د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

سرپل او جوزجان کې د داعش د فعالیت پر پراخېدو د دغو ولایتونو د استازو اندېښنې


د سرپل او جوزجان د ولایتي شورا یو شمېر غړي او په ولسي جرګه کې د دغو ولایتونو ځیني استازي په یادو ولایتونو کې د داعش د فعالیت له پراخېدو اندېښنه ښيي.

دوی وايي، که په دغو ولایتونو کې د داعش د ځپلو په برخه کې جدي اقدام ونه‌شي، نو خلک به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

د جوزجان د ولایتي شورا غړي مولوي عبدالحی حیات د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۸» ازادي راډیو ته وویل چې له څو میاشتو راهیسې د دغه ولایت په قوش‌تپه او درزاب ولسوالیو کې د داعش فعالیت پراخ شوی چې خلک‌یې له ګڼو ستونزو سره هم مخ کړي دي.

نوموړي وویل:

"په تېرو دوو یا درېيو میاشتو کې داعشیانو د خلکو پنځه یا شپږ رمې د غنیمت په نوم په خپلو کې وېشلې دي. هغوی د تګ راتګ او همداراز د خلکو د ورځني ژوند پر وړاندې ستونزې جوړې کړې دي."

د ښاغلي حیات په خبره، د قوش‌تپې او درزاب ولسوالیو زرګونه اوسېدونکي د نا امنیو او د داعش د ځورونې له کبله، د جوزجان مرکز ته کډه شوي دي.

په همدې حال کې د جوزجان د والي ویاند محمد رضا هم په درزاب او قوش‌تپې ولسوالیو کې د داعش د فعالیتونو پراخېدل تائیدوي، خو ژمنه کوي چې د دغو ولسوالیو د تصفیې او همدا شان د خلکو د ستونزو د هواري لپاره هڅې روانې دي.

په ولسي جرګه کې د سرپل د خلکو استازی محمد حسین فهیم بیا په دغه ولایت کې د داعش د فعالیتونو پراخېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي چې دې مسئلې په سرپل کې نا امنۍ زیاتې کړې دي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د جوزجان او سرپل ولایتونو استازي په دغو ولایتونو کې د داعش د حضور له پراخېدو اندېښنه ښيي، بلکې تر دې وړاندې هم ورته اندېښنې مطرح شوې دي.

څه موده وړاندې امریکايي نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د ځینو سیمه‌ییزو چارواکو له قوله ویلي وو چې داعش په درزاب او قوش‌تپې ولسوالیو کې په منظمه توګه جنګیالي روزي.

داعش د افغانستان د ځینو شمالي ولایتونو سربېره په ننګرهار کې هم فعالیت لري او په دغه ولایت کې یې عام خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا په جوزجان ولایت کې د داعش د ځپلو په هدف د عملیاتو خبره کوي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وایي:

"دا مهال په جوزجان کې زموږ د ځانګړو هوايي ځواکونو، کمانډو قطعاتو او د شپې عملیات دوام لري، خو د پراخو عملیاتو لپاره چمتووالی نیول شوی او پلان دا دی چې دغه ولایت په بشپړه توګه له داعش څخه تصفیه شي."

خو ښاغلي وزیري دا واضح نه‌کړه چې دغه عملیات به کله پیل شي او د پیلېدو لپاره‌یې کوم تدابیر نیول شوي دي.

نوموړی په جوزجان ولایت کې د داعش حضور او فعالیت مني، خو وايي چې په سرپل کې داعش نه‌شته.

دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان او سرپل ولایتونو یو شمېر استازي بیا په دغه ولایت کې د داعش د ځپلو لپاره د حکومت اقدامات ضعیف بولي او د جدي اقداماتو سپارښتنه کوي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG