د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

د افغانستان دفاع وزارت د داعش په اړه د روسي چارواکو نوې اندېښنې بې‌ځایه بولي


په داسې حال کې چې په افغانستان او سیمه کې د داعش ډلې د نفوذ په اړه اندېښنې موجودې دي، خو د افغانستان دفاع وزارت د تل په څېر دغه اندېښنې بې‌ځایه بولي.

د روسیې د فدرالي امنیت رئیس په دې وروستیو کې ویلي چې د داعش جنګیالیو تمرکز په افغانستان کې ډېر شوی دی.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۹» ازادي راډیو ته وویل، داعش په افغانستان کې ناکام شوی او نه‎شي کولای چې د عراق او سوریې په‌شان دلته مرکزونه جوړ کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

دی وايي:

"داعش ترورېستي ډلې په لومړیو کې غوښتل په افغانستان کې مرکزونه جوړ کړي، خو ناکام شول اوس‌يې هم فعالیتونه تائیدوو، خو دوی نه‎شي کولای دلته لوی ترورېستي مرکزونه جوړ کړي او دا هم ناممکنه ده چې داعش دې د سوریې او عراق په‌شان دلته نفوذ ولري. روسیه باید دا اندېښنه ونه‎لري."

دا په داسې حال کې ده چې د روسيې د فدرالي امنیت د خدماتو رئیس الکساندر بورتنیکوف ویلي چې په سوریه او عراق کې د داعش ډلې له ماتې وروسته دغه ډله يو ځل بیا ډل‎بندي کېږي.

نوموړي ویلي، د داعش ترورېستي ډلې ډېر تمرکز اوس په افغانستان دی.

د روسيې د فدرالي امنیت د خدماتو رئیس الکساندر بورتنیکوف
د روسيې د فدرالي امنیت د خدماتو رئیس الکساندر بورتنیکوف

روسي چارواکو له دې وړاندې هم په افغانستان کې د داعش ډلې د نفوذ د زیاتېدو په اړه په کراتو اندېښنه ښودلې.

ان تر دې چې د يو شمېر راپورونو له مخې روسيې د داعش د مخنیوي په هدف طالبانو سره نظامي مرستې کړي، خو دغه راپورونه د افغان چارواکو له‎خوا رد شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د داخلي امنیت کمېسیون هم په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره وايي، دغې ډلې لومړی له ننګرهار ولایت څخه سر پورته کړ او اوس‎مهال په څو ولایتونو کې ترورېستي فعالیتونه لري.

د دې کمېسیون مرستیال عبدالحی اخندزاده ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه مخ په پراخېدو دي.

دی وايي:

"داعش ورځ تر بلې په افغانستان کې فعالېږي. مخکې په څو ولایتونو کې وو، خو اوس په ډېرو ولایتونو کې فعاله دي، زما د تحلیل له مخې اوس د سوريې او عراق حالت بدل شوی او دا ښکاره ده چې د دوی بل مرکز به افغانستان وي."

ښاغلی اخندزاده وايي، دا چې داعش ډلې اوس په سوريې او عراق کې خپل مرکزونه له لاسه ورکړي، نو مخه‌يې افغانستان ته ده.

نوموړی د افغانستان له حکومت نه غواړي چې د نړیوالو ځواکونو به همکارۍ د داعش ډلې د ځپلو لپاره پراخ عملیات پېل کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG