د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

د سوريې په جګړه کې د وژل شويو افغانانو شمېر تر ٢٠٠٠ واوښت


تازه راپورونه وايي چې د سوريې په جګړه کې د وژل شوېو افغانانو شمېر تر ٢٠٠٠ واوښت.

ويل شوي، دغه افغانان د ايران له‌خوا د فاطميون لوا په چوکاټ کې د سوريې جګړې ته لېږل شوي دي.

يوه چارواکي او د فاطميون لوا يوه رضاکار غړي دا خبره پرون شنبې «۱۳۹۶کال مرغومې۱۶» د ايران رسنيو ته وکړه.

له افغان جنګياليو د تشکيل شوې فاطميون لوا د کلتوري برخې مسؤل زُهير مجاهد ويلي، دغه لوا له پنځو کلونو راهيسې د سوريې په جګړه کې برخه لري.

د سوريې په جګړه کې د سلګونو افغانانو د وژل کېدو موضوع له اړوندو ادارو سره شريکه شوې.

ده د ايران اصلاح پالې ورځپاڼې شرق ته په خپله مرکه کې چې پرون شنبه «۱۳۹۶کال مرغومې۱۶» خپره شوې ويلي، دغې لوا تر اوسه د دين لپاره له ٢٠٠٠ زيات شهيدان او ٨٠٠٠ نور ټپيان ورکړي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند وايي، له رسنيو يې د سوريې په جګړه کې د افغانانو د وژل کېدو راپورونه اورېدلي، خو تر اوسه په دې اړه دقيق ارقام نه‌لري.

صبغت الله احمدي ازادي راډيو ته وويل، دوى دا موضوع د ايران له حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره شريکه کړې ده.

دی وايي:

"موږ دا موضوع له «UNHCR»، د ايران له اسلامي جمهوريت او اړوندو بنسټونو سره شريکه کړې ده. د افغان کډوالو له محروميت او مجبوريته بايد ناوړه استفاده ونه‌شي. هيله من يو په دې برخه کې پر وخت او وړ اقدام وشي."

د افغانستان ولسي جرګه وايي، که په سوريه کې د ايران له‌خوا لا هم افغانان د جګړې لپاره لېږل کېږي او هلته د افغان کډوالو وژنه دوام کوي، دوى به تر ژمنيو رخصتيو وروسته دا موضوع په خپله عمومي اجنډا کې شامله کړي.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:

"که دغه مسايل تر رخصتيو وروسته هم ادامه ولري، وکيل صاحبانو اوس هم اعتراضونه کړي دي، د نړيوالو اړيکو کمېسيون ته مو دنده سپارلې ده، چې دا موضوع تعقيب کړي. دا موضوع که لاهم ادامه ولري، امکان لري تر رخصتيو وروسته دا موضوع يوه ورځ په عمومي اجنډا کې شامله کړو."

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست
د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست

ولسي جرګه هر کال يوه نيمه مياشت د ژمي او يوه نيمه مياشت د دوبي په رخصتۍ ځي.

ايران تر اوسه د سوريې جګړې ته د مسلکي پوځيانو د لېږلو موضوع رد کړې ده او وايي، يوازې يې پوځي سلاکاران دغه هېواد ته لېږلي او داسې لواګانې يې تنظيم کړي چې د ايران، افغانستان او پاکستان له رضاکارو جنګياليو جوړې دي.

ويل شوي لشکر فاطميون تر ټولو ستره پوځي لوا ده چې د ايران له خوا په عراق او تر ډېره په سوريه کې ګمارل شوې او د افغانستان له شيعه ګانو ورته زيات جنګيالي جلب کړاى شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG