د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

انډيا ټوډې: قاسم سلیماني د طالبانو ځواکونو په اړه امریکا سره دقیق معلومات شریک کړي و


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې

د ایران د سپاه پاسداران د قُدس ډلې د قومندان قاسم سلیماني وژل کېدو د سیمې او نړۍ د ګڼو مطبوعاتو پام ور اړولی دی.

جنرال قاسم سلیماني د جمعې په سهار د بغداد په هوایي ډګر کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د یوه هوایي برید هدف وګرځېد.

دی او په عراق کې د حشد الشعبي ډلې قومندان ابومهدي المهندس له پنځو نورو کسانو سره په دې برید کې ووژل شول.

ټایم

ټایم مجلې لیکلي چې سلیماني اتلس کاله دمخه لومړی پر طالبانو د امریکا د برید ننګه کوله ځکه چې دا ډله د ایران لپاره یو دایمي ګواښ بلل کېدل خو وروسته بیا د امریکا په دښمن بدل شو.

د ټایم په دې مقاله کې راغلي، سلیماني داسې کس نه و چې ځان پټ پاتې کړي.

په دې مقاله کې د قاسم سلیماني هغه پیغام ته اشاره شوې چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې یې د امریکا یوه لوړپوړي جنرال ډېوېډ پټریوس ته استولی و او په کې لیکلي یې و چې: "زه قاسم سلیماني د عراق، سوریې، لبنان، غزې او افغانستان لپاره د ایران پالیسۍ کنټرولوم."

سلیماني د ایران د سپاه ډلې د بهرنیو مسایلو او پالیسیو طراحي کوله او له ګڼو ملیشو او شیعه ډلو سره یې اړیکې پاللې.

د راپورونو له مخې سلیماني د قدس ډلې د فاطمیون په لښکر کې لسګونه زره افغانان د ایران له لارې سوريې ته استولي و څو خپل نیابتي جنګ پرې مخته بوځي.

  • انډيا ټوډې

انډيا ټوډې ورځپاڼې لیکلي چې قاسم سلیماني د طالبانو د ځواکونو په اړه له امریکا سره دقیق استخباراتي معلومات شریک کړي و.

د مقالې له مخې امریکا په هغه وخت کې د القاعدې پر وړاندې عملي استخباراتي معلوماتو ته اړتیا درلوده څو طالبان هم پرې مات کړای شي او په افغانستان کې یو ملکي حکومت رامنځته کړي.

د انډيا ټوډې د مقالې له مخې د ۲۰۰۱ میلادي کال تر پېښو وروسته سلیماني ژر د امریکا له خوا د یوه ملي دښمن په توګه اعلان شو.

د انډیا ټوډې په دې مقاله کې راغلي داسې ګمان و چې د ایران رهبر ایت الله علي خامنه يي سلیماني د خپل ځای ناستي په توګه چمتو کاوه.

د سلیماني په وژل کېدو خامنه يي ډېره غوصه ښودلې او امریکا یې ته ګواښ کړی چې سخت غچ به ترې واخلي.

  • هفنګتن پوسټ

هفنګتن پوسټ امریکايي ورځپاڼې افغانستان ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر د وروستیو د سفر په جزییاتو یوه مقاله لیکلې ده.

د مقالې له مخې ټرمپ په دې سفر کې د امریکا د مالیه ورکوونکو څه باندې پنځه میلیونه ډالره مصرف کړې دي.

د ورځپاڼې په لیکنه ټرمپ له فلوریډا نه د دوو الوتکو په ملتیا بګرام ته ولاړ څو د شکرانې په مراسمو کې له امریکايي سرتېرو سره وګوري.

د هفنتګن پوسټ ورځپاڼې د موندنو له مخې د ټرمپ په دغه ۳۶ ساعته سفر پنځه میلیونه او درې لکه ډالره لګښت راغلی ځکه ټرمپ د واشنګتن پر ځای له فلوریډا افغانستان ته تللی و.

په دوام کې راغلي چې ټرمپ د نومبر په اته ویشتمه په ټوله ورځ کې یواځې دوه ساعته په بګرام کې تم شو او بیا وروسته جرمني ته ولاړ او له هغه ځایه بېرته امریکا ته ستون شو.

د امریکا ولسمشر بګرام ته د دغه پنځه میلیونه ډالري سفر پر مهال له طالبانو سره د اوربند د چمتووالي اعلان وکړ.

خو اوس چې له دې سفره یوه میاشت تېرېږي د دې موافقې کومه نښه نه ده لیدل شوې.

XS
SM
MD
LG