یې هغه ته ورځي.

له سلیماني پرته سخته ده چې د قدس ډله د سپاه په لویو پرېکړو کې خپل نفوذ او دریځ خوندي کړي.

اسماعیل قاآني تر اوسه د ایت الله خامنه اي په وړاندې له شخصي او کاري اعتباره برخمن نه دی او له رهبر سره د خاصې اړیکې ټینګښت احتمالاً وخت غواړي.

له بلې خوا سره له دې چې قاآني په تېرو دولسو کلونو کې په سیمه کې د ایران د نیابتي ډلو له مشرانو او قومندانانو سره اړیکې درلودې خو له هغوی سره د قاسم سلیماني په څېر د اړیکو په جوړولو وخت لګیږي.

دی به په ډېر احتمال په نږدې راتلونکي کې هڅه وکړي چې هېوادونو ته په سفر سره د نیابتي ډلو د مشرانو او قومندانانو د قوي اړیکو او ملاتړ د جلب هڅه وکړي او ځان به د قاسم سلیماني په څېر د میدان یو فعاله قومندان وښيي نه د یوه دفتر ناستي رییس په توګه.

په دې وخت کې ممکن د ایران د نیابتي ډلو مشران او قومندانان له بېلابېلو ځایونو په قدس ډله کې د خپل نوي قومندان د لیدلو لپاره ایران ته پټ او علني سفرونه وکړي هغه څه چې د قاسم سلیماني په دوره کې زیات مروج و.

د قاآني او قدس ډلې لپاره اوس تر ټولو لویه ننګونه د دې خبرې ثابتول دي چې قدس ډله له قاسم سلیماني پرته د راکټي توان تر څنګ په منځني ختیځ کې د ایران پوځي – امنیتي او ان ډپلوماټیک مهم رکن پاتې کیدای شي که څنګه څو لا هم د منځني ختیځ په اړه د ایران په سیاستونو خپل سیوری وغوړوي.

د دغو ننګونو د ماتولو لپاره د قدس ډلې او د دې ډلې د نوي قومندان سترګې یواځې او یواځې د ایران د اسلامي جمهوريت د رهبر ایت الله علي خامنه اي د باور او خاص ملاتړ جلبولو ته پاتې دي.

خو د خامنه اي د خاص ملاتړ په دوام سره سره هم د دې ډلې په وړاندې تر ټولو لویه ستونزه ګڼل کېږي چې امریکا یې پر ضد فعاله شوې. قومندانان او د نیابتي ډلو مشران یې ور وژني.

دا داسې یوه ستونزه ده چې د قدس ډلې د قوماندې شبکې او نورو نیابتي ډلو ته کلکه ضربه ورسوي.

XS
SM
MD
LG