د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

دانش: هیله ده چې د سیمې وضعیت به زمونږ امنیت او سولې بهیر اغېزمن نه کړي


د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش
د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش

افغان حکومت وایي، هیله ښيي چې د سیمې وضعیت د افغانستان امنیت او د دغه هېواد د سولې پروسه متاثره نه کړي.

وروسته له هغې چې امریکا د جمعې د ورځې په سهار د عراق په هوایي ډګر کې د ایران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني په نښه کړ، د افغانستان حکومت په سیمه کې د وضعیت د خرابېدو په تړوا اندېښمن دی.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، هیله مند دی چې د ایران او امریکا تر منځ شخړه د افغانستان پر امنیت او د دغه هیواد د سولې پر پروسې منفي اغیز ونه کړي.

هغه زیاته کړه: "له شک پرته هر ډول ناسم چلند او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل به په سیمه کې وضعیت لا کړکېچن کړي او مونږ په سیمه او نړۍ کې له سولې او ثبات لرې او ستونزې به زیاتې کړي، موږ هیله مند یو چې په سیمه کې تحولات به زمونږ پر هېواد منفي اغیز ونه لري او د افغانستان د سولې پروسه متاثره نه کړي."

ښاغلي دانش پر افغانانو غږ وکړ، چې بیان ازادۍ ته په درناوي او د هېواد ملي ګټو ته په پام کې نیولو سره د قاسم سلیماني پر سر د ایران او امریکا تر منځ په شخړه تحلیل ولري.

له دې سره د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې کېدای شي په سیمه کې له رامنځته شوي وضعیت، ترهګړې ډلې ګټه واخلي.

د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار
د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار

نوموړي زیاته کړه: "دا شخړه چې د ایران او امریکا تر منځ رامنځته شوې، په سیمه او ځانګړې توکه پر افغانستان به هم له سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړخه منفي اغیز ولري، تروریستي ګروپونه به له دې وضعیت نه ګټه پورته کړي، نو ایران او امریکا باید په دې اړه په پوره دقت او فکر سره عمل وکړي."

ښاغلی ایزدیار د قاسم سلیماني د وژل کېدو په تړاو د امریکا او ایران تر منځ د رامنځته شوي کړکېج په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ له دریځ هرکلی کوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه په خپله اعلامیه کې ویلي افغان خاوره به د هېڅ ګاونډي پر ضد نه کارول کېږي.

د قاسم سلیماني د وژل کېدو په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له ولسمشر غني سره ټېلیفوني خبرې هم کړي دي.

ولسمشر غني په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له ښاغلي پومپيو سره یې په خبرو کې ده ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې به د درېم هېواد پر ضد کار نه اخیستل کېږي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په خپل ټویټر پاڼه دا هم لیکلي، چې د ایران د رژيم فعالیتونه په ټوله سیمه کې بې ثباتي رامنځته کوي او امریکا به خپل خلک او ګټې خوندي ساتي.

XS
SM
MD
LG