د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

نیکلسن: روسیه دې له افغانستانه منځني اسیا ته د داعش پر نفوذ اندیښنه نه‌کوي


په افغانستان کې د دېره نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان وايي چې روسیه دې د افغانستان له خاورې منځنۍ آسیا ته د داعش ډلې د نفوذ له کبله اندیښنه نه کوي.

د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن وايي، امریکا له سوریې او افغانستان څخه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د داعش ډلې د وسله والو د نفوذ په اړه له روسیې سره په اندیښنه کې شریکه ده.

افغان چارواکي د طالبانو او روسیې د اړیکو په اړه په ډېر احتیاط سره خبرې کوي.

د افغانستان د دفاع وزیر ډګر جنرال طارق شاه بهرامي پرون په بروکسل کې د ناټو د دفاع د وزیرانو د غونډې په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل چې له وسله والو طالبانو سره د روسیې د اړیکو په اړه کره شواهد نشته.

بهرامي: ناټو د افغان ځواکونو د ملاتړ او پر پاکستان د فشار زیاتولو ژمنه وکړه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:47 0:00

نوموړی وايي:

"دا خبر د اوازو په حد کې ده. د افغانستان د دولت دریځ دا دی چې په دې اړه تحقیقات کوي او غواړي ځان حقیقت ته ورسوي چې آیا دا مسئله حقیقت لري کنه خو تر اوسه په دې اړه ثبوت او شواهد نشته."

خو لویدیځ چارواکي له وسله والو طالبانو سره د روسیې د اړیکو په اړه په زغرده خبرې کوي.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن له ازادي راډیو سره په مرکه کې له روسیې وغوښتل چې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو له هڅو لاس دې واخلي.

د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن
د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن

نیکلسن وايي:

"موږ له روسیې سره په دې کې شریکې ګټې لرو چې داعش باید له سوریې او افغانستان څخه منځنۍ آسیا ته نفوذ ونه کړی خو دا کار به ونشي. د امریکا او افغانستان حکومتونه به داعش ته په افغانستان کې دننه ماتې ورکړي. د روسیې ګټې د سیمې په سوله او ثبات کې خوندي دي او زموږ هم. نو باید له روسیې سره د دې ګډو ګټو په برخه کې یوځای کار وکړو خو له اوسنیو هڅو سره یې چې غواړي طالبانو ته مشروعیت ورکړي او له دې لارې په افغانستان کې بې ثباتي راولي مخالفت کوو."

جنرال نیکلسن له روسیې وغوښتل چې د دې هڅو پر ځای دې د افغانستان له مشروع حکومت سره اړیکي ټینګ کړي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی هم وايي چې روسیه منځنۍ آسیا ته د افغانستان د ناامنیو له نفوذ څخه ویرېږي.

کورنیلیس سیمرمن "Cornelius Zimmermann" په بروکسل کې د ناټو د غونډې په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل، روسیه له افغانستان څخه منځنۍ آسیا ته د تروریستي ډلو، مخدرو موادو او نورو غیرقانوني کارونو له نفوذ څخه اندیښنه لري خو سیمرمن ازادي راډیو ته وویل چې دا ستونزه د سیمه ییزو همکاریو له لارې حل کیدای شي.

کورنیلیس سیمرمن
کورنیلیس سیمرمن

سیمرمن زیاته کړه:

"زما په نظر له دې حالته د وتلو لاره یوه څو اړخېزه پروسه ده چې د افغانستان ټول ګاونډیان په کې دخیل وي او دا پروسه چې مشري به یې طبعاً افغانستان کوي باید دا پیغام ورکړي چې په سیمه او افغانستان کې ثبات د ټولو په ګټه دی. موږ اوس مهال په داسې یو حالت کې یو چې ټول په کې زیانمن یو، خو راځئ د هغه حالت خوا ته پرمخ ولاړ شو چې د ټولو ګټې په کې خوندي وي."

روسیې له دې مخکې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده او نژدې دوه کاله مخکې یې له وسله والو طالبانو سره چې له داعش سره بنیادي دښمني لري، په دې پلمه اړیکي ټینګ کړل چې سولې ته یې هڅوي.

خو ډېر ژر یو شمېر افغان چارواکو تور ولګاوه چې طالبان له روسیې څخه مرستې ترلاسه کوي.

دا تورونه تر ډېره د ولایتي چارواکو تر کچې محدود پاتې شول خو په کابل کې چارواکي یوازې هغه خبره کوي چې دفاع وزیر ښاغلي بهرامي وکړه. یعنې په دې اړه کره شواهد نشته او دوی یې په اړه څېړنې کوي.

XS
SM
MD
LG